کور / علمي / د امپراتورانه جنګ سرود : د ٩١١ لاسوند ونه او افغانستان

د امپراتورانه جنګ سرود : د ٩١١ لاسوند ونه او افغانستان

Hymn of Imperial War : Evidence of 911 and Afghanistan
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, U.S.A.
September 26, 2009


د زییز کال ٢٠٠١ د سپتمبر په یولسمه نېټه په امریکه کې ستره بخوله پېښه شوه . د هغه مهال ولسمشر جورج ډ بلیو بوش په د غه اړه داسې وویل : « د ا اعمال پولاد میده کوي، خو د امریکې د پرېکړې پولاد نشي چیتولی . امریکه د برید هدف شوې وه ځکه چې موږ په نړۍ کې د ازادۍ او فرصت ځلانده لارښوده ډ یوه یو .او هېڅوک به د دغې ډ یوې د وړانگو مخه ونه نیسي .نن زموږ ملت شرارت [اِ یوَل ] ولید، او موږ د امریکې په خورا غوره اړخ ځواب ورکړ.» انگریزي متن داسې دی


“These acts shatter steel, but they cannot dent the steel of American resolve. America was targeted for attack because we’re the brightest beacon for freedom and opportunity in the world. And no one will keep that light from shining. Today our nation saw evil, and we responded with the best of America.”

President Geoge W. Bush,The Times, September 12, 2001

د ٩١١ له بخولې نه نهه ورځې وروسته، د زییز کال ٢٠٠١ د سپتمبر په شلمه نېټه د امریکې د مرکزي استخباراتو خاص ټیم چې « جا بریکر» نومېده د تاشکند له لارې په افغانستان کې د شمالي ټلوالې سیمو ته ورننوت . زبرزواکې امریکې اووه لس ورځې وروسته، د اکتوبر په اووه مه نېټه په افغانستان بر بنډ عسکري یر غل وکړ

زه د لته د د وه وتلو پوهاند انو او یوه نامتو والي ( گورنر) نظریې د ٩١١ د بخولې ( سپتمبر اا، ٢٠٠١) اوافغا

نستان په اکله معرفي کوم . د لیکنې لومړئ برخه د د وه بین المللي علمي کوپړیو په تازه چاپ شوي کتاب پېل کوم او په د وهمه برخه کې به د ویتنام د جنگ د عسکر، د پخواني پهلوان او گورنر، او د غېر گوندي امریکایي هېواد وال ( تبعه) ویناوې راوسپړم چې په زییزکال ٢٠٠٨ کې یې د ریډ یو له لارې خپرې کړې دی


د د وه پوها ند انو کتاب


پوهاند نوام چامسکی او پوهاند گیلبرت اچکر، خطرناک قد رت : منځنی ختیز او د امریکې بهرنی سیاست، د ترهه گرۍ، ولسواکۍ، جنگ ، او عدالت په اکله د یالوگونه ، بولد ر او لندن : پاراډ یگم پبلیشر ،٢٠٠٩ ، مخونه :د ولس +٣١٩ . په کتاب کې درې تنه گډ ون لري : شتیفن آر شلُم چې د پوهاند چامسکی شاگرد و اود دې کتاب سریزه یې لیکلې ده پوښتنې کوی، او پوهاند چامسکي او پوهاند اچکر یې ځوابونه وایي

Noam Chomsky and Gilbert Achcar, Perilous Power : The Middle East and U.S. Foreign Policy, Dialogues on Terror, Democracy,War, and Justice (Boulder & London: Paradigm Publishers), expanded edition, 2009, pages xii + 319

شلُم د نیوجرسي په ویلیم ژپیټرسن پوهنتون کې د واگپوهنې ( سیاسی علومو) پوهاند دی . چامسکي په امریکه کې د مسیچیوسیت د تکنالوجۍ په اِ نستیتوت کې متقاعد پوهاند دی . د ی د نړۍ د خورا سترو ژبپوهانو او نامتوسیاسي تحلیلگرانو په ډ له کې یوه وتلې کوپړۍ ده ، او په نړۍ کې د هغه چا په جمله کې شمېرل کېږي چې خلک یې ډ ېر اقتباسوي . خو د امریکې غټ مطبو عات ورسره راشه د رشه نلري .اچکر په سینیگال کې زیږیدلی دی ، لبناني-فرانسوي اکاډ میک شخصیت دی، او د جنگ په ضد فعالیتگر دی . هغه تر ٢٠٠٣ په پاریس پوهنتون کې د بین المللی اړیکو په تد ریس بوخت و . له دې وروسته ورته د برلین په مارک بلوخ مرکز کې علمي مقام وروسپارل شو. د ٢٠٠٧ راهیسې اچکر په لند ن پوهنتون کې د پرمختیایی مطالعاتو او بین المللی اړیکو پوهاند دی . اوس به پوښتنو او د یالوگ ته غوږ ونیسو


پوهاند شلُم : په ٢٠٠١کې دافغانستان په ضد جنگ څنگه ارزوئ ؟

د چامسکي په اند : د غه جنگ په وروستیو کلونو کې « د سترو بې رحمه جنایتونو» په شمیر کې راتلو . د جنگ په پیل کې د بمباریو له امله د مرگ خطر لا زیات شو ، او خیریه مرستند وی سازمانونو هیله وکړه چې که بمبارۍ تم شی . افغانانو هم د غسې چغه ووېستله . د بیلگې په ډول، کوماندان عبد الحق چې په امریکې «گران» و، د امریکې بمبار ۍ یې په « کلکه سره» وغند لې ځکه چې هغوې د امریکې عسکری زور ښئ او په عین حال کې د طالبانو په ضد د افغانانو هڅې کمزورې کوي . له نېکې مرغې، پنځه تر اووه ملیون انسانان چې د لوږې له لارې یې مړینه اټکل شوې وه ، مړه نشول . خو د اسې معلومېږي چې د د غه ډ ول عملیاتو د اخلاقي عواقبو په اکله کوم تصور نه برېښېده چې په خپل وار سره د د غه تصور نشتوالی « کاملاً لړزونکی» دی [ دَ ټ اِز ابسولوټلي شاکینگ]. د ٢٠٠١ کال د اکتوبر په لومړیو ورځو کې امریکې له طالبانو نه وغوښتل چې بن لادن دې وروسپاري . طالبانو ورغبرگه کړه چې نوموړی به یو اسلامي هېواد ته وروسپاري

 

گیلبرت اچکري د دې سه جوخت وویل : طالبانو د بین الد ول حقوقو له نظره « یو معقول دلیل» [سینسیبل ارگیومېنټ] وړاندې کړ . هغوی له امریکې نه وغوښتل چې د شواهد و سره دې د بن لادن د تسلیمۍ رسمي هیله وړاندې کړي

چامسکي : « د ا د قیقاًسمه ده » [ دَ ټ اِز اِیکزاکتلي رایټ]. بې له لاسوند ونو نه له یوه بل حکومت نه د یو چا د تسلیمولو غوښتنه ناشنا خبره ده . فرض کړئ چې ایران له امریکې نه غواړي چې تېر ولسمشر جورج ډبلیو بوش ( جنوری ٢٠٠١ تر جنوری ٢٠٠٩) دې ورته وروسپارل شي .هېڅوک به یې په غوښتنه سر ونه گروي . « موږ اوس په یو دلیل پوهېږو» چې د بوش اد ارې ولې طالبانو ته د بن لاد ن د گناه لاسوند ونه وړاندې نکړل،ځکه واشنگټن « هېڅ نلرل » [ دې ډ یډ نټ هېو اَنيتینگ ]. د کال ٢٠٠١ د اکتوبر په اووه مه نېټه، امریکې په افغانستان څرگند عسکري برید وکړ . له د ېنه اته میاشتې وروسته، د زییزکال ٢٠٠٢ په جون کې د اِیف بي آې مشر رابرټ میولر مطبو عاتو ته وویل چې د ٩١١ په بخوله کې د چا لاس و . « اِ ف بي آې نه پوهېد له » [ اِ یف بي آې ډ یډ نټ نُو]. « حد اکثر» چې رابرټ میولر پرې وروسته له ډ ېر و تحقیقاتو پو ه شو، د ا « باور» [ وي بېلیو ] و چې د ٩١١ د د سیسې تنسته به په افغانستان کې جوړه شوې وي، خو د هغې پلان کول او پلي کید ل به په متحد و عربو امارتونو او جرمني کې بشپړ شوي وي . د د ې مانا دا د ه چې اِیف بي آې د ٩١١ پېښې لپاره اته میاشتې وروسته ، د پخو شواهد و په ځای په حد س او گمان ته ډ ډه ولگوله . پایله د ا شوه چې امریکې اته میاشتې وړاندې( دجنگ د پیل په مهال ) هم کوټلي لاسوند ونه نلرل . پوهاند چامسکي وایي چې پخپله دی هم گمان کوي، خو د گمان په اساس یو څوک یو چا ته یوڅوک نه تسلیموي .طالبانو چې د ولسمشر بوش له دې امر نه ډ ډ ه وکړه چې بې له شواهد و ورته بن لاد ن تسلیم کړي، بوش د خپل جنگ په سرود کې یوه بله کړۍ ورزیاته کړه : هغه هیواد ونه چې ترهه گران ساتي، ترهه گر هېواد ونه دي او د ترهه گرو په څېر معامله به ورسره کېږي ،او ترهه گر هېواد ونه د دې لایق نه دي چې د متهم د تسلیمۍ هیله ورنه وشي . « د غه د جنگ یواځینی علت و.»]دَ ټ واز دي سول کاز آف وار].په داسې حال کې چې افغانستان د ٢٠٠١ کال په اکتو بر کې د بمبارۍ په د رېمه اونۍ کې سوځېده، د برتانیې لوي د رستیز اډ میرال سَر ما یکل بوایس اعلام کړه چې : « فشار به تر هغه مهاله ادامه ولري چې پخپله د هېواد [افغانستان]خلک په دې وپوهېږي چې په مشرتابه کې بدلون راولي»[دي سکویز ویل کیری آن. ..اَنتِل دې گېت دي لیډرشیپ چېنجډ .] ددې وینا په اکله پوهاند چامسکي داسې نظر لري : «پام وکړئ!که د ېته بین المللی تجاوز [ اَگرېشن ] نه وایي، مسلماً د ا تروریزم دی….: موږ به تاسې تر هغه مهاله بمباري کوو چې تاسې» خپل حکومت له منځه و ېسئ

پوهاند اچکر : د بوش اداره باید د ٩١١ د بخولې په اکله عکس العمل وښئ چې عراق ته لومړی که وروسته پام وکړي .لومړی عسکري عکس العمل په افغانستان را تاو شو ، ځکه چې القاعده هلته وه او د امریکې عوامو د غه انتقام په اسانۍ سره روغ گڼلی شو . د اچکر په اند، امریکه په پایپلانستان پسې افغانستان ته نه وه ورغلې لکه عراق ته چې پسې ورغلې وه . د افغانستان په کچه، په عراق کې د امریکې د عسکرو شمېر لس چنده دی . د افغانستان د کنترول لپاره باید هلته امریکه په عراق کې له خپلو عسکرو نه زیات عسکر وساتي .افغانستان د امریکې لپاره یو ستراتجیک مورچل دی چې د روسیې او چین ټلوالې او القاعدې ته پاټک اچوي

“…the increasing military cooperation between China and Russia since the early 1990s has been, and remains, a major concern to U.S. policymakers, although they don’t speak much about it.”

پوهاند چا مسکي د اسې وویل : د شانگهاې د همکارۍ سازمان د اسیایی انرجۍ د امنیت د شپول [ایزیین اینرجي سېکیوریټي گریډ ] سره « موازي» روان دی . د اسیایي انرجۍ د امنیت شپول [شبکه] یو ډ ول ناټو وزمه سازمان دی چې د مرکزي اسیا امنیت ته پام کوي او د امریکې سره مخامخ کېږي

“ a sort of NATO-style organization…to confront the United States [of America].”


پوهاند شلُم وپوښتل چې امریکې باید د ٩١١د پېښې په اکله څه ډ ول عکس العمل ښودلی وی؟


پوهاند چامسکي ورته داسې وویل :د ٩١١ د پېښې سره باید د یو غټ جنایت په څېر معامله شوې وای، په دې ډ ول : لومړی باید معلوم شي چې د د غې پېښې جنایتکاران څوک دي، ورپسې دې هغوی توقیف

شي ،او بیا دې هغوې محکمې ته راوستل شي . خو د ٩١١د بخولې جنایتکاران نه دي معلوم . له د غې پېښې نه اته میاشتې وروسته، اِف بي آې د ومره وویل چې د سیسه او اجرا یې شاید په متحد و عربي اماراتو او جرمني کې پلان شوی وی . د پېښې جنایتکاران باید په د غوهېواد ونو کې لټول شوي او نیول شوي وای . فرض کړئ چې سړی د پېښې په ارتباط کې د بن لاد ن په باره کې لاسوند ونه (شواهد)لري . په دوهم پړاو کې باید هغه څنگه ونیول شي؟ باید هغه دې امریکې ته وروسپارل شي[سییک اِکسترادېشن ]. پوهاند چامسکي په موضوع د یو مثال له لارې رڼا اچوي : وینزویلا غواړي چې د لویس پوساد ا کاریلیس په نوم یو رسوا ټروریسټ دې ورته تسلیم کړی شي . نوموړی په ١٩٨٥ کې په وینزویلا کې له جېل نه « په معجزیي ډ ول» وتښتید . د امریکې متحد و ایالتونو هغه په السلواد ور کې ایلوپانگو هوایي اډې ته ولېږلو .له دغې اډې نه کاریلیس د امریکایي عسکري منصبدار اُلیور نورت سره یو ځای د نیکاراگوا په ضد په هغه جنگ کې برخوال شو چې په « کُنترا» مشهور و . د کُنترا په جنگ کې د ٩١١ په بخوله کې د وژل شوو انسانانو نه «ډ ېر زیات » خلک وژل شوي وو

“the United States send him off[ Luis Posada Carriles] to the Ilopango Air Base in El Salvador where he was working with the Oliver North operation to support the Contra war, a major terrorist war, which killed many more people than 911.”

دغه « غټ بین المللي تروریست» په دې وروستیو کې د امریکې متحد و ایالتونو ته وتښتید، او وینزویلا د هغه د تسلیمۍ غوښتنه کوي . پوهاند چامسکي وایي چې «همد غه د کړنې لار ده » . خو دلته مشکل د ا دی چې امریکه به یې ورته ونسپاري، او ښایي فلورید ا ایالت ته یې واستوي چې د هغه ملگری اُرلاند و باش پکې ژوند کوي . اُرلاند و باش « احتما لاً» د کو بانا هوایي شرکت د الوتکې په چاود نه کې (١٩٧٦ م) د کاریلیس سره غبرگ شوی و . په دغه چاود نه کې ٧٣ تنه انسانان ووژل شول . اُرلاندو باش د اِف بي آې له خوا په دې تورن شوی و چې په « نږدې د ېرش تروریستي عملونو » کې یې گډ ون لاره . اِف بي آې او د عد الت وزارت غوښتل چې باش دې له امریکې نه وشړل شي، خو ولسمشر جورج ایچ بوش (١٩٨٩ تر ١٩٩٣) عفوه کړ . پوهاند چامسکي دلته د تېر ولسمشر جورج ډ بلیو بوش (٢٠٠١تر٢٠٠٩) ډ اکترین یانې چغې/ نظریې ته زموږ پام راگرځوي چې په افغانستان باندې یې د امریکې برید ته لار پرانستله .دد غې ډاکترین له مخې هغه د ولتونه چې تروریستانو ته پناه ورکوي، تروریست د ولتونه دی او عین معامله دې ورسره وشي ( په پایله کې د طالبانو د ولت د امریکې د بمباریو په واسطه رانسکور شو) .د ا چې پخپله امریکې تروریستانو ته پناه ورکړې ده، روغه به د ا وای چې که امریکې په واشنگټن هم بمباري کړی وای

“OK, then, according to George W. Bush the air force ought to be bombing Washington.”

چامسکي وایي چې د وینزویلا او کو با په شان ، باید امرکې کلک شواهد لاسته راوړي واې او بیا یې له طالبانو نه د بن لاد ن د تسلیمۍ هیله کړې وای . په ١٩٩٨ کې په افغانستان باندې د ولسمشر بیل کلینتن (١٩٩٣تر ٢٠٠١) بمباري ددې سبب شوه چې د طالبانو او القا عدې اړیکې غښتتلې شي . د کوماند ان عبد الحق په شمول د افغان مقاومت د مشرانو هڅه سمه وه چې د طالبانو واکمني له د ننه نه ړنگه کړي .عبدالحق او نور« په ښایسته ښه کچه، جدي سړي وو….هغوې طالبان له د ننه نه راپرزولی شول» خو امریکې دغسې نه غوښتل او په ځای یې شمالي ټلواله ( « د جنگسالارانو او تروریستانو یوه ډ لگۍ » ) استعمال کړه

“ used the Northern Alliance, a bunch of warlords and terrorists.”

 

 پوهاند اچکر د پوهاند چامسکي تحلیل داسې تایًید کړ : « کاملاً په عین ډ ول» لکه څنگه ېې چې په عراق کې له د ېنه ډ ډ ه وکړه چې یو څوک دې صد ام حسین له د ننې نه راوپرزوي، خو د اچې « عراق په ولکه کې راوستلی شي » [ اَنلېس دې کُډ کنټرول ایراک ]. د ټولو پورتنیو ا قتباسونو لپاره د کتاب ٧١تر ٨٢ مخونه ولولئ


د والي ( گورنر) جسی وینتورا کتنې


د ویټنام د جنگ عسکر او د مینیسوټا ایالت پخوانی والي جسی وینتورا د او بو لاندې په تخیریب کې او دغه شان په کنټرول شوي تخریب کې د پوهې خاوند دی [ اَنډ رواټر ډ ېمولیشن، کنټرولد ډ ېمولیشن ]. په کنټرو ل شوي تخریب کې یوه جگه او غټه ود اني د نورو ودانیو په خوا کې داسې ړنگېږي چې ځای په ځاې نېغه ولوېږي او گاونډ یو ود انیو ته یې تاوان ونه رسېږي . وینتورا د ٩١١ په مهال گورنر و . دی بښنه غواړي چې د نیویارک په ښار کې د الوتکو په واسطه د نړۍ وال تجارت د جگو ود انیو د تخریب تشریحات یې بې له شکه منلي وو. خو کله چې یې پخپله د د وه اونیو په اوږد و کې د ړنگو شوو ود انیو صحنه ولیدله د جنایت رسمي تشریح یې رد کړه . په زییز کال ٢٠٠٨ کې یې خپل قضاوت د ریډ یوگانو له لارې د اسې وړاندې کړ

 لومړی : په نیویارک ښارکې د وه یوسل لس پوړه جگ تجارتي تعمیرونه الوتکو ووهل او هر یو یې په عین گړند یوالي ( په لس ثانیو کې ) نېغ په خپل بنسټ پرېوت

“How could those buildings fall at the speed of gravity-if you put a stopwatch on them both of those World Trade Center buildings were on the ground in 10 seconds-how can that be?”, asked Ventura .

 د وهم: په الوتکه کې چې کوم تېل سوځېږي، هغه د ټیټې تود وښې سوځېد ونکي تېل دي[ ناټ هاټ برنینگ فیول ]. د غه ډ ول تېل د تعمیرونو پولادي شمزۍ نشي ویلې کولی

“Jet fuel is four fifths kerosene-which is not a hot burning fuel”, and it cannot melt “steel structured girders” which, in turn, would have “caused these buildings to pancake collapse to the ground?”


 د ریم : پنځه گینټې وروسته، د نړۍ وال تجارتي مرکز اووم ( یو پنځوس پوړه جگ ) تعمیر بې له دې چې کومې الوتکې وهلی وي، د د وه ذ کر شوو جگ پوړه تعمیرونو په شان نېغ په خپل بنسټ پرېوت .د ٩١١ تحقیقي هیًت په پنډ کتاب کې د اووم تعمیر په اکله یو مخ هم نه دی تور شوی . گورتر وینتورا وایي چې « بې له شکه د غه تعمیر د تخریب په واسطه را نسکور شوی و.» – نو ډَ وټ د اټ دي بیلډ ینگ واز براټ ډَ ون وید ډ ېمولیشن

 څلورم : د گورنر جسی وینتورا سر په دې نه خلاصېږي چې یوه الوتکه دې د د فاع د وزارت تعمیر ووهي او د هغې وېجاړې شوې ټوټې دې ورکې شي . د جسی وینتورا یو ملگري په یوه کمپنۍ کې کار کاوه چې د بویېنگ الوتکو په جوړولو کې مرستند وې وه . ده وینتورا ته وویل چې د بویېنگ الوتکو اینجنونه ټوټه ټوټه کېد لی نشي ځکه چې « هغوی له ټیټانیوم پولاد و» نه جوړ شوي دي

Ventura’s friend said: “They are made of titanium steel-they cannot disintegrate.”

د جسی وینتورا له وینا نه سړی په وضاحت سره د اسې پوهېږي چې د نړۍ وال تجارت د مرکز د رې سېبونه ، د د اخلي چاود نې [ اِمپلوژن ] په واسطه نېغ په خپل بنسټ لوېد لي وو

“Upon looking at the film in super-slow motion and the way the buildings fell and comparing that to the way that they do like a controlled demolition of a hotel in Las Vegas, they both fell identical.”

گورنر وینتورا یو بل ټکی ته هم گوته نیولې ده : د اِف بي آې په هغه لیسټ کې چې د کلک تعقیب لاندې په ټروریسټانو ر اڅرخي ، د بن لاد ن نوم پکې د ٩١١ د بخولې په اړه نه دی خوندي شوی( د وینتورامرکه په ریډ یو کې : أئ اِم ١١٥٠، اگست ٩، ٢٠٠٨) . د لیل به یې د ا وي چې اِف بي آې کوټلي شواهد نلري . د دې دلیل د غښتلتیا لپاره ما زیرکیار ته یو بل ټکی را په زړه شو : د امریکې حکومت د ٩١١ له پېښې نه څه د پاسه د وه میاشتې وروسته د ٢٠٠١ د د سمبر په د یارلسمه نېټه، د بن لاد ن د اعتراف ویډ یو وښود . که ومنو چې د غه ویډ یو اصالت [ اَوتېنسیتي ] او حقیقت [ تروتفُلنېس ]منعکسوي، نو بیاولې اِف بي آې له د ېنه ډ ډه کړې وه چې د بن لا د ن په مقابل کې یې د پاخه ثبوت په څېر وکاروي؟! د وینتورا وینا وې په اِینټرنېټ کې ولټوئ، په لاندې چینو کې

Jesse Ventura on 911 with Alex Jones 2008, infowars.com

Governor Jesse Ventura Says WTC Collapse a Controlled Demotion, send2press.com [Sept. 10, 09]

— ——————————————————————–, prisonplanet.com[Sept.10, 09]

Jesse Ventura talks 9/11 on Howard Stern-Democratic Underground [September 22, 2009]