ډېرليواله وه چې په هيوادکې مو ددوهم ځل لپاره دولسمشرۍ ټولټاکنې کيږي اوموږ په کې برخه اخلو،په مينه مو دراي ورکولو کارټ واخيسته،درايې اچولو ورځې اوساعتونه موشمارل،دولايتي شورا او دجمهوري رياست لپاره يوشميرکسان نوماند شوه،چې دجمهوري رياست لپاره ٤٢ تنو خپل ځانونه ونومول چې دولسمشرحامدکرزي په ګډون ښځينه ؤ پکې هم ګډون کړى وه ،دنوماندو کانديدانو دکمپاينولړۍ پيل شوې اوپه هماغه وخت کې دولايتي شورا يوشميرکانديدانو دخپلو پوسټرونوسره دولسمشرۍ دنوماندو عکسونه يوځاى کول، اودځان ترڅنګ به يې نوموړې کانديد ته هم کمپاين کاوه،اوخلک به يې دهغه ملاتړۍ ته اړکول .
که څه هم بايدحامدکرزي چې يوځل يې بياهم ځان ونوماوه له خپلې دندې استعفاورکړي وه اوبيا يې سيالي کړي وه،خودهيواد مشرې ادارې ورته دکمپاين په وخت کې دولسمشردپاتې کيدو اجازه ورکړه ،که له يوخوا دغه اجازه په هيواد کې د ډيرو ناامنيودمخنيوې سبب شو،خو له بل لورې دشفافو اوعادلانه انتخاباتودمخينوي سبب شو،اودهيواد په ګوډ،ګوډ کې دولتي چارواکو،دپارلمان يوشميرغړو دولسمشرۍ لپاره دحامدکرزي په ګټه خلک رابلل،اودا ښکاره خبره ده که دواکدارحکومت په ضدڅوک يواقدام اخلي سره ددې چې ديموکراسي ده خوبيا هم له يوډول ګواښوونوسره مخ کيږي .
دانتخاباتو کميسون چې ځانته خپلواک اوازاد وايي په دغه موضوعاتو هيڅ هم سر ونه ګراوه که څه هم ډېرۍ نوماندانوشکايتونه وکړل ،چې ددولتي امکاناتوڅخه دحامدکرزي دکمپاين په ګټه کاراخيستل کيږي .
هغه ورځ چې موږ يې انتظار کاوه هم راورسيده،اودرايې اچونې ځاى ته ولاړو اوهلته مو دخپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړه،خودلته هم شفافيت نه ؤ موجود،دصندقومسؤلين هم ديوکانديدپلويان ؤ،اودخپل کانديدلپاره به يې چې چارايه استعمالوله نودهغوى ګوتې به يې نه رنګولې اوترڅو همداغه څو،څوځله رايه ورکړي،حال داچې دارايې اچونې مسؤلين بايد بې پرې ووسي .
په ځينوسيموکې چې دناامنيوله امله خلک درايې اچونې ځاى ته نه ورتلل يوشميرخبرونو ورڅخه لرم چې هلته امريکايې ځواکونه خپله صندقونو ته ناست اودحامدکرزي په ګټه يې پاڼې ډکې کړي اوپه صندقونو کې اچولي دي ،يوه بله دحيرانتيا خبره ده چې تراوسه مې ندى اوريدلي چې له هليکفترو څخه دې يوڅه په خپل سر پريوتې وي خوسره ددې بيا هم چې دافغانانودمشرټاکلو سوال وه له طيارې څخه هم دنورستان دخلکو چې په ډېرو ستونزوکې رايې استعمال کړي وي غورځيږي سوال پيداکيږ ي چې ولې ترې کوم انسان نه وليده اوياترې بل څه کله ولې ندې وليدلي چې ترې دخلکوقيمتې رايې پريوځې .
خو په هرصورت که رښتيا ووايم ډېرليواله وه چې زموږ په هيوادکې به يومثبت بدلون راشي ځکه چې په هيوادکې موپه لسګونه ممالکه شته دى اوزموږ دسولې اوبدلون لپاره کارکوي خوبيا متاسفانه ووايم چې دنړۍ مهم لسګونو هيوادونو هم ونه شوکولاى چې زموږ انتخابات دې شفاف ووسي بلکې ددې پرځاى پکې هم يوپلوى تريوه حده کړى ، له بل لورې يوشميررسانيو هم خپل رسالت څومره چې پکارؤ په ښه توګه ترسره نکړ،بلکې ديوڅو پيسواوياهم ديوه بل مقصدلپاره يې خپل خبرديوکانديد په ګټه جوړکړاوټولنې ته به يې وړاندې کاوه .
راځم اوسنيو ستونزو ته چې ويل کيږي نږدې دوه اونۍ وروسته به دولسمشرۍ وروستۍ پايلې اعلان شي اوپه دې کې ددوه سيالوکانديدانو ترمنځ ډېرى اختلافات دى چې په لکونو رايې ددواړو کانديدانو باطلې اعلان شوى نه پوهيږو په داسې حال کې چې نړۍ زموږ ترشاولاړه اوبيا هم داغه شان ناشفافه انتخابات کيږي
يوسوال پيداکيږي چې اى خپله همدوى غواړى چې انتخابات دې شفاف نه وي ؟
که زموږ افغانان نه غواړى چې هيواد يې جوړ اويومثبت بدول رامنځ ته شي ؟
عطاالله خوږياڼى
دمرام راډيو دنشراتو مدير
0794141200