وسله وال طالبان ادعا کوي چې تېره ورځ د شېرزادو ولسوالۍ د مملې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يو ټانګ د دوی لخوا د سړک په غاړه پر يو ځاي پر ځای شوي ماين ختلی او دغو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په دې چاودنه کې پينځه تنه امريکايي ځواکونه وژل شوي او د هغوی ټانګ يې په بشپړه توګه له منځه وړی. په ختيځ کې د ميشتو ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په خوږياڼو کې د دوی پر ځواکونو د ماين چاودنه مني خو وايي چې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يوازې موټر يې لږ زيانمن شوی. تر دې دمخه هم په دغې سيمه کې پر بهرنيو سرتېرو د سړک د غاړې ماينونه چاودلي چې کله ناکله يې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.