دبن کنفرانس خودامریکا دولسمشربش داداري دلړلوکارنامویوه داسي نمونه ده چي دناخوالوداغ به ېې دابد دپاره دافغان ولس، دبشردحقوقوپرلمن پروت وي اودهیځ افغان له یاده به ونه وزي چي پیلي یي دافغانستان دااوسنې ګډوډي راووتي دي ، اوس ډیره مهمه پوښتنه داده چي اوس افغانستان کوم لورته روان دي؟
خلګوخوهیله درلوده چي دبارک اوباماپه راتلوسره به په افغانستان کي دیادوني وړتغیرات راسي اودبش دادارې ناخولواوفاسد ګروپ له شره به دافغان مظلوم ملت وژغورل سې . متاسفانه بارک اوباماهم لکه حامدکرزې وسازش اومصلحت ته مخه وکړه . هغه داچي کرزي +توپک ماران +قاچاقبران+ جمع داړه ماران +جمع رشوت خواران+ جمع قاتلان+ جمع فسادکاران + جمع لوټماران +جمع کمونستان +دتارییخی اثاروغله + ددولتي ځمکوغله + دبیت المال غله + دنړیوالوکمکونوغله + کوم چي دامریکا پخواني ولسمشربوش دافغانستان پرمظلوم ملت نازل کړیوه ، داځل دبارک اوبامالخو به دپنځوکالودپاره نورهم دمظلوم افغانستان پراوږوسپاره وې . په افغانستان کي د ۱۳۸۸کال ټولټاکنوادهرځه له مخه پرده پورته کړه اودخلګو ټولې هیلي یې په اوبوکي لاهوکړي هرځه یی سرچپه ښکاره کړه .
* : دخلګوهیله داوه چي دیموکراسي ته به لاره هواره سې خوبرعکس خبره خودسرې ته لاړه.
* : دخلګوهیله داوه چې عدالت به تقویه سي خوپرځای یې بربریت ښه مست اوچاغ سو .
* : دخلګوهیله داوه چي دتوپک پرځای به دقلم ژبه په خبروراسې خوهغه هسي دوکه وه حقیقی ژبه بیخی په بیخ غوځه سوه ،
* دخلګوهیله داوه چي نوربه دتوپک خوله دخاوروډکه سي خو پخوابه یوچا نورخلګ وژل اوس هم ځان وژني هم ورسره نور وژني ،
*: دخلګوهیله داوه چې دنظامی جبهوپه عوض به سیاسې ټولنې اوجبهي راوړاندي سي ولسې سیاسیې جبهي خو تارومارسوي په عوض کي ېې دټګیو تجارتې غرفی جوړې سوې ،
* :دخلګوهیله داوه چې نوربه قانون ریښی ټنګي کړې خواوس قانون دتیښتی *: دخلګوهیله داوه چې نوربه خلګ خپل سرنویشت پخپله وټاکې خواوس دسرنویشت ټاکل ټګیوپه غاړه اخیستی ده . *: دخلګوهیله داوه چې نور خوموهرڅه جوراوتالاسویدي خویوازې درایی کارت ورته پاته وهغه هم داړه مارانوترې غلاکړي..
* دخلګوهیله داوه چي ټولټاکني به وسي خوپرځای ېې ټول پلورني ترسره سوي .
*: دخلګوهیله داوه نوربه موږ دګاونډیانودکرغیړنوخرابکاریونه ځان وژغورو خودکرزې صاحب غلتوپالیسي به مولاس تړلې په لاس ورکړي.
*: دخلګوهیله داوه چې نوربه غله اوداړه ماران محاکمې ته راکش سې خوبرعکس اوس په ګلخانه کی اټن کوې .
*: دخلګوهیله وه چې نوربه خلګ په نس ماړه سې خواوس دوه کلنی لوڼي خرځوي .
* : دخلګوهیله خوداوه چې مافیا به ورکه سي اوس پرټولوچاروحاکمه سوه .
*: دخلګوهیله خوداوه چې زموږفرهنګ اومعارف دافغاني اواسلامی کلتورپه رڼاکي وده وکړي اوس غرور، تاریخ ، کلتور، حتی اسلام دپردیوتریرغل لاندې راغلي دي و.
* : دخلګوهیله خوداوه چې نوربه موږ دصحت خاوندان سوبرعکس دعامې روغیتاوزیرپه بازارکی کاغذونه ټولوي ولس تروخت تیرواوجعلې دواؤتباه کړې .
* : خلګوهیله خوداوه چې موږبه دکوروخاوندان سو دښاوالې ځمکی توپک مارانوخرځي کړي دکابل ښاروال دورځې په دفترکې ویده وې په سپینه ورځ خپل سکرترنه پیژني .
* : دخلګوهیله داوه چي دتخت اوبخت کندهاربه بیا دځوانانودمیلواوسیلوځاي سي خواوس دینوحمام دې .
* : دخلګوهیله داوه چي موږ به دقلم اودبیان داذادې خاوندان سوخبرنه ؤ چي دالله یارصاحب ماتي پیښي به داوسپینی په ډاګانوورکوټي خوترهرچا به ډیري دژونالستانوسنیې دمرمیوښکاروي .
* : – دخلګوهیله داوه چي خلګ به نس ماړه سي خواوس خلګ خپلي ماشومي لوڼي خرځوي چي دیویشتمي پیړې پزه په پرې کیږې خواوس زموږمهاجردډیرې ګرانې دلاسه خپله هیواد ته نه سې راتلاې چي له پاکستان اونورې نړې موپه فقرمواوړه راوړل اوخوراکي موادراوړل هم ډوډې په اته افغانی وه اوس چي زموږخپل هیواد ترخپلې اندازې زیات حاصلات سویدې هم په هغه بیه دي ځکه دښاروالې دمامورینوډوډي موته ده هغوي یي په بیه هم ندي خبر.
* دخلګوهیله داوه چي ددومیلیونوشهیدانودوینوپه برکت به اسلامې نظام جوړکړوخواوس ورته دشرمه نوم نه سوایښودلاې چي داکوم ماډل اسلامي نظام دي .
* : دخلګوهیله داوه چي ملې پولیس به دټولنې خدمتګاروې خواوس پولیس دټولنی لوټماربدل سوی دې .
* دخلګوهیله داوه چی دکابل کنډوالې به دښکلاناوي جوړې سي خواوس ورنه تورودودونوتوره کاغې جوړه سویده اوښکلې پیغلي اوتنکي ځوانان ېې دپاکسان په روغتونوکي په سرطان مري.
* : دخلګوهیله داوه چي کمونستان ولاړسی نومجاهیدین به خداې راولې چې کله ېې دهغوې وحشت ولیدي په کمونستانوپسي یی ارمان کاوه چي دطالیبانوناخوالې یی ولیدي په مجاهیدینوپیسې یی ژړل خوچې ددیموکراتانودټګیوباران پروسودهرځه نه ېې زړه ورتورکړي .
* : دولسمشربوش له داړه مارانوخوابدې وه نودبارک اوباما راتګ ته سترګې په لاره وه .
* که دیکتاتوري نه تنګ وه نوودیموکراسي ته رخسیده .
* : د کمونیږم میلمستیا یي لړمون وروروست کړي ،
* : داسلام پنامه تجارانوېې دخواګرزې اواستفراق روغتون ته ولیږل .
* : دیموکراتانوداسې پرسرووهل چې شل کاله نوربه ېې هم سرپرله ګرزې .
اوس مهمه پوښتنه داده چي اوس چیري ځي ځکه دافغانستان نه اوس هغه وجرسیانوته دملایانودپل سراط کیسه جوړه سویده په راتلونکي به ددي ناخوالوعلتونه اودحل پرلاروبحث ته ادامه ورکوو انشاالله .
نوربیا