عجيبه پېښه وه دا خپل رنګ راته داسې څه راوښودل چې مې ترېنه ګېله ورکه شوه تاسې به حيران شۍ چې ولې؟
زه له رنګه لږ تور يم نو دلته په سويډن کې چې هر خواته ځم او يا چاسره مخ کېږم انګيري چې زه يا پاکستانی يم يا هندي، او کله کله خو يو نيم راباندې دومره تېروځي چې ان په بنګاليانو او سريلانکايانو مې وروتپي، زه هم حيران يم هغه د بازمحمد عابد خبره د خپل رنګ له لاسه مو څوک افغان نه بولي.
خو دا ځل د کتابتون کارکونکی هم د رنګ له امله راته د اخبارجهان اونيزه راوړې وه هغه انګېرل چې زه پاکستانی يم ، نوموړې اونيزه د پاکستان د کراچۍ د ښار څخه خپريږي .
ډېرې ښه موضوعګانې يې درلودې خو زه پکې د رسول بخش پليجو مرکې چې عنوان يې وو، د قايداعظم مبارزه يو اسلامي دولت جوړول نه وو، هيښ کړم او په لوستولو مې يې پيل وکړ.
رسولبخش پليجو د پاکستان وتلی سياستپوه او د سند د عوامي تحريک مشر دی چې دا مهال د ناروغۍ په بستر پروت دی او مرګ ته شېبې شماري. اخبارجهان ددغه سياست پوه سره د هند د بهرنيو چارو د پخوانی وزير جسونت سنګ د کتاب (دهند ويش او د قايداعظم کردار) په اړه مرکه کړې ده نوموړي سياستپوه لکه د نورو سياستپوهانو چې د مرګ کندې ته نزدې شوې نو د حقېقتونو په ويلو يې خوله پرانيستې ده او هغه څه يې ويلي چې زما په ګمان لا تر اوسه پټ پاتې دي.
په هر حال خبره راڅخه اوږده نشي راځم ار موخې ته!
پليجو دې پوښتنې په ځواب کې چې: د پاکستان په جوړښت کې د مسلم ليګ او قايداعظم د کردار په اړه تاسې څه وايې؟
په ځواب کې وايي: د هند مسلمانانو چې د کومو موخو لپاره د پاکستان په نوم ملک جوړاوه هغه بل څه وي او اوس بل څه روان دي چې د اصلي موخو سره تش په نوم ارتباط لري.
لومړۍ خبره داده چې کله انګرېزانو په هند قبضه وکړه نو صوبه سرحد، پنجاب، بلوچستان، سند او بنګال ازآد وو، د انګرېزانو د تللو وروسته د چاسره دا واک نه وو چې دغه سيمې دکوم ځانګړي نوم لاندې په زور د يو نوي هېواد برخه وګرځوي، په ١٩٤٠ز کال کې د لاهور تړون (قراداد لاهور) له مخې دغه سيمې ازادې پرېښودل شوې چې دغه خبره سعد خيري په خپل کتاب (د جناح دويم ځل تشريح) کې ليکلې ده د لاهور په تړون کې د دوه قومي نظريو(د پاکستان نوم او لا اله الا الله) هېڅ ذکر نشته چې همدا خبره جناح په صدارتي وينا کې هم کړې ده چې موږ په تړون کې د بېلتون خبره د اقليت او اکثريت په بنسټ کړې وه. او دويمه خبره داده چې پدې تړون کې د پاکستان د نوم لفظ نه دی ذکر شوی او لدې سربېره نه پکې د اسلامي شريعت او يا اسلامي ملک د جوړولو ذکر شوی او نه پکې د کانفدرېشن ذکر شوی د پاکستان لفظ په موږ د هند او بريتانيا له خوا راتپل شوې دی او قايداعظم دغه لفظ په ناخوښۍ اخيستی.
په ١٩٤٧ کې په خو په ظاهره موږ د انګرېزانو له غلامۍ ازاد شو مګر په حقيقت کې داسې نه وه قايداعظم په ښکاره ډول ويل زما ليکونکی (ټايپ رايټر) او سکرتر د پاکستان لفظ ليکلی.
همداراز ددې پوښتنې په ځواب کې چې:
ستاسې په خيال نو د قايداعظم د کوششونو مقصد څه وه؟
(دلته خبريال غواړي چې د هاغه خبرې پخلی وکړي چې پاکستانيان وايي چې د جناح مقصد لا اله الا الله وو او يا لکه پاکستاني ملايان چېغې وهي چې پاکستان کا مقصد: لا اله الا الله)
ځواب: د مسلم ليګ د رامينځته کېدو او قايداعظم دکوششونود اصل محرکاتو او مقصدونو په اړه په عوامو کې ځنې کېسې اوريدل کيږي مثلا فرضوي چې د مسلم ليګ بنسټ قايداعظم ايښی دی چې د يو اسلامي ملک د جوړولو لپاره مبارزه وکړي چې هلته اسلامي شريعت نافذ وي. مګر داسې نه ده مسلم ليګ د لاندې دريو مقصدونو لپاره جوړ شوې وو.
۱: د هند په مسلمانانو کې د بريتاني حکومت سره د مرستې روحيه راپيدا کول او د مسلمانانو د ذهن څخه د نوموړي حکومت په ضد نفرت لرې کول.
۲: د هند د مسلمانانو د سياسي حقوقو او ګټو ساتنه او هغې ته پرمختګ ورکول او د هند د مسلمانانو غوښتنې بريتانوي حکومت ته واړندې کول
۳: د مسلمانانو د زړه څخه د غيرې مسلمو لپاره کېنه له مېنځه وړل
پاکستان کی مختصر تاريخ ای ايچ ايم قريشي صفحه ٨٣١
د قايداعظم د ال انډيا مسلم ليګ ګوند سره نه کوم تړاو وو او نه د هغه په سياسي مبارزه کې مقصد په پاکستان کې د اسلامي شرېعت او يا اسلامي رياست جوړول وو……………
(يانې د مسلم ليګ موخه د هند مسلمانان د برتاني غلامۍ ته هڅول وو)
دد پوښتنې د جواب وروسته خبريال کوښښ کړی چې خبره بل لور ته وګرځوي تر څو نوره له حقيقتونو پرده پورته نشي خبريال پاتې پوښتنې د سند او پاکستان په اوسنۍ وضعه راڅرخولي دي .
لوستونکې کولی شي دغه مرکه د اخبار جهان د سپتمبر د ۱۴ـ ۲۰امې نېټې په ګڼه کې د قايداعظم کی جدوجهد اسلامي رياست بنانے کےلے نهي تهين تر عنوان لاندې ولولي .
salam za waris da aspania sakha walah che Rora za che di wenam dir khaista aw afghanai pashton khkari kho la bada margha che khpalo Erupe ke zamung spin makhao sakha makhke e zaka che pa ta da khaista enjono nazar dir lagigi No wale da zan sakha gelaman e wariskhan from barcelona spain