كه څه هم دا ځل هم د نورو وختونو په رنګه د كوچني اختر شپې او ورځي رانزدې شوې دي او ډېرى خلګ يې په تياريو باندي اخته دي خوشحالياني كوي، خپلو بچيانو ته كالي، ګوټونه او د دې ورځي لپاره نور ترتيبات نيسي خو داسي خلګ ډېر دي چي تر اوسه پوري يې هيڅ تر تيبات نه دي نيولي ځكه چي كه يو خواته اختر راروان دى نو بلي خواته ګراني بې روزګاري او بد امنۍ خلګ له سختو ستونزو سره مخامخ كړي دي.
نور ګل چي ټينګه يې ملا په خپل پټكي باندي تړلې وه او په روزانه باندي يې خټې كولې كله چي مي له هغه څخه پوښتنه وكړه چي خپلو بچيانو ته دي د اختر لپاره كالي يا نور شيان كړي، نو په ډېر افسوس سره يې وويل چي:”په داسي حال كې چي سړى د ماښام ډوډۍ په ډېره ګرانه سره نه شي برابرولى نو هغه به نوري خوشحالۍ او اخترونه څنګه ولمانځي، نن څومه نېټه ده تر اوسه پوري مي د كور كرايه نه ده وركړې هغه خو يې را څخه غواړي، اختر خو هغه خلګ لمانځي چي وس لري“.
په پښتني سيمه كي به داسي خلګ ډېر لږ وي چي د اختر د لمانځلو وس ولري ولي چي تر بل هر ځاى دلته زياته ګراني بې روزګاري او بد امني زياته ده.
نادر خان چي يو تعليم يافته ځوان دى خو په اوس وخت كي بې روزګاره دى وې ويل چي: ”زموږ مسايل تر بل هر چا زيات دي د دې خاص وجه دا ده چي زموږ په سيمه باندي د پرديو لخوا ناروا جنګونه تپل شوي او زموږ په وسايلو باندي د نورو خلګو قبضه ده، تر هغه پوري چي موږ خپل حق تر لاسه نه كړو نو زموږ له سيمي څخه به دا درې واړه بلاوي و نه وزي لكه ګراني بې روزګاري او بد امني، دلته هر سړى په يوه ګوله ډوډۍ پسې ستړى دى او د هغې په لټون كې دى، نو د اختر خوشحالي او يا د خپلو كوچنيانو د خواهشاتو پوره كول خو ايسته پرېږده“.
كه څه هم حكومت هر وخت د ګراني د مخ نوي نارې او بغاري وهي خو تر اوسه پوري په دې كې بريالى شوى نه دى، د مثال په توګه چي په تېرو وختو كې د بورې يوه كيلو چي په دېرش كلداري به ترلاسه كېده نو هغه نن سبا يو په دوه چنده ګرانه شوې، دا رنګه د ژوند د استعمال او خوارګي شيانو بيي له اسمان سره خبري كوي نو اكثره خلګ په دې كې پرېښانه دي چي هغه د كور د اړتيا د پوره كولو وس نه لري نو څنګه به د احتر په خوشحاليانو كې له نورو سرهورګډ شي.
ببرك چي په رېړۍ كې يې پياز او پټاټې خرڅولې او وچي شونډي ستړى ستومانه ولاړ و، راته وويل چي: ”زه د پنځو اولادونو پلار يم، تر اوسه پوري مي خپلو ماشومانو ته يوه يوه جوړه كالي رانيولي دي او بس“.
د خپلو ماشوماو د خوشحالولو او د اختر د لمانځلو لپاره دا يوه يوه جوړه كالي كافي دي؟ دا خبره دلته د ځواب د موندلو لپاره پرېږدو.
لنډه دا چي په دې سيمه كې د نورو خوشحاليو په رنګه د اختر د لمانځلو خوشحالي هم ډېره لږ تر سترګو كېږي چي د هغې خاص وجه پورته ذكر شوي شيان دي، لكه ګراني، بې روزګاري او بد امني، ځكه چي د دې درې شيانو په وجه باندي د ډېرى خلګو اقتصادي مشكلات هم سم نه دي.