کور / شعر / افغانستان ته خطر

افغانستان ته خطر



 



بيا په هماغو مې نظر پېښ دى 
چې ترېنه ډار زړه ته اکثر پېښ دى 
ددې ټاکنو له دې پايلو ځنې 
افغانستان ته لوى خطر پېښ دى 
خداى دې پر خلکو وطن ورحميږي 
له نن سبا ورته بتر پېښ دى 
لاس راکوي خنجر لستوڼى کاږي 
دا په ما څرنګه دلبر پېښ دى 
ددغې ځمکې او اسمان له سفر 
ستړى پر ما تل هغه لمر پېښ دى 
دا خپل ښايست دې په جنګ اړوي تل 
چې دا په کوم ډول هنر پېښ دى 
د زړه په ديد باندې مې لاره باسم  
په تورو زلفومې سفر پېښ دى 
خدايزده چې چا ورته ښېرې کړي دي 
په دې وطن د جنګ اشر پېښ دى 
ددې نړۍ سوله غوښتونکيو خلکو! 
اَور د جنګ تل په لر او بر پېښ دى 
يه د ښايست علمبردارو! واورئ 
په تنکيو ګلو مې محشر پېښ دى 
ځه نور ښايسته له دې خاورې ځينې 
دا ستا له لاسه په ما شر پېښ دى 
خاونده! خير کړې د ګلاب غونچو ته 
بيا د لوګرو پرې لښکر پېښ دى 
بل چاته پېښ دى او کنه دى خطر 
ازمونه تاته خوزياتر پېښ دى