کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوس مو روغتيايي مركزونه هم پلټل كېږي

اوس مو روغتيايي مركزونه هم پلټل كېږي

روغتيايي مركزونه هغه ځايونه دي چې هېڅ څوك په هغه كې د پلټنې او عملياتو حق نه لري، خو زموږ په هېواد افغانستان كې دا څووم ځل دى چې په روغتيايي مركزونو باندې په دې پلمه بري كېږي چې ګويا طالب ټپي ورته راغلى دى، څو وخت وړاندې د پكتيا په يوه روغتون بريد، د چك ولسوالۍ د روغتون تالاشي او د هندارو ورماتول هم په دې پلمه چې ګواكي طالبان د تداوي لپاره ورته راغلي دا دى اوس يو ځل بيا په وردګو سيدآباد ولسوالۍ كې رويټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې يوه روغتون ته چې د سوېډن په مرسته چلېږي، ننوتل اود هغه ناروغان، د ناروغانو عيادت کوونکي او د روغتون کارکوونکي يې وتړل.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې تېره ورځ وويل، چې امريکايي پوځيان د چهارشنبې په ماښام د وردګو په سيدآباد ولسوالۍ د شنيز په سيمه کې بې له دې چې کوم دليل ووايي، د دوى روغتون ته ننوتل، د تشناب په شمول يې د ټول روغتون اوپه هغې کې د يوې ښځينه کارکوونکې په ګډون د ټولو کارکوونکو تلاشي واخيسته. تر دې چې د سو‌ء تغذيې او الټراساونډ د څانګو د خونو دروازيې يې د ننوتلو په موخه ورماتې کړې دي.

د سوېډن کمېټه وايي امريکايي سرتېري روغتون ته له ننوتو سره سم د روغتون څلورکارکوونکي او ټول ناروغان وتړل.

د دې کمېټې په وينا امريکايي پوځيانو وروسته د سوېډن د کمېټې د روغتون ټول کارکوونکي او ناروغان، د بستر د كسانو په ګډون له روغتون څخه و ايستل او تلاشي يې پيل کړه.

د دې کمېټې سيمه ييز يا د افغانستان رييس اندريس فرانګ د امريکايي ځواکونو د اقدام په غبرګون کې رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دا ډول کارونه د زغملو وړ نه دي.

هغه ويلي چې دا کار نه يوازې د روغتيايي مرکزونو اوکارکوونکو د خونديتوب په اړه د منل شوو نړيوالو بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د مرستندويو ټولنو او د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو ځواکونو تر منځ د پوځي-ملکي موافقې ښکاره سرغړونه ده.

ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو يوې وياندې کرېسټاين سايډينستريکر وويل، چې دا له دې پېښې خبره ده خوکافي مالومات نه لري، چې د هغې په اړه څه ووايي.

له بلې خوا په کابل کې د ملګروملتو وياند عليم صديق وويل، چې دى هم د دې پېښې له تفصيله خبر نه دى خو څومره مالومات چې لري له نړيوالو مقرراتو سره سم پوځيان اجازه نه لري، چې په روغتيايي مرکزونو کې عمليات وکړي يا ور ننوزي.

دا څرګنده خبره ده چې د نړيوالو مقرراتو له مخې روغتيايي مرکزونه غير نظامي سيمې دي اودا د منلو وړ نه ده چې روغتيايي مرکزونه دې د پوځي اقداماتو د فعاليت پر ځاى بدل شي.

د امريكايي ځواكونو دا ډول كړنې كورنيو او بهرنيو څارونکو غندلې او نيوكې يې پرې كړې، نوموړو ويلي، چې له نړيوالو اصولو سره سم د هر روغتيايي مرکز دنده ده، چې دوست او دښمن تداوي کړي او څوک يې مخه ونه نيسي. او هر څوك چې روغتون ته د ناروغ په نوم ننوزي بايد تداوي يې وشي. نو چې داسې ده آيا بهرني ځواكونه چې څومره له افغاني دود او كلتور څخه ناخبره دي، همدومره له نړيوالو قوانينو هم ناخبره دي او يا دا چې دوى افغانانو ته د نړيوالو قوانينو حق نه وركوي. كه چېرې په د نړيوالو مقرراتو له مخې يو روغتون د وسله والو ننوتل منع وي، نو بيا خو امريكايان په نړيوالو مقرراتو تر هر چا ډېر پوهېږي. خو له دې څخه مالومېږي چې د امريكايانو او نورو بهرنيو ځواكونو ټول كړنې د قوانينو او مقرراتو له مخې نه بلكې د زور او ځواك له مخې ترسره كېږي.