کور / تازه خبرونه / سروې : طالبان اوس د هيواد په ۸۰ ٪ سلنه خاوره کښي شتون لري

سروې : طالبان اوس د هيواد په ۸۰ ٪ سلنه خاوره کښي شتون لري

په لندن کی مهم سروې کونکیً جوړښتون ( د امنیت او انکشاف لپاره نړیواله شورا ) په خپل تازه راپور کي وایي چي طالبان د افغانستان اکثریت برخو ته راستانه سوي دي .

دغه تازه راپور چي پرون د سپټمبر پر لسمه خپور سوئ، وایي چي طالبان اوس د افغانستان په ۸۰ سلنه خاوره کښي دایمي شتون لري ، چي هغه د ۲۰۰۸ په نومبر کي ۷۲٪ و ، او د ۲۰۰۷ په نومبر کي هم ۵۴٪ ته رسېدﺉ .

دغه جوړښتون وایي چي د جنوب او ختیځ څخه علاوه اوس د طالبانو حضور د شمال په آرامه منطقه کښي هم په خورا سرعت سره ډیر سوئ دئ .