دسپتمبر نهمه دموډرن استعمار دلمړی عملي ګام ورځ
دسپتمبر نهمه دافغان قومونو دستر دښمن دنابودي ورځ
دسپتمبر نهمه دګران افغانستان دسرطان د دانې دچاودېدو ورځ
دسپتمبر نهمه اسمان ته دلوی اشرار د توغېدو ورځ
دسپتمبر نهمه دبې ساري جاسوس د ورکېدو ورځ
دسپتمبر نهمه دسبوتاژ دماهر دزوال ورځ
دسپتمبر نهمه د۷۰۰۰۰ اویا زرو کابل مېشتو افغانانو دقاتل دقتل ورځ
لنډه دا چې دسپتمبر نهمه د مکارې ګېدړې دسزا ورځ
هو!
دسپتمبر نهمه دیو دردوونکې او غولوونکي نوي استعماري پړاودپیل ورځ ده .
قدرمنو لوستونکو!
باور وکــړﺉ چې له هیڅچا سره کومه کینه او کومه ځانګړې ستونځه نه لرم خو هر هغه څوک چي نورو ته زیان رسوي، دنورو حق خوري، قام وژنې ته لمن وهي، خپل توکم له نورولوړ بولي، دملي ګټواوویاړونودښمن وي،
د هیواد تجزیه غواړي په تېره بیا د خپل ولس او هیواد جاسوسي نورو ته کوي نو بیا یې دزغم وس نه لرم .
له همدې کبله مې نن په یوهیوادپلورونکي دفرانسي ، امریکا، روسې، ایران، پاکستان اوځینو نورو ملکونو
په ځیرک جاسواحمدشاه مسعودپسې قلم را پورته کړ هیله ده چې زمالیکنه مو خوښه او له ځینو پټو معاملو یې نور هم خبرشﺉ .
مسعود چې دمسلکي اولوړ وزده کړو وړتیا یې نه لرله اود دې ترڅنګ یې دپښتنود ورکې او درپه درۍ نقشې
په سر کې ګرزولي په دې لټه کې شوچې د وخت د نظام په وړاندې څه وکړي ظاهرأ یې اسلامي نقاب واغوست خو په حقیقت کې یو تنګ نظر، له کینې او وحشت څخه ډک ستمی و ځکه خو یې د ځان په څېر یو شمېر نور لنډغرتیار او زموږ د خاوري تاریخي دښمن پاکستان ته په مړو سترګو ورغلل .
جټانوخوله خدایه همداسې ګوډاګیان غوښتل نویې ژرتر ژره پوځي روزنه ورکړه بمونه او وسلې یې تر ملا ور وتړل اودسردارمحمد داود خان دجمهوري نظام دنړېدو لپار ه یې پنجشېر ته را ولېږل هلته یې پوځي عملیات وکړل خودحکومت له خوا یې په ډېرشدت سره دسیسه نا کامه او واپس خپل بادار ای . ایس .ای ته په منډومنډو ور وتښتېدل هلته یې شپې او ورځې سبا کولې ترڅوچې دغویي له کودتا څخه وروسته ورته ددې زمینه برابره شوه چې نا امنه سیموته ځان ورسوي اودوخت دادارې په مقابل کې جګړه وکړي کله چې روسي یرغلګروزموږ ګران افغانستان اشغال کړ نود قاتل مسعود غوا لنګه شوه نور نو هغه په جامو کې نه ځاېده دا ځکه چې روسانو په پښتون مېشتوسیمو شپه او ورځ داسې بمونه اورول لکه دانن یې چې امریکایان پرې وروي .
روسانو مسعود ښه پوره نازاوه یو څرخي الوتکه یې هم ورکړې وه په کافي اندازه مواد یې ورته رسول مسعود روسي باډي ګاردان لرل او داسې یې ښوول چې ګواکې دا خو په جګړه کې ما نیولي او مسلمان کړي مې دي خو اصلأ خبره بل څه وه.
زما یو دوست دکارمل په وخت کې د مسعود مور لیدلې وه چې کابل ته راغله او شپه یې دیو وزیر په کور کې وکړه راپورونه یې ورته راوړل او دهغه وزیر احوال یې واپس مسعود ته وروړ.
د وخت ددفاع وزارت لخوا څخه په مسعود باندې ډېر عملیات وشول خو مخکې له مخکې به لا خبر ورکړشوی و مسعودڅو ځله محاصره هم شو خو دمحاصرې له مینځه به روسانویا ځینو نورو وېست .
یو سپین ږيري قومي مشر راته کیسه کوله چې زه دډاکتر نجیب په دفتر کې ناست وم له تاشکند څخه دکریملین دیو لوړ پوړي چارواکي لخوا تلیفون وشو نجیب غوږۍ پورته او ورسره په خبرو شو چې ګورم ورو ورو دنجیب په رنګ کې بدلون راځي خبرې یې ختمې تیلیفون یې کښېښودخوخورا په قهر وماورته ووېل چې ریس صاحب خیرت خو به وي؟
وېل نه خیرت نشته .
ماوېل څه خبره ده صاحب؟
وېل ته داروسان ظالمان وګوره چې سل کامازموټر یې له وسلو او مالونو څخه ډک رالېږلي اوس په لار دي ما ته وایي چې ۶۰ شپېته کاماز به په پنجشېر کې وروسته له هسې یوڅو هواﺉي ډزو څخه مسعود ته ور وګرزي دا نور ۴۰ څلوېښت کاماز به کابل ته درورسیږي .
اوس نوقضاوت وکړه چې د ټول ملت لپاره ۴۰ څلوېښت کاماز او یومسعود خاین ته ۶۰ شپېته کامازورکوي ؟
په داسې حال کې چې روسانو دخپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره مسعود ښه پوره نازاوه خو مسعود په عین وخت کې دپاس ذکرشوو هیوادونو جاسوسي هم کوله امریکا خو ورته سم معاش حواله کړی و دا معاش به په پېښور کې ضیأمسعود تر لاسه کاوه کله چې امریکا وپوهېده او دمسعود پوره مینه له روسانو سره ورته ثابته شوه نو یې دمعاش اندازه پرې کمه کړه .
خبره ورو ورو په بل ډول شوه هغه داچې له سړې جګړې څخه وروسته امریکا غوښتل ژر تر ژره سیمه تر خپلې سینې لاندي کړي خو روسانو دا نه شوای زغملای روسانو خو نور کوم فزیکي حضور په سیمه کې نه درلـود، شوروي اتحاد ټوټه ټوټه شوی وکرملین سخت وارخطاوخو په ایران او ګوډاګي مسعودیې پوره باور درلودچې د امریکایانوپه وړاندې به ودریږي دا خبره امریکایانو ته په هغه وخت کې ښه پوره ثابته شوه کله چې مسعود د ملګرو ملتونودسولې پلان دکارملایانوپه مرسته سبوتاژ اودنجیب حکومت یې ونړاوه ځکه خوامریکادطالب پروژه تر لاس لاندې ونیوه تر څو دمسعود غوږونه پرې تاو کړي .
لکه چې ومولیدل بیا امریکایانو تر یو معین وخت او پولې پورې طالبان په غیرمستقیم ډول حمایه کول خوبیا وروسته یې دطالب دزوال لپاره دسپتمبر ۱۱ یوولسمه نېټه په نظر کې ونیوه، اسامه یې ورته پلمه او د طالب واک یې ختم کړ.
دمسعود د له مینڅه وړلو لپاره یې د پنجشېریانو په مینځ کې کار وکړ او دهغه دنابودي لړۍ یې پیل کړه .
مسعود ته نږدې قوماندانانو دامتیازاتو په بدل کې څو ځلې هڅه وکړه چې دادبوی مرۍ ورکه کړي خو مسعود دومره ځیرک و چې د شپې به په یوځای کې نه پاته کېده لکه جوګي دوه ساعته به په یوه سیمه کې ویده و او دوه ساعته به بیا په بله سیمه کې ترڅوچې خپل خلګ یې مړنه کړي .
مسعودته د خپلو قوماندانانو لخوا څخه زهر هم ورکړل شول خو هغه ځان فرانسې ته ورساوه او بچ شو لنډه دا چې مسعود د ۷۲ دوه اویا میلیونو ډالرو په مقابل کې خپلو پنجشېریانوهوا ته وتوغاوه او له شره یې ډېر خلګ خلاص خو په بدل کې یې نور داړونکي وحشیان زموږ په ولس را نازل شول .
دا نن چې پنجشېریان یو ځل بیا دملا د خوسکي په ډول نازول کیږي ، ولسوالي یې په نامشروع ډول په ولایت بدله او ټول بیسوادان یې په لوړو دولتي چوکیو ناست، په ټول افغان ملت استبداد کوي، د چوراوچپاول بازار یې هم ګرم ساتلی علت یې دادی چې په سیمه کې یې دامریکا دسترګو خار(شیر پنجشېر بزکابل) له مینځه وړی دی .
داچې نن یې په القاعده ورتاوانوي دا خوچندان جالبه خبره ځکه نه ده چې د القاعده حساب اوس ټولوته مالوم دی چې دا دچا ملېشه ده .
له پورتنۍ لیکنې څخه داپه لاس راځي چې دسپتمبر نهمه او یوولسمه په خپلو کې یومنطقي تړاوسره لري چې د وخت په تېرېدو سره به ټولو ته بربنډاوښکېلاکګربه بیاددومره غټو دروغو، روانو او راتلوونکو ناخوالو جبران
ته مجبور کړل شي .