دروغتون مخي ته ګڼ خلک راټول دي
څوک دمخامخ دېوال سیوري ته ناست دي
څوک دټکندي غرمې لمرته ولاړدي
څوک دسمال سترګوته نیسي ورو-ورو ژاړي
څوک له ډیره غمه سردي په بغارو…
دا روغتون دیونارامه ښار روغتون دﺉ.
ددې خلکودلته وروڼه اولادونه
یاپلرونه ، میندي ، خویندي اوورینداري
داکا، مامازامن یاخپل خپلوان اویاتربرونه
دبریدونوقربان سوي ، دبمونوقربان سوي
په ځانمرګوکي الوتي ، دچاودنوقربان سوي
یاله غمه د دردونودرنځونوقربان سوي..
دروغتون مخي ته ټول خلک زهیردي
څوک په مړه ، څوک په زخمي دوست پسي ژاړي
اجیاڼۍ کمبخته سرشکوي بې حاله
دشهیدزوی جنازه په بېړه غواړي
دادﺉ! ږغ دامبولانس سوشهیدراغی
خودتنه یې لاځي دوینوداري
اجیاڼۍ خوارکۍ ژوند دلاسه ورکړ
دزړه غوښي چي یې ځي زړه ته دخاوري..
په چغاروباندې سرماشومان راغلل
پروني ځانمرګي پلار ور زخمي کړﺉ
اوس یې دلته په روغتون کي ساه ختلې…
دځانمرګي دیوکم پنځوسونورو
قربانیانوپرکتاربل اضافه سو..
دروغتون مخي ته بل امبولانس راغی
ماین وهلی ځوان په وینورنګ کې پروت دﺉ
بل دمخ په سیټ کې ناست دﺉ په پټو ېې لاس تړلی
وایي : ګوته طالبانوپه برچه ځني پرې کړې
هغه ګوته چې درایې ورکولوپه رنګ رنګ وه ..
دروغتون کارګرراغی :
خلکولیري سی له مخې
وړمه ورځ موپه یاد نه ده؟
چې موټرڅوکسه مړه کړل ؟
څویې ولړل په وینو،
تیلیفون یی شرنګی وکړ…..بلې !
څوتابوته کم دي ؟
یو درې نوروراضافه کړﺉ
کولرا والاهم مړه سول
چې ټول یوځای ورتابوت کړو…
بیادرزا ترغوږوکیږي
بیابه چیری ړندې ګرځي
بیابه چیری بمبارۍ وي ؟
هله بیا به څومره مړه سي
الله بیا به څوټپیان سي ؟
بیا به څومره ویني توﺉ سي
بیا به څومره اوښکې توﺉ سي ؟
زموږډوډۍ لنده په اوښکو
زموږډوډۍ په وینوسره ده
اوس له موږدوینوبوﺉ ځي
موږدمرګ دښاروګړو
ناشوکري دسولې کړې
بس په هغه موږته خدای په قهرسوﺉ
کابل1388/ 06/09