کور / خبرتیا او پيغامونه / کابل کې د تیرې شپې دتوغندیو قربانیانو ته دخواخوږۍ پیغام!

کابل کې د تیرې شپې دتوغندیو قربانیانو ته دخواخوږۍ پیغام!

دافغانستان اسلامي جمهوریت دسییمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره


دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر


په کابل کې د تیرې شپې دتوغندیو قربانیانو ته دمیدان وردګ ولایت والي دخواخوږۍ پیغام!


په ډيره خواشینۍ سره مو په کابل کې د تیرې شپې د ړندو توغندیو د توغولو له امله د د دریو تنو دشهادت او دوه تنو دټپي کیدو خبر ترلاسه کړه انا لله و انا اله راجعیون .


دهېواد دسولې او ثبات دښمنانو په خپل دغه کرغیړن عمل سره یوځل بیا وښودله چې دوۍ هیڅ اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي ، بلکې دوۍ دغه خوار ملت د وژلو او لمنځه وړلو په موخه مټې رانغاړلي دي، دسولې دښمنانو دخپلو شومو موخو په خاطر د روژې په مبارکه میاشت کې په خپلو ړندو او بې مانا قضاوتونو په موخه دکابل ښار په عام ولس باندې په توره شپه توغندي وتوغول چې له امله دمیدان وردګ ولایت دیو اوسیدونکي په کور کې ولګیده چې له امله یې دکورمالک،میرمن او کوچنیۍ لور په داسې حال کې چې په خواږه خوب ویده وو په شهادت ورسول، او دوه تنه نور ټپیان شول، موږ دغه کرغیړن او ناوړه عمل په کلکه غندو، ټپیا نو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو او شهیدانو ته دفردوس جنت په موخه د لوی خدای ج په دربار کې لاسونه لپه کوو، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته دجمیل صبر غوښتنه کوو.


ومن الله التوفیق محمد حلیم فدایي دمیدان وردګ ولایت والي