کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملت او ملي یووالی (۲)

ملت او ملي یووالی (۲)

په افغانستان کې دټولو مېشتو قومونو اولسي وګړوکلونه کلونه اوپېړۍ پېړۍ په ملي یووالي او په ګډه روحیه ژوند کړی دی خو له بده مرغه چې ددولتي واک په ګدۍ ناستو واکمنانو دخپلو نارواځان غوښتنو ( ایګوئیسم) ته د دوام په خاطر ملي یووالی په ملي بېلتون بدل کړی دی.

که څه هم زما دغه لیکنه ښائي د ځینوکسانو له اند او انګېرنې سره سمون ونلري اویا د هغه اپتيمیسم پر بنسټ چې دځینو سیاسي اړېکو له امله یې له ځینو پښتون دښمنه واکمنانو سره لري ښائي زما دغه لیکنه یې په طبیعت بده ولګېږي ؛ دادومره داندېښنې وړ نه ده داځکه چې مونږ باید واقعیتونه ولیکواو دغه نړیوال نیاو ( عدالت ) ته باید غاړه کېږدوهغه دپښتوپه دې متل کې ( رښتیا ویل ترخه دي خو ګټه یې خوږه ده) ترڅو له تېرو ناورینونوچې دمظلوم پښتون پر سر تېرشوي او اوس هم لادغه د ناروا ظلمونولړۍ روانه ده له دې ټولو عبرت واخلواو په خپلمنځي اتفاق دنوروظلونو،ځورونو اوکړاوونو مخنیوی وکړو.

اوس غواړم هغه فکټورونه چې دملي یووالي دټینګښت بنستیز لاملونه دي هریو په افغانستان کې دمېشتو قومونوله سیاسي ،اقتصادي ،ټولنیز،دودیزاو واکمنیز ژوند سره په عملي توګه پرتله کړم.

۱) ټول قومونه باید ملي ګټو ته یوشان ژمن وي : له بده مرغه چې داسې نه ده یوازې پښتآنه دي چې دهیواد ملي ګټو ته ژمن وو ژمن دي او تل ترتله به ژمن وي ځکه چې دایې ټاټوبی دی او ددې ټاټوبي اصلي وارثان دي ، که څه هم دنورو قومونو ولسونه دغه ملي موخې ( هدف) ته لېوال دي خو بې وطنه مشرانویې مخه نیولې ده ، که څوک یې نه مني نو تاریخ دې ولولي .

۲)دهربهرني یرغل په وړاندې ټول قومونه تریوه ملي بیرغ لاندې دهیوادله مځکنۍ بشپړتیا څخه دساتنې په ګډ سنګرکې ودرېږي اوکله چې یوقوم تربهرني یرغل لاندې راشي باید داسې وانګېرل شي چې په ټولو قومونو تېری شوی دی.
په ډېر افسوس چې عملاً داسې نه دی همدا ( اته کاله ) کېږي چې د ترهګري تر دروغجن شعار لاندې زمونږ په سپېڅلې خاوره تېری شوی دی .دا ( اته کاله ) کېږي چې د ( ۴۶ یرغلګروهیوادونو) + د افغانستان لاسپوڅی او مزدور دولت + د روس د کې جې بې په لاس جوړه شوې دپنجشېرافغان دښمنه د نظارشورا + دایران دجاسوسي سازمان په لاس جوړشوي د وحدت هزاره ګي ګوندونه + دنجیب الله په لاس جوړه شوې د دوستم پښتون دښمنه اُزبکۍملېشه + دسعودي دوهابي استخباراتوپه لاس جوړشوی دسیاف اتحاد اسلامي + دشیخ آصف محسني حرکت اسلامي + د ګیلانیانو محاذ اسلامي ملي + داستخاره چي مجددي جبههُ نجات اسلامي ملي + دبرهان الدین جمعیت اسلامي + چاپانداز حامد کرزی دوی ټول په ګډه دپښتنو دتباهۍ او نابودي ستراتېژي جوړوي دمځکې اوهوا له لارې شپه او ورځ پښتانه وژني .
دا د رڼو سترګو حقیقت دی اوس هم چې پښتانه لیکوالان اوسیاسیون ځانونه غولوي اودپښتنوپرضد دغه ناجايز یرغلګرتړون ته لاهم په مړوسترګو ګوري ،د بېکفایته ، دپښتون دتاریخ معامله ګر اوهیواد پلورونکي ټوپۍ والا ته هیله کوي او وائي چې « پام کوه !! داخبرې مه کوه !! چې ملي وحدت به خراب شي !! .

زه پوښتنه کوم چې کوم ملي یووالی ؟ داچې پر دوی ټولود ډالرو امبارونه اوري ، خو په پښتون ئې راکټونه او بمونه اوري ؟؟ آیا دا ډول ملي وحدت یاده وئ ؟؟ .

۳) ګډ دولت او ګډ قانون ولري ( عملاً دا دولت د نورودچړچو دولت دی اودپښتنود ورک کېدو دولت دی، دپښتنو د قاتلانو دولت دی په همدې ډول قانون یې هم دپښتنو دبربادۍ او دنورو دابادۍ لپاره دی ) .

۴) ګډې تاریخي ورځې او ګډ ویاړونه ولري ( داهم دلمر غوندې روښانه ده په دې مفهوم چې دپښتنو تاریخي ورځې لکه دخپلواکي ورځ، دنجات ورځ،دمیرویس نیکه دخپلواکې واکمني ورځ ، داحمدشاه بابا دبریاوو يا فتوحاتو ورځې ،دخوشحال بابا دتورې اوقلم دکارنامونېټې ،دسیدجمال الدین افغان دازادۍ دغورځنګونو ویاړمنې ورځې چې نیمه اسیادده دانقلابي پاڅونونو مدیون دي ، د وزېر محمداکبر خان دپاڅون اودغزاوو ورځې ،دامیر امان الله خان دخبلواکي ورځ او داسې نورې تاریخي ورځې دي.

خو دپښتنو ددښمنانو تاریخي ورځې لکه :
لومړۍ سقاوي چې سقاوي غلو دمجددیانو په استخارو او غوړه مالیو دا هیواد دوه پېړۍ شاته وغورځاوه ، دوهمه سقاوي چې دبرهان الدین دچور اوتالان دوران دی اودپښتون دټاټوبي ټولې شتمنۍ یې په پاکستان، ایران، تاجکستان او په روس خرڅې کړې .
بله تاریخي ورځ یې دتاجکستان کولاب ته دتېښتې ورځ ده.
بله تاریخي ورځ یې دجهادیانواسلامي پلاوي په مشرتابه دافغانستان د ۱۴کلنې جګړې ( ۵۰۰ ملیارده ډالره)
تاوان یې روسانو ته فقط د ( پنځه سوه روبله ) په مقابل کې ور پرېښود.

بله تاریخي ورځ یې هغه ده چې دتاجکستان له کولاب څخه یې دافغانستان دبمبارۍ لپاره امریکائي تېری کونکوته دبې بې سي راډیو له لارې برهان الدین، عبدالله او قسیم فهیم داسې ترانه ویله :
« خوش آمدید !! خوش آمدید!! به افغانستان خوش آمدید !! اوحامد کرزی هم په دغه خوش آمدید کې ورسره شریک ؤ .
بله تاریخي ورځ یې داده چې دبې بې سي راډیو له لارې دپښتون مېشتو ولایتونو او سیمو کوردینات یې د
بمبارد الوتکو ته ورکول .B-52دامریکا
ډېره ازښتناکه ورځ یې دملي خائين احمدشاه نامسعود دغلاوو،لوټماریو او دټوټې ټوتې کېدو ورځ ده چې د پښتنوقاتل ، ژړندوکی( حامد کرزی) هم دده په ګور له چشمک وهلو سره یوځای ژاړي .

بله تاریخي ورځ یې هغه ده چې د دوبۍ په هوائی ډګر کې یونس قانوني اوضیامسعود دهیواد دملي شتمنۍ په غلاونیول شول او کرزي راخلاص کړل ، پښتانه څومره ښه وايي « غل خو دی غل ، خو دغله خلاصونکی دغلو سردار دی » .
په همدې ډول دپښتنو ویاړونه لکه هیوادساتنه ( هیوادپال ) پتمن ، میلمه پال ،دهر تېري کونکي غلیم
را پرځول،غیرت ،مېړانه ،سړیتوب ، پور ، ننواتې ، سېب، سیمه او داسې نور .

دپښتنو د دښمنانو ویاړونه لکه وطنفروشی ، دزدی ، فساداخلاقی، بېننگی ، قمار بازی ، بودنه بازی وغیره .

۵) ګډ اقتصاد اوګډې ملي شتمنۍ : دپښتنو اقتصاد حلال شیان دي اوملي اړخ لري ، دپښتون دښمنو اقتصاد په جاسوسي ، وطنفروشي ،دزدي ، خیانت ، رشوت او په بد اخلاقي متکي دی .
پښتانه ملي شتمنۍ دخپل سر په بیه ساتي دپښتنو دښمنان ملي شتمنۍ غلاکوي اوخرڅوي لکه احمدشاه نامسعود چې زمونږ له پنجشېره یې زمرُد غلاکړل او تراوسه هغه زمرد په پولېنډ کې ددغه وطنفروش په زمرُدي فابریکه کې جوړېږي دې ته ورته داسې ډېرې بېوجدانۍ د دوی په خټه شته .

۶) ګډ ملي سیاست او ګډ ملي هویت ولري :د ۴۶ یرغلګروهیوادونو+ پارلمان + کرزی + اسلامي جهادي تنظیمونه + جاسوسي سازمانونه + ګاونډیان ددوی ټولو له لاسه پښتانه له سیاسته بې برخې دي خو دخپل ملي هویت دساتنې په خاطر له ټولې نړۍ سره جنګېږي .دانور دکرزي د بانډ قومیان ملي هویت نلري ځنې یې
« خراسانیان » ځنې یې « غلام بچه های ایرانی» ځنې یې « تاجکستانی » ځنې یې « چوپانزاده های اُزبکستانی » اوترکمنستانی دي .

۷) دسیاسي اومسلکي معیارونوپربنسټ کار اهل دکارته سپارل شوی وي : هو داهم لکه دمځکې اواسمان ترمنځ لوی توپير غوندې واټن دی دبېلګې په توګه دپښتنو ډاکټران،انجینران ،متخصصان اودلوړو ملکي اوپوځي زده کړو خاوندان د کرزي او دهغه ضد ملي بانډ له لاسه په کورونو ناست دي او یا مزدوران دي خو د کرزي په ضدملي بانډ کې ښکېل کسان لکه خرکار د وزیرپه څوکۍ ، دابوحنیفه مدرسې چړي مارشال ،ترکاڼ د ډاکټر په ځای ، موچي دپیلوټ په بست کې ، پښ د سیاستمدار پرځای ګمارل شوي دي او داسې نور . .

همدارنګه حامدکرزي دغوړه مالي په دود داسترالیا له لومړي وزیرڅخه دبامیانو دزده کونکولپاره د ډاکټري او انجینري دچانسونوغوښتنه کوي ؛خو دکندهاریانو،هلمندیانو،اُرزګانیانو،زابلیانو او نوروپښتنو دنسلوژنې لپاره د احمدشاه مسعود د یار ( عبدالله عبدالله ) په څېر غټ غټ ،درانه درانه بمونه راغواړي .

نوربیا