څه موده وړاندی مې د افغانستان په ملې تلویزون کې یوه ښوونیزه او تفریحې خپرونه ولیده چې په ترڅ کې یې د پروګرام ګډونوالو څخه غوښتل کیدل چې سوله تعریف کړی او ګټې یې بیان کړي. که څه هم د غونډی ګډونوالو په پوره لیوالتیا سره دې پوښتنې ته ځواب ورکاوو او داسې بریښیدل چې دوي په خپلو زړونو کې د سولې په معنې او ګټو اګاه وو، ولې ډیرو وګړو ونه شو کولاي چې سوله او دهغې ګټې په بشپړه توګه بیان کړی. نو له همدې کبله غواړم چې په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړم تر څو ګران هیوادوال او په ځانګړی توګه ځوانان تري د اړتیا په صورت کې ګټه پورته کړي.
سوله نه یوازی د جنګ نشتوالې ته وایې بلکه سوله په حقیقت کې د یوي ټولنې د وګړو تر منځ د توازن او تفاهم داسې یو حالت ته ویل کیږی چې د وګړو ترمنځ احترام او درناوي د دوي ترمنځ د توپیرونو په منلو او یو بل ته په قناعت ورکولو رامنځته کیږی. د یو او بل په وړاندې زغم شتون لري، شخړي د خبرو اترو له لاری حل کیږی، د وګړو ټول حقونه خوندې وي، غوښتنې یې اوریدل کیږی او ستونزي یې دقانون په رڼا کې بې له تاوتریخوالې، ټولنیزی ګډودۍ او ناارامۍ څخه اواریږې. په دې توګه ټول وګړي د عزت څښتنان وي او د هیواد د اتباعو په توګه هر وګړی د کور شریک او ریښتونې څښتن ګڼل کیږی. سوله د هری ټولنې د مادې او مانوي پرمختګ لامل ګرځې او د ملت جوړونې په پروسه کې مرسته کوي.
دغه راز د نړۍ د هیوادونو په کچه، سوله د دوي تر منځ داسې همکارۍ ته ویل کیږې چې په ازادۍ، خپلواکۍ، ملي حاکمیت، مساوات، بشري حقونو ته په درناوۍ او د امکاناتو په شفاف او مناسب ویش ولاړه وي.
باید په یاد ولرو چې په یوه ټولنه کې د سولې د رامنځته کیدو لپاره، تر ټولو لومړی هغه حل لاري وموندل شې کومې چې د ولسونو تر منځ اختلافات بې له فزیکې ټکر او تاو تریخوالې څخه حل کړاي شئ، او د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره باید هر څه د مخه هغه عوامل و څیړل شې کوم چی جنګ رامنځته کوي. دغه راز د سولې د ټینګښت او ملت جوړونې لپاره باید دا ډول هلې ځلې ژوندۍ وساتل شې، دا ځکه چې سوله یوه ژوندۍ پروسه ده نه یو د پای ټکې. د یادونې وړ ده چې د سولې د سفیرانو (د سولې راوستونکو) هدف دا وي چې هغه موثري لاري پیدا کړي کومې چې معضلې او شخړي بې له جنګونو او جګړو څخه حل کولاي شې، نه دا چې د ولسونواو ملتونو تر منځ اور ته لمن ووهې.
د نړیوالو تجربو او پیښو له مخې ټولنیزه بې عدالتې، اقتصادی نا مساوات، قومې او ژبنې تعصبات، سیاسې او مذهبې اختلافات په یوه ټولنه کې د سولې د ګډوډولو او ملت ویشلو لامل ګرځې. دغه راز په افغانستان کې د اوږدو جګړو او بې امنیو لامل دا لاندې څرګند عوامل ګڼل کیږې.
۱. قومې، ژبنې او سیمه ییز تعصبات
۲. ټولنیزه بې عدالتې
۳. اقتصادې نا مساوات
۴. سیاسې اختلافات
۵. اداری فساد
۶. د بهرنیو لاسوهنې
په افغانستان کې د روان ناورین د پای ته رسولو او د یوه ملت د جوړولو لپاره غواړم چې دا لاندې وړاندیزونه د حل لاری په توګه ګرانو هیوادوالو او په ځانګړې توګه د افغانستان حکومت ته وړاندی کړم:
۱. ټول افغانان باید د اسلام په مبین دین سره راټول او یو موټې شې
۲. دا چې مونږ افغانان د ځمکې د کرې پر مخ په یوه جغرافیایې سیمه کې ژوند کوو، یو مشترک کلتور لرو او د یو بل سره ښیښۍ او خپلولۍ لرو، نو ښه به دا وي چی یو بل سره ومنو او هر هیوادوال په خپل ټاټوبې (افغانستان) کې شریک وګڼو.
۳. تل یو قوې سیاسې حکومت ولرو چې په هغه کې د هیواد ټول وګړې اومشروع سیاسې ګوندونه د ښایسته سالارۍ پربنسټ ونډه ولري.
۴. ملکې او نظامې اداري مو باید په علمې کدرونو سمبالی وي او ځوانان مو په کار وګمارل شې
۵. په خپل ملي هویت باید و ویاړو او د ژوندې ساتلولپاره یې کار وکړو
۶. هر افغان باید د هیواد په ټولو چارو کې ځان مسوول وګڼې، خپل خدای (ج) ته صادقه او خپلو خلکو ته مخلصه اوسې او تل ورسره د عدل او انصاف نه ډک چال چلند وکړي
۷. د وطن سره باید مینه وکړو، ملي ګټې تر شخصې ګټو غوره وګڼو او د دښمن د یرغل په وخت د هیواد څخه په کلکه دفاع وکړو. د داخلې ستونزو په وخت کې صبر او حوصله وکړو او په هیڅ صورت وطن پرینږدو، تل د خپلو خلکو ترڅنګ و اوسیږو او دا باور ولرو چې په دې خاوره کې پیدا او همدلته باید مړه شو.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.