تقریباً دوه کاله وړاندی می په یوه پښتو ویبپاڼه کی (له وردګو نه هیلمند مه جوړوی) تر عنوان لاندی یوه لیکنه لوستی وه چی په خورا آسانه او روښانه ټکیو یی د کابل په خوله کی د پراته دغه ولایت او د هغی د اوسیدونکیو ستونزی په ګوته کړی وی او هڅه یی کړی وه د چارواکیو د بی کفایتیو، بی غوریو او درغلیو په نتیجه کی د بلیدونکی او خوریدونکی اور له تاو او لوخړو او له راتلونکیو جنجالونو اوچیلنجونو لوستونکی خبر کړی.
دا دی اوس هغه اور لمبی شروع کړی دی چی په ټس کی یی د سیمی خوار ولس سوزیږی او که حالات همدغسی وو لیری نه ده چی په څنګ کی د پراته کابل د واکمنو لمن او چپن به هم اور تری واخلی.
خبره دا ده چی د وردګو له اتو نه شپږ ولسوالی لکه جغتو، جلګه، چک، نرخ، جلریز او سیدآباد عملاً د دولت له ولکی وتلی دی، یوازی د څو پوستو په بڼه دولتی پولیس یا پوڅ د دغو ولسوالیو په مرکزونو کی کلابند دی. ولس د طالبانو په نامه د ځینو غلو، شوکمارو او ترهګرو د بیلابیلو ډلو په لاسونو کی یرغمل دی، چی د رحمان بابا خبره:
دین یی دام وی د دنیا په لار کی ایښی
پری را اړوی وحشیان د مخلوقات
د حیرانی خبره خو دا ده چی نه کورنیو او نه هم بهرنیو رسنیو د دغه سیمی حالاتو او د ولس کړاوونو ته چندان پاملرنه کړی او د ولایت چارواکی خو پریږده چی خپله درنه او د بل سپکه په مثال رسنیو او کابل ته پیښی داسی منعکسوی چی ګواکی سیمه ګل و ګلزار، د حکومت کنټرول قایم او ولس هم هوسا او بسیا دی. یوازی د کابل – غزنی پر لویه لار د امنیتی پوستو شتون د دولت حاکمیت نه څرګندوی. په عملی توګه دلته مخالفین واکمن دی او چی څه ډول غواړی هغسی یی ډنګوی. د یوه عادلانه نظام او حکومت تشه طالبانو ډکه کړی او خلک هم مجبور دی د خپلو ستونزو، دعوو او حقوقی معاملو لپاره دوی ته مخ واړوی. په سیمه کی د نجونو حتا لومړنی ښوونځی هم ګرد سره بند دی او د هلکانو د ښوونځیو په حاضریو- رخصتیو او نورو اداری چارو کی هم دوی ګوتی وهی چی له لامله یی د ښوونی او روزنی معیار ډیر راپریوتی دی. د چک سرک د پخولو چاری په ټپ ولاړی دی. د ځارنی او ارزونی د یوه رڼه سیسټم د نشتوالی له کبله د کلینیکونو او روغتیایی موسسو کارونه په ډیره ټیټه کچه او مړژواندی توګه روان دی.
په دی به سر نه خوږوو چی په دغو ولسوالیو کی په رښتیا ټاکنی تر سره شوی او که نه او د رایو ډک صندوقونه چا، د چا په ګټه را ټول کړی دی. ولس د سر په سترګو وینی چی څه خیل د دواړو لوریو له خوا د دوی پر حق او برخلیک لوبی کیږی او دا دی د حکومت له خوا هم په لوی لاس ولسواکی، ټاکنی او د رایی ارزښت نور هم ریشخند کړای شو.
یو دولت چی د دومره پراخ نړیوال ملاتړ او مالی منابعو سره سره نه شی کولای د پایتخت په څنګ کی د خپلو اتباعو د ژوند، شتمنی او نورو بنیادی حقونو ساتنه وکړی، څرنګه د مشروعیت دعوه کولای شی ؟
حکومت د ایتلافی قواوو په ملاتړ په سیدآباد او جغتو کی له خورو ورو پوځی عملیاتو وروسته چی څه خاصه نتیجه یی هم چا ته ښکاره نه شوه، دا دی اوس یی په چک کی هم پوڅی عملیات پیل کړی چی وخت ناوخته د بیوزله بزګرانو او ولسی وګړیو لپاره سیمه په سره تبی اړوی، چی تر اوسه په لسګونو ښځی، ماشومان او بی ګناه کروندګر پکی مړه او ژوبل شوی دی. هلته د مڼو باغونو ته چی اوس د پخیدا په حال کی دی سخت تاوانونه اوښتی او د بزګرانو د درست کال خواری یی له خاورو سره خاوری کړی ده. د یادونی وړ ده چی په وردګو کی څوک کوکنار نه کری او اکثریت کروندګرو پر خپلو ځمکو باغونه جوړ کړی دی.
نو له یوی هر اړخیزی او سمی سټراټیجی پرته دغه ډول پوځی عملیات چی بی ګناه ولسی خلکو ته پکی ځانی او مالی زیانونه اوړی، نه یوازی د حکومت او ملت تر منځ واټن او نفرت زیاتوی بلکی د مخالیفینو د لیکو د لا پیاوړتیا سبب هم کیږی. دا به رښتیا وی چی مخالیفین له کلیو او باغونو ډزی کوی او له بی ګناه کلیوالو د انسانی سپر په توګه کار اخلی خو د ا د افغان حکومت- ایتلافی قواوو او هم مخالیفینو مسوولیت دی چی د ولس د سر او مال ساتنه وکړی او د یوی سپږی لپاره ټول پوستین په اور وانه -ړوئ.
د اسلام مبارک دین او ټولو مدنی او نړیوالو قوانینو د ولسی خلکو د سر او مال په حفاظت زور راوړی.