د روان کال د زمری په ۲۹ مه نیټه په ګران هیواد افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتې شوری ګانو ټول ټاکنې ترسره شوي. که څه هم د ټاکنو د ورځې په پاې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې ځانګړې استازي، اروپایې اتحادې، په کابل کې د امریکا سفارت او د افغانستان حکومت اعلان وکړ چی ټول ټاکنې په بریالۍ توګه تر سره شوی، ولې د خبری رسنیو په حواله او د سترګو لیدلې حال دا جوته وي چې دا ټول ټاکنې د تیر ځل په شان بریالۍ نه وي او په ټاکنو کې د خلکو ونډه ستره نه وه. دا ځکه چې د یوي خوا زیات شمیر وګړو په حکومت باندی د بې باورۍ له امله نه غوښتل چې رایه ورکړی او د بلې خوا د ټاکنو د نیټې څخه څو ورځې وړاندی د حکومت مخالفینو د ملکې خلکو تر منځ ډیر زیات ډار او وهم اچولې وو او خلکو ته یې ویلې وو چې د رایو ورکولو څخه دې ډه ډه وکړې که نه نو د تروریستې حملو قربانې به شې، دا په داسې حال کې وه چې د هیواد په جنوب، جنوب ختیځ او یو شمیر شمال ختیځو سیمو کې لا د پخوا څخه جنګ او نا امنیو دوام درلود او هلته د ټاکنو د ترسره کولو لپاره شرایط نه وو برابر.
ولې د پورتنیو ستونزو سره سره زمونږ زړور ولس په دغه ورځ د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د رایو ورکولو په موخه د رایوصندوقونو په لور ولاړل او خپلې رایې یې د خپلې خوښې نوماندانو ته ورکړي. دغه راز په دې ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې امنیتې پیښو دا وښودله چې دا ټاکنې زمونږ ولس ته د وینو په قیمت تمامې شوي. او د بلې خوا په ټاکنو کې د مختلفو نوماندانو له خوا ډول ډول درغلیو او د وګړو لږې ونډې د عامو خلکو ترمنځ اندیښنې رامنځته کړې او وایې چې د امکان څخه لری نه ده چې ټاکنې دې دویم پړاو ته ووځې.
دا چې په هیواد کې روانې امنیتې ستونزي او د دویم ځلې ټاکنو لګښت زمونږ د هیواد سیاسې ټیکاو او ملي ګټو لپاره زیانمن تمامیږې، نو ګڼ شمیر هیوادوال چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی وو او که نه د ټاکنو ورستیو پایلو ته په تلوار سره سترګې په لاره دي او وایې چې ټاکنې باید په هیڅ صورت دویم پړاو ته وانه وړې. خو دوي په عینې حال کې د هیواد نوي ولسمشر او د هغه د حکومت څخه دا لاندې غوښتنې په کلکه سره لري:
۱. په هیواد کې دې د روانو ځان وژونکو حملو، هوایې بمباریو، او ځای ځای نظامې جګړو مخه په بیړه سره ونیسې. د مرورو افغانانو سره دې د سولې خبری او جرګې په عملې توګه پیل کړي او د جنګ پر ځاې دې ورته د هیواد په سیاسې جوړښت کې ځای ورکړی. دا ستونزي دې د ملت د ارادې سره سم د یوي بیړنۍ لویې جرګې په ترڅ کې اواري شې.
۲. په حکومتې ادارو او موسسو کې دې د اداری فساد مخنیوي وکړې او د دې کار د عملې کیدو لپاره دې یوه ځانګړې خپلواکه محکمه جوړه کړي.
۳. په حکومتې چارو کې مضر سازشونه او نامشروع مصلحتونه دې د تل لپاره بند شې او هر هغه مصلحت چې د ملت اراده په کې نه وي، د ملي ګټو ساتندوي نه شې ګڼل کیداې. د اړتیا په صورت کې دې د ملت څخه ټول پوښتنه وشې، او د ملت د ارادې سره سم د اساسې قانون په رڼا کې باید دا ډول فیصلې تر سره شې.
۴. ټولو افغانانو ته دې د هغوی د پوهې او استعداد په اندازه په حکومتې ادارو، موسسو، او په بهرنیو هیوادونو
کې د افغانستان په سیاسې نمایندګیو کې د کار کولو حق او اجازه ورکړي. او د یو وزارت ټول پوستونه او یا د هیواد څخه بهر سیاسې نمایندګۍ دې د یوي ځانګړی کورنۍ او یا قوم پوری نه محدودیږي، پریږده چې د دې کور نور غړې هم د دا ډول امتیازاتو څخه ګټه پورته کړي. د دې لپاره چې دې غوښتنې ته عملې بڼه ورکړو نو هری دولتې چوکۍ ته باید وړ اشخاص د ازموینې د لاری و ټاکل شې. نه غواړم چې دلته د ضوابطو او روابطو یادونه وکړم، ځکه چې دا اصطلاحات نور زاړه شوي دې.
۵. په افغانستان کې دې د میشتو بهرنیو ځواکونو د شتون او بیرته تګ موده وټاکل شې او د فعالیت څرانګوالې دې روښانه شې. بیړنۍ لویه جرګه د دې ستونزی په حل کې تر ټول کلیدی رول لوبولاﺉ شې.
۶. د ټول هیواد د متوازن پرمختګ لپاره دې یوه روښانه تګ لاره جوړه کړی، او د بې روزګاره ځوانانو لپاره دې د هیواد په دننه کې د کار کولو شرایط په سیستماتیکه توګه نه په چوټ اندازه توګه برابر کړي.
۷. د ښونځیو او پوهنتونونو کیفیت او ظرفیت دې لوړ شې، تر څو ځوانان مو بې زدکړې او بې کاره پاتې نه شې. د دې کار لپاره باید په ټول هیواد کې یو واحد تعلیمې اوتحصیلې نصاب جوړ شې، د درسې نظام کیفیت دې لوړ شې، د ښوونکو ظرفیت او کمیت دې لا پیاوړي شې او د پوهنتونونو ودانۍ دې پراخه شې ترڅو په لویه پیمانه زدکونکې په یو وخت کې جلب او جذب کړی.
۸. د مخدره موادو کر کیله او قاچاق دې بند شې او د هیواد بزګرانو ته دې د کرهنې او مالدارۍ متبادل امکانات برابر کړاﺉ شې. د زراعت میکانیزه کول، د اصلاح شوو تخمونو ویشل، د نوو قیمتې نباتاتو لکه زعفران رواجول، د حاصلاتو لپاره د بازار موندل او د مخدره موادو په استعمال، داخلې او خارجې راکړی ورکړی بندیز لږول په دې پروسه کې مرسته کولاﺉ شې.
۹. د هیواد د کانونو او معدنونو، ځمکو او دښتو، غرونو او ځنګلونو، سیندونو او بندونو او نورو ملي شتمنیو څخه باید ټول هیوادوال په داسې توګه برخمن شې چې د هیواد ملې اقتصاد ګړندۍ وده و مومې. د دې کار لپاره ضرور ده چې ټولو هیوادوالو ته د کار کولو او پانګه اچولو مساوي حق ورکړل شې او په سوداګریزو معاملو مالیه وضعه شې، او لاسته راغلې عواید باید په رڼه توګه د دولت په بودیجه کې جمع شې.
په پای کې باید ووایم که چیری د افغانستان نوي ولسمشر او د هغه حکومت په هیواد کې پورتنیو ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، نو په افغانستان کې به د ملي پاڅون لپاره شرایط لاپسې برابر شې او په پایله کې به افغانان دې ته اړ شې چې ملي پاڅون وکړي، تر څو په ټول هیواد کې مثبت بدلون رامنځته شې او دا فقیر ملت چې لوړ ملي غرور لري د ټولو ناخوالو څخه وژغوري.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.