کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د افغانستان د انتخاباتو په اړه روان بحثونه، امنیتي بیښې او د کندز بمبارۍ نن هم د کابل د ورځپاڼو مهم مطالب جوړوي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر ورکړې، چې د ناټو ځواکونه په کندز کې د وروستۍ بمبارۍ په اړه تحقیقات کوي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام ددغو خواکونو د عمومي قومندان جنرال مککریسټال په حواله لیکلي دي، چې دوی غواړي د شوی بمبارۍ تخنیکي اړخ وڅیړي او دا معلومه کړي، چې په پیښه کې څوک او په څومره شمیر کې کسان وژل شویدي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د ناټو روان سیاست د تیرو اتو کلونو د تیروتنو دوام بللې او پدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د پخواني استازي دا سپارښتنه راخستی، چې د ناټو ستراتیژي باید د لویدیځ د اړتیاو پر ځاې د افغانانو د اړتیاو له مخې جوړه شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په وروستیو خونړیو پیښو او د انتخاباتو د نتایجو په سر روانو لانجو ته په اشارې لیکلي دي، چې د سیاسي زعامت د ټاکلو په سر روانې لوبې د افغانانو له بې رحمانه وژنو سره تړاو لري.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه پورته شوې نعرې سورې د ځینو هغو کړیو ډرامه بللې، چې غواړي حالات د ځان په ګټه وڅرخوي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د انتخاباتو خپلواک کمسیون هڅولې، چې د چا تر فشار لاندې راتلو پرته دې پخپل ټاکلي وخت د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په کابل کې جوړیدونکې نړیوالې غونډې ته په اشارې لیکلي ديو چې د هیواد د لومړیتوبونو د ټاکلو واک باید د افغان حکومت وي نه د نړیوالې ټولنې.

دې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې وروستیو خونړیو پیښو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې غوښتې دي، چې د جنایتکارانو او وژونکو په وړاندې باید له زغم او رحم نه کار وانخستلې شي.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو فعالیتونه څیړلي دي او

ورخپاڼې د خپلې تبیصرې په دوام د امریکا د سفارت د ساتونکو وروستي غیر اخلاقي عمل ته اشاره کړې او د هغوې په وړاندې يې د امریکا د سفارت غبرګون مهم بللې دې.

دې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د انتخاباتو په بهیر کې د ځینو بهرنیو هیوادونو او کاندیدانو لاس وهنې ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې دې کار خلک مایوسه کړیدي.

ورخپاڼې پخپل ننني کارټون کې په کابل ښار کې امنیتي خنډونه انځور کړې او پکې دا ښودل شوې، چې قانون هم ددغو خنډونو له لری کولو څخه عاجز دې.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات حیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د ځان وژونکو حملو وروستیو پیښو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې پدې حملو کې ولې زیاتوالې راغلې.

خو اصلاح بیا په کندز کې په شوې بمبارۍ کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې د ناټو له عمومي قومندان نه غوښتې دي، چې په راتلونکې کې دداسې ړندو بمباریو مخنیوی باید وشي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې، چې د کندز د خونړۍ پیښې په اړه د دولتي پلاوي تحقیقات پیل شول.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي، چې خلکو ته د رسیدو لپاره باید د دا ډول پیښو مخنیوی وشي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملي امنیت د عمومي رئیس په حواله لیکلي دي، چې دوی د طالبانو پر ضد د جنګ لپاره انګیزی لري.