کور / تازه خبرونه / شكران:۱۲ تنه دمخدره موادو سيارپلورونكې مونيولي

شكران:۱۲ تنه دمخدره موادو سيارپلورونكې مونيولي

دکندهاردمخدره موادوپرضددمبارزې رياست وايې چې په ښارکې دننه يې دمخدره موادودپلورونکوپرضدعمليات ګړندي کړى اوتردې مهاله يې له لسوڅخه زيات هغه کسان نيولي چې په سياره توګه به يې نشي توکې پلورل .
دکندهاردمخدره موادوپرضددمبارزې ريس ګل محمدشکران وايې چې په کندهار ښارکې دموتادينودشمېردمخ پرزياتېدونکې حالت څخه زياتي اندېښنې راولاړي سوي اودمخ نيوي لپاره يې يوه ولايتي کمېټه جوړه سوې ده .
دښاغلي شکران په خبره چې دغه کمېټه دکندهار دوالي په مستقيمه لارښوونه باندې جوړه سوې چې پکې دکندهارامنيه قومندان ،دملي امنيت ريس،دمخدره موادوپردضددمبارزې مدريتونه اوځيني نورچارواکې غړيتوب لري .
دنوموړي په ويناچې په کندهارښارکې دموتادينوشمېرورځ تربلي دزياتېدوپه حال کې دي اوکه يې په وړاندې جدي مبارزه نسي نودغه ګراف به په سيستماتيک ډول باندې نورهم لوړسي .
دکندهاردمخدره موادوپرضددمبارزې ريس زياته وي چې تردامهاله يې ١٢ کسان نيولي چې دښارپه بيلابيلوبرخوکې به يې پرموتادينوپه سيارډول باندي نشيي توکې پلورل .
دنوموړي په ويناچې اوس هم د ښارپه بيلابيلوبرخوکې ددغې ستونزي دمخ نيوي په موخه موظف کسان په دنده ګمارل سوي او ديادو سويو سياروساقيانوپه تعقيب بوخت دي .
دمخدره موادوپرضد دمبارزې چارواکې پداسي حال کې دکندهارښارپه کچه دنشي توکودموتادينودشمېردزيات والي خبرورکوي چې پدې اړه لاله وړاندې په وار وار اندېښنې په ډاګه سوي .
دمخدره موادوپرضد دمبارزې مامورين زياته وي چې په کندهارکې زياتره وختونه لېدل کيږي چې په ميله ځايونو اويوشمېرزيارتونوکې په پراخه کچه نشي توکې کارول کيږي
په وينايې چې دچرسوکارول خودومره عام سوي چې زياتره موتادين يې په نشه کې نه شمېري .