راوږده ځنډ وروسته نن دکندهارموزيم پرانيستل سو.
دغه موزيم داطلاعاتواوکلتوررياست په ودانۍ کې جوړسوى چې مينه وال يې هرمال ترې ليدنه کولاى سي .
دموزيم دپرانيستي په مراسموکې دکندهاروالايتي چارواکواويوشمېرفرهنګيانوګډون کړى وو.
دکندهارملي موزيم ٧٠ کاله وړاندې دپښتوادبي انجمن له جوړېدوڅخه وروسته ددغه انجمن ديوې برخې په توګه تاسيس سوى خودچارواکوپه ويناچې دانقلاب په کلونوکې يې سخت زيان ليدلي او يوشمېرپاتي تاريخي اثاريې دکابل ملي موزيم ته دانقلاب په دوهم اودريموکلونوکې لېږدول سوي .
دکندهارداطلاعاتواوکلتورريس عبدالمجيدبابى وويل چې هغه مهال دکندهارپه ملي موزيم کې ترټولولرغونى توکى دوزيرمحمداکبرخان هغه کميس وو چې له انګريزي ښکېلاک ګر ميکناټن سره يې دلاس په لاس جګړې پرمهال په تن وو.
دکندهارداطلاعاتواوکتلورريس عبدالمجيدبابي وايې چې دامهال دکندهارپه ملي موزيم کې ١٣٨ بيلابيل تاريخي توکې راټول سوي چې پکې قلمي قرآني نسخې ، خټين اوفلزي توکې اويوه هم له ميلادڅخه مخکې کلونوپوري اړونده مجسمه شامله ده .
نوموړى زياته وي چې ددغواثاروپه راټولولوکې ورسره دګمرک رياست ،پوليسو، ولايتي چارواکو اويوه آنتيک پلورونکې مرسته کړېده .
ګڼ شمېرفرهنګي ګړى دکندهاردموزيم دپرانيستلوتودهرکلى کوي خو وړاندېزکوي چې دتاريخي اولرغونومدنيتونو
دپيژندنې په موخه دې دپوهنې په چوکاټ کې يوه مضمون ته ځاى ورکړل سي.
څيړنمل شيرشاه رشاد وويل چې موزيمونه دنړى دهرهيواد دتاريخي اوفرهنګي بډاينې مهمې برخي دي خوکه دمضمون په شکل باندې په ښوونځيوکې تدريس سي نو پرراتلونکونسلوبه يې مثبت اغېزکړى وي .
دکندهارداطلاعاتواوکلتور رياست چارواکې وايې چې موزيم به داونۍ په ټولوورځوکې دليدونکوپه پرمخ باندې پرانيستى وي.
دکندهارملي موزيم په داسي مهال کې پرانيستل کيږي چې دکورنيوجګړو اوله هغوڅخه په را وروستوکلونوکې تاريخي اثاروسخت زيان ليدلى .
دچارواکوپه ويناچې پدغه موده کې دهيوادګڼ شمېرتاريخي اثار ويجاړ ،بهرته قاچاق اوځيني يې اوس هم دګاونډيوهيوادونو دمخکنيوچارواکوپه کورونوکې ساتل کيږي .