((له زهرې سره ځينو امريكايانو مرسته وكړه))
لومړى درباندې بمونه اوروم او بيا وروسته له دې چې د سوالګرۍ كچې ته ورسېږې بيا خپل ډالر درباندې لوروم او دا اعلان كوم چې له يتيمې زهرې سره مو ځكه مرسته وكړه چې د استوګنې كور يې ور او كړكۍ نه لري، د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري، دا او نيا يې د سوال په پيسو ګزاره كوي او كومې جامې چې اغوندي هغه هم د خلكو خيرات دى او بس. خو دا نه اضافه كوي، چې زهره غريبه چې نن يې په معصومو سترګو كې اوښكې ډنډ ولاړې دي، نن زهره خپله مور او پلار نه لري چې ويې نازوي، نن زهره ورور نه لري چې په ډېره مينه له بازاره بسكټ او چاكلېټ ورته راوړي، بنګړي او غوږوالې ورته راوړي، نن زهره پرته له ۷۵ كلنې نيا څخه بل هېڅوك نه لري دا ټول د څه له امله؟
د زهرې مور، پلار، وروڼه، خويندې او خپلوان څه شول، چا يې ژوند ته د پاى ټكى كېښود؟ ولې يې ژوند ته د پاى ټكى كېښودل شو؟ په دې چې توپ او ټانګ يې نه درلود، په دې چې خپل بې وزله ژوند يې كاوه، په دې چې نن يې قوم ته نړيوال د القاعدې خطاب كوي؟ په دې چې د غم خوړلو څوك يې نه و؟ په دې اړه به د هغه چا ځواب څه وي چې ولې يې د معصومې زهرې خپل خپلوان په وينو ولمبول؟ ولې يې معصومه زهره د مور او پلار له نعمت څخه بې برخې كړه؟
دا چې نن د زهرې د اوسېدو كوټه ور او كړكۍ نه لري دا هم د همدوى د همدې ړندې بمبارۍ له امله دي. آيا نن به زهره په دې څو ډالرو ډېره خوښه شي او كه به په دې خوښه واى چې له خپل مور، پلار او كورنۍ سره يې په ډېره غريبۍ كې هم په ډېرې خوښۍ سره شپې ورځې سبا كولاى. خو زهره به هېڅ كله هم په دې څو روپو دومره خوښه نه شي څومره چې د خپلې مور او پلار په غېږ كې خوښه وه.
د همدې غمجنې زهرې د کورنۍ غړي هم په هغو نوي کسانو کې شامل وو، چې له نن څخه دوه کاله مخکې د هرات په شينډنډ كې د دوى پر کلي په شوې بمبارۍ کې ووژل شول.
زهره، چې له نن څخه دوه کاله مخکې د يوې خوشحالې کورنۍ غړې وه او تل به يې سترګې د مور او پلار او وروڼو او خويندو په ليدو خوږېدې، نن له خپلې پنځه اويا کلنې نيا سره يوازې ژوند کوي.
زهره له خپلې انا سره د خيرات په پيسو ژوند کوي او که څه اغوندي او يا يې خوري هغه هم د خلکو له خوا خيرات وي. كه چېرې موږ د زهرې د نن ژوند د دوه كاله په خوا سره پرتله كړو، نو څرګنده چې زهره دوه كاله مخكې ښوونځي ته تله او نازول كېدله خو اوس زهره ښوونځي ته نشي تلاى ځکه چې زهره دومره څوك نه لري، چې د هغې لګښت په غاړه واخلي.
د زهرې د كلي يو مشر حاجي ګل احمد خان د نوموړې په اړه داسې وايي:
((زهره په خورا بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي، د استوګنې خونه يې دروازې او کړکۍ نه لري، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هېلري کلېنټن ازادۍ راډيو سره په مرکه کې درې مياشتې وړاندې د هغې په ژوند اندېښنه وښوده او دا دي اوس د يوه افغان په نوښت د امريکا په شيکاګو ښار کې خلکو خواخوږي ورسره وښوده.))
نوموړي افغان زياته كړې، چې له زهرې سره به يې د مرستو لړۍ روانه وي. او د دې د ژوند د ښه كېدو لپاره به هر راز هڅې وكړي.
خو موږ يوازې زهره نه وينو چې د داسې پېښو له امله ځورېږي، نن ورځ په هېواد كې په سلګونو هلكان او نجونې د خپل مور او پلار له ژونده چې په دې نژدې اتو كالو كې يې له لاسه وركړي كړېږي. نن ورځ په سلګونو كندهاريان، هلمنديان، ارزګانيان، زابليان، فراهيان او همدارنګه د نورو سيمو اوسېدونكي د دې ډول ستونزو او پېښو قربانيان دي.
نن ورځ ټول قربانيان له امريكا او افغانستان ته له نورو راغلو هېوادونو څخه د څو ډالرو غوښتونكي نه دي، بلكې دوى د دې غوښتونكي دي چې، نور دې د دوى په كورونو باندې ړندې بمبارۍ نه كېږي، نور دې د دوى كورونه په راكټ لانچرو نه ويشتل كېږي، نور دې د دوى ميندې او پلرونه نه ورڅخه اخيستل كېږي، نور دې دوى داسې احساس وكړي چې دوى هم په كور كې نازولي ماشومان لري. دوى هم د همدې افغانانو په ډول ژوند او د ژوند اړتياوې لري.
نن ورځ افغان ماشومان د څو ډالرو غوښتونكي نه دي، زهره پوهېږي چې ټولې اړتياوې يې ستا د ړندو الوتكو د بمبار له امله دي، افغان ماشومان خپل ښوونځي ته په ډاډه زړه تلل غواړي، او غواړي چې په سوله او امن كې له خپل مور او پلار سره ژوند وكړي او د بهرنيانو ړندو بمباريو ته د پاى ټكى كېښودل شي.