کور / تازه خبرونه / كندهار : لګېدلي توغندۍ په ميليونونو افغانۍ مالي زيان واړاوه

كندهار : لګېدلي توغندۍ په ميليونونو افغانۍ مالي زيان واړاوه

بر ايې ماښام له نامعلوم لوري څخه پركندهارښارباندي دتوغول سوي توغندي په پرڅ كې په ميليونونوافغاني مالي زيان رامنځ ته سوي .
دغې پېښي له ځان سره هيڅ ډول ځاني زيان نه درلود.
دغه توغندى دشهيدانوچوك ته نږدې دكابل بانك له نمايندګى سره په خواكې دتختوپلورديوه شركت په ګدام كې لګېدلې .
پداسي حال كې چې تردې نږدې ۲۸ ساعته مخكې يوې خونړي موټربم له سلوڅخه زياتوكسانوته مرګ ژوبله واړول ، له دغې پېښي څخه وروسته يوځل بياكندهارښاريانويوه ناارامه شپه تيره كړل .
توغندى دقيقآ دشپې لس نيمي بجې لګېدلي خوداورلوګي دسهارتراووبجوپوري پرګدام ګرځيدل .
دسيمي داوسيدونكوپه خبره چې كه اوركابوسوى نه وايي نوشايدچې دسيمي ټول كورونه اوتجارتي مركزونه داورخوراك سوي وايي .
پدغه سيمه كې بريښنايې توكودپلورلوسترمركز،دكابل بانك سيمه ييزه نماينده ګي ،څوهوټلونه اورسټورانټوه اوځيني نوري تجارتي ادارې موقيعت لري چې دښارترټولوګڼ مېشته سيمه بلل كيږي .
دحنيفي په نامه ديادسوي شركت يوه مسول حاجې پاچاه وويل چې له پنځوس څخه ترشپېتوميليونوافغانيوپوري مالي زيان وراوښتى دى .
دكندهارداوروژنې دادارې يوه افسرچې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي وويل چې له پېښي څخه يې وروسته دلګېدلي اورپه خاموشه ولوباندې پيل وكړ.
په وينايې چې داور دشدت په وجه ايله دسهارخواته پدې وتوانېدل چې اور ووژني .