دكورنيوچارو وزيرپه كندهاركې ديوې خبري ناستې پرمهال ګواښنه وكړل چې ډيرژربه دهغې خونړى پېښي عاملين ونيسي چې په ترڅ كې يې سلوتنوولسي وګړوته مرګ ژوبله واښتل .
دكورنيوچار وزير نن ديوه پلاوي په مشرى كندهارته دبرايې ماښام دپېښي دپلټنوپه موخه راغلى وو.
دكورنيوچارووزيرحنيف اتمروويل چې دبرايې ماښام په پېښه كې ۴۰ تنه وژل سوي اوله ۶۰ څخه زيات كسان ټپيان سوي دي .
نوموړي زياته كړل چې ددغه بريدپه ترڅ كې په لس ګونودوكانونواوداستوګنې ګڼ كورنوته مالي زيان اوښتى دى .
دپېښي په سيمه كې داستوګنې ټولې ودانۍ ويجاړي سوي .
دسيمي زياتره اوسيدونكې غوشتنه لري چې دولت دي ددوى دكورنوپه په بيرته جوړېدوكې مرسته وكړي .
دكورنيوچاروزيرزياته كړل چې دماښامنى پېښي په غبرګون كې به دوى درې عمده كارونه ترسره كوي .
لمړى به په كوردننه اودباندي دټولوټپيانودرملنه كوي ،دوهم به ټول هغه كورونه بيرته ورغوي چې پدغه پېښه كې زيانمن سوي دي .
دكورنيوچارو وزيروويل چې په ۳ ورځوكې به دننه دپېښي دڅيړنووروستى پايلي په ډاګه كړي اودم ګړى نه غواړي چې پدې اړه معلومات خپاره كړي .
حنيف اتمرزياته كړل چې لمړنى معلومات ځكه رسنيوته نه وركوي چې ددوى دپلټنومخه نيسي .
دكورنيوچارو وزير كه څه هم له هراز معلوماتو وركولوڅخه ډډه كول خودومره يې وويل چې ډيرژربه دهر هغه چاڅېره څرګنده كړي چې په پېښه كې يې لاس درلود.
بلخوا دكندهارښارګڼ شمېراوسيدونكې نيوكه كوي چې ترټاكنو وروسته امنيتي مامورينوامنيت ته چندان پاملرنه نده كړې .
دكورنيوچارو وزير خبروركړچې په راتلونكې كې دورته پېښودمخ نيوي په موخه د۲۰۵ اتل قوال اوردو دقومندان په مشرى يوه كميسيون ته دنده سپارل سوې چې دكندهارښاراو والسواليولپاره ځانګړى امنيتي پلان جوړاوپلى كړي .
پاته دې نه وي چې دكورنيوچارو وزير ۲۵ ميليونه افغانۍ دولسمشركرزي په امرله زيان منوسويوكورنيو دلمړنۍ مرستې په توګه وكړې .
د پيښي وېډيو :
د پيښي انځورونه :