کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولي د برتانيې ولس له افغان جګړې ملاتړ نه كوي؟

ولي د برتانيې ولس له افغان جګړې ملاتړ نه كوي؟

د برتانيې ملت به ولې له افغان جګړې سره خپل ملاتړ نه كموي، دوى حق لري چې د دې جګړې د درولو لپاره هره ورځ هڅه او هاند وكړي، ځكه چې هره ورځ په دې هېواد كې د دوى دوه او درې سرتېري وژل كېږي، هره ورځ د انټرنېټ په پاڼه د دوه او دريو انګرېزانو د مړينې خبرونه خپرېږي دا چې په انټرنېټ پاڼه د وژنو دا تعداد خپرېږي نو د هغو مړينو چې انټرنېټ او نورو رسنيو ته يې خبرونه نه رسېږي، خداى خبر چې د هغوى شمېره به څومره وي، ځكه چې څو وخت وړاندې د يوه برتانوي سرتېري له خوا په ډاګه شوه چې برتانيه د خپلو سرتېرو د وژنو په اړه ريښتيا نه وايي، بلكې دوى د خپلو وژل شوو سرتېرو كره شمېره پټوي. دوى هغه شمېره چې حقيقت او واقعيت ولري رسنيو ته نه په ډاګه كوي. په دې وروستيو كې په برېتانيا کې يوه نوې نظر پوښتنه ښيي چې په دريو کې تر دوو برخو زيات انګرېزان باور لري، چې بايد وروسته له دې څخه برتانوي سرتېري په افغانستان کې ونه جنګېږي.

په دې نظر پوښتنه کې چې برتانوي خبري اژانس رويټرز خپره کړې، يوازې يو نيم په سلو كې پوښتل شوو کسانو ويلي، چې لومړى وزير ګورډن براون په ښه ډول په افغانستان کې د برېتانيايي ځواکونو جګړه تنظيم کړې ده.

دا نظرپوښتنه چې د انټرنېټ له لارې (The Mail) ورځپاڼې د اګسټ په شلمه او يوويشتمه د يکشنبې په ورځ خپره شوې، ښيي چې د پوښتل شوو کسانو په څلورو کې دريو ويلي، چې د دوى په نظر په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو جګړه برېتانويان له ترهګرۍ څخه نه ساتي.

دا ډول نظر پوښتنې د برېتانيا حکومت چې ټينګار کوي په دغه هېواد او امريکا کې د تروريستي حملو پلانونه په افغانستان کې جوړ شوي وو، د افغانستان د جګړې لپاره د دوى داعيه له ستونزو سره مخامخ كوي.

برېتانيا په افغانستان کې شاوخوا نهه زره سرتېري لري، چې لوى اکثريت يې د افغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

په تېرو څو اوونيو کې په لسګونو برېتانيايي سرتېري په هلمند کې وژل شوي دي. د دغو سرتېرو وژل کېدل هم د برېتانيا د خلکو د نظر په بدلېدو کې اغېز لرلى دى، ځكه چې په دې سروې كې به خامخا د وژل شوو كسانو نژدې خپلوانو لكه، مور، پلار، وروڼه، خويندې او نورو ګډون درلود او په دې به پوهېدلي وي چې دا جګړه د برتانيې لپاره يوه بې پايلې جګړه ده او كېداى شي دوى ته دا په ثبات رسېدلې وي چې د لرې پروت بې وزله، وران، ويجاړ، دېرش كاله په وينو لمبېدلي هېواد افغانستان څخه هېڅ كله هم د برېتانيا په څېر لوى او ځواكمن هېواد ته خطر متوجه كېداى نه شي.

نو دا چې انګرېزان ورځ په ورځ له افغان جګړې سره خپل ملاتړ كموي، لامل يې همدا دى چې هره ورځ د دوى زامن، وروڼه او خپلوان په افغانستان كې وژل كېږي، دوى دا چې په خپلو وژل شوو خپلوانو اوښكې تويوي دا احساس هم خامخا كوي چې په افغانستان كې هم هره ورځ د خپلو خپلوانو په مړينو او ټپي كېدو همداسې يوه مور، خور، ورور، او خپل خپلوان اوښكې تويوې او پرې غمجن كېږي.