غزل
ما چي دا ستا په نوم كړه خپله انتساب زندګي
ګالم به خود په سرۀ انګار لكه كباب زندګي
خيال د شاعر شوم ستا تر ښكلو باړخو ګانو لاړم
پر تا مي ځار كړه لكه پرخه پر ګلاب زندګي
په ورځ د لمر زكر كوو په شپه د سپيني سپوږمۍ
حسن پرست يو تېروو په دې حساب زندګي
سهار لټېږو د يوۀ نوي ژوند په تمه باندي
ماښام يې ختمه كړو واپس لكه افتاب زندګي
برخه له وخته د اسمان په تخته ليك دى هغه
” چاته هوس د ژوندانۀ چاته عذاب زندګي “
ماد جانان تر شش محله پوري تل رسوي
د سركښۍ په وينو سره د اضطراب زندګي
يا صداقت ، دى يا د ډېري بې وسۍ وجه ده
په څومره تنده په ما تېره كړه سراب زندګي