د ډېرو هېوادوالو اقتصادي حالت د پام وړ كمزورى او له ماتې سره مخ دى
پرته له دې هم په جګړه ځپلي هېواد افغانستان كې د خوراكي توكو بيې له آسمان سره خبرې كوي، خو په هېواد كې د ټولټاكنو له بهير سره د نوموړو توكو بيې نورې هم لوړې شوې، ځكه چې د ټولټاكنو په بهير كې ټولو لويو ښارونو او پلازمېنې كابل ته غزېدلې لارې ټولې تړلې وې، نو همدا لامل و، چې د هر ډول خوراكي توكو بيې دوه چنده شوې، د ټولټاكنو له بهير سره سم د روژې مباركه مياشت هم پيل شوه چې د نوموړې مياشتې په راتلو سره هېوادوال له چارواكو څخه غواړي، څو داسې لارې وسنجوي، چې د خوراكي توكو بيې ورسره ټيټي شي، څو د روژې په بهير كې هېڅ يو هېوادوال د خوراكي توكو له كمښت سره مخ نه شي.
د هېواد د پلازمېنې ډېرى اوسېدونكي د خوراكي توكو بيې د څو ورځو په خوا په پرتله دوه چنده بولي.
په دې ورځو كې د ښار ټول اوسېدونكي غواړي چې خپلو كورونو ته د پخوا په پرتله ډېر خوراكي توكي يوسي، څو د روژې په بهير كې يې له لېږد څخه بې غمه وي.
د بيو د دې لوړوالي په اړه د ښار يوې مېرمنې چې له روژې يوه ورځ مخكې يې د مكروريانو په يوه ماركېټ كې د سبا روژې لپاره تركاري، مېوه، سبزي او نور څه اخيستل د نوم د نه اخيستلو په شرط يې ازادى راډيو ته ويلي، ((زه حيرانه يم، دوه ورځې وړاندې يو ډول بيې وې او اوس بل ډول نه پوهېږم چې دا څه ټكه رالوېدلې، له دولت څخه غواړو چې په بازارونو كې د خوراكي موادو بيې كنټرول كړي.))
سږ كال هم د تېرو كالونو په څېر د روژې د مباركې مياشتې په رارسېدو سره د ټولو خوراكي توكو بيې دوه چنده شوې، په روژه کې هر څه ګران شول، څو ورځې وړاندې د څلور پاوه روميانو بيه ۲۰ افغانۍ وه، اوس د روژې د مياشتې په رارسېدو سره څلوېښت افغانۍ ته لوړه شوې، مڼې مخكې څلور پاوه په سل افغانۍ وې، اوس په ۱۵۰ افغانۍ دي.
په كابل ښار كې اوس هر څه د پخوا په پرتله ګران شوي دي. اوړه، غوړي او ټول خوراكي توكي د څو ورځې وړاندې په اړه غوڅ توپير لري.
خو لكه څرنګه چې وينو دولت د ټولټاكنو د بهير له امله دې ته وخت نه لري چې يا په ښار كې د بيو كنټرول وكړي او يا هم له سوداګرو او هغو هېوادونو سره چې خوراكي توكي ترې واردوي خبرې وكړي. اوس ګرمه موضوغ دا ده چې څوك به ولسمشر كېږي او څوك به هم د ولايتي شورا لپاره وړ كس ټاكل كېږي، نه دولت د دې په غم كې دى چې په ملت څه تېرېږي او نه د دې چې ملت وږى ويده كېږي او كه موړ.
كه چېرې له دولت څخه وپوښتل شي چې ولې بيې نه كنټرولوي همدا يو ځواب لري چې اوس د آزاد بازار سېستم دى او اساسي قانون د آزاد بازار په ځواكمنولو ټينګار كړى نو له دې امله دولت د بيو په كنټرول باندې كار نه لري. سوداګر پوه شه او كار يې، نو چې داسې ده، ملت چا ته خپله ځولۍ وغوړوي، ملت اړ دى چې سوداګرو ته ووايي، چې هغوى د دې ملت لپاره او د روژې مباركې مياشتې د ډېر ثواب د ترلاسه كولو لپاره يو كار وكړي او د بې وزلو او جګړه ځپلو هېوادوالو غږ واوري.
ملت له سوداګرو او دوکاندارنو څخه غواړي، چې د روژې په مياشت کې د خوارکي توكو وړ ګټه واخلي ترڅو ګران هېوادوال د روژې په مباركه مياشت كې د ژوندانه د دې ډول اړينو توكو له كمنښت سره مخ نه شي. که چېرې پخوا دوى په خوراكي توكو كې يوه افغانۍ ګټله په روژه کې دې نيمه افغانۍ وګټي، ځکه د ډېرو افغانانو اقتصادي حالت د پام وړ كمزورى او له ماتې سره مخ دى.