د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د ولسمشر اوباما خاص استازی ريجارد هولبروک پرون تر غرمې وروسته د افغانستان غربي ولايت هرات ته ولاړئ او هلته يې د هرات د والي احمد يوسف نورستاني ترڅنګ د يو لړ نورو دولتي مقاماتو سره هم ليده -کاته وکړل .
نوموړي په هرات کښي د پنجشنبې د ورځي د ولسمشرۍ او ولاياتي شوراګانو د انتخاباتو د پروسې څخه ستاينه وکړل او زياته يې کړل چي ده ته د رسېدلو راپورونو پر اساس نسبتاً نورو ولاياتو ته په هرات ولايت کښي انتخابات په يو ډاډمني فضاء کښي ترسره سوي او خلګ هم په ډاډه د راپو اچولو صندوقونو ته تللي دي .
نوموړي وويل چي د انتخاباتو په پروسه کښي د توقع خلاف زښت زياتو وګړو ګډون کړئ چي دا د وسلوالو لوی زيان په ګوته کوي .
د هرات د والي نورستاني له خوا د نوموړي سره د دې ولايت په بېلابيلو چارو خبري وسوې، هولبروک همدارنګه زياته کړل چي څو ورځي وروسته به ښايي چي په هرات ولايت کښي هم د امريکا نوې قونسلګري پرانستل سي او پدې سره به امريکا د افغانستان سره د بيا جوړوني او همکارۍ په ترڅ کښي د هرات ولايت ته هم خاصه پاملرنه وسي .
هولبروک پخپل دغه دوه ورځني سفر کښي د هرات د ارګ (قلعه اختيارالدين)، د منارو او ځيني نورو تاريخي سيمو څخه هم ليدنه وکړل .