دتېر کا له را هیسې مې د ګوتو په شمارداسې لیکنې لوستې وې چې زړه مې پر تود شوی وي. محمد یار راباندې ګران دی خو د لیکوال نه بلکه د یوه نېک انسان ، د یوه خواخوږي او پښتنو ته د خدایي خدمتګار په حیٍث. سږکال چې په کندهار کې د اشرف غني د تصویر د ښودلو په ګناه چارواکو و ډباوه نور هم را خوږ شو. مګر دا کا نه په انجاڼ صیب هم په کویټه کې دپښتنو په غونډه کې د ګډون په ګناه راغلې وه.د انجاڼ له اشعارو سره خو لا د بهیر له برکته آشنا هم وم، خو د محمد یار مې لا هېح نه و لوستي. اوس چې یارانو ، د یون صیب په باب د نوموړي لیکنه را پېرزو کړه نو د وزګارې ورځې مې ولوستله او اریان شوم چې هغه غلی محمدیار،چې ماویل مېږی یې تر پښو لاندې نه آزارېږي، دومره روی او خوله ور وخوت. نو اوس په زغرده ویلای شم چې سږ کال مې دادی دویمه پښتو لیکنه په خوند دوه ځلي ولوستله. هغه بله یې د غضنفر وه.
مقاله د یون صیب په پخواني کرزيدښمنه او اوسني کرزیدوسته دریځ کۍ تضاد څرګندوي،مګر په داسې ډول چې نه یواځې د یون صیب، بلکه د هر لوري او په خپله دژورنالستیکې لیکنې ټول آداب په کې ساتل شوي.شابس دې وي پر ده.
په ټولو بهیروالو خویندو وروڼو، ټولوپښتنو لیکوا لو ،ټولو افغاني ژورنالستانو غږ کوم چې د محمدیار مقاله دې نه یواځې ولولي بلکه همداسې دې ولیکي. په پښتو کې د استدلالي انشاء یو غوره مثال همدا دۍ.
لکه حمزه با با جې فرمایي، ګوړه چې له هره اړخه و څکې خوږه وي. د یوه بل اړخه هم د محمدیار لیکنې خوند و کړ، هغه سیا سي دریځ چې ده پاللی زما زړه ته هم نژدې دی. اوسنی حکومت نه د ټینګې دی نه د ملا تړ، هسې د سیند په غاړه د شګو کور دی. ما خپله څه کم یو کال ور سره کار و کړ،(چې د تفصیل یادول یې زما دا لیکنه شخصي کوي) دخاشۍ خوند یې و نه کړ. له دواړو خواو نا غېړي وه.خو ماته دا نا ځواني ښکاره کېده چې هم یې تنخا واخلم ، هم بد پر ووایم.حتی کابل کې د اشرف غني په ننګه و نه درېدم، اومحمد یار یو ماښام په هغه غونډه کې حاضر و چې ما اشرف غني معرفي کړ خو صفا مې ورته وویل چې راباندې ګران یې خو د حکو مت د یوه مامور په حیث ستا د تاییدولو وس نه لرم. تېره اونۍ مې اول استعفی ور کړه او بیا مې د اشرف غني د ملا تړ اعلان و کړ. نو اوس زه او محمدیار نور هم سره خپل شوو.
اړوند موضوعات :