کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زور ځواکۍ د افغانستان ټاکني تر خپلي څپې لاندي راوستې

زور ځواکۍ د افغانستان ټاکني تر خپلي څپې لاندي راوستې

د الماني (ZDF) د خپروني د متن څخه مهم ټکي :
زور ځواکۍ د افغانستان ټاکني تر خپلي څپې لاندي راوستي .داچې څومره افغانان به ټاکنو ته تللي وي دا هم څرګنده نه ده .

د پنج شنبې په ورځ چې دټاکنو مرکزونه وتړل سوه ، ولسمشر حامد کرزي وویل : افغانان باوجود دتهدیدونو ټاکنو ته لاړل . او د ناتو (NATO) جنرال سکرتر اندرس فوګ راسموسن (Anders Fogh Rasmussen) د ټاکني بهیر ئي په زړه پوري و باله . د ټاکنو کمیسون د پنج شنبي د ورځي ټاکني ئي تر ورسته تر غرمي بې ستونځو و بللې (الحمدالله) . د ټاکنو د کمیسون مشر عزیزالله لودین وویل چې په ټول هېواد کي خلک ټاکنو لپاره پر سړکانو تله .

ایا طالبان خپل موخي ته ورسېدل؟
سره له دې هم له ډېرو ولایتو څخه د یرغلو او نښتو خبر رسېدلی دی . څرګندووني ښیي، چې د مړو شمېره د ۲۶ او ۵۰ ترمنځه رسي . ځیني ټاکنيز مرکزونه د نا امني له مخي تړلي پاته سوي . دا خبره د ټاکنو د دفتر مشر لودین وکړه . په شمال کي د بغلان په ولایت کي مخالیفونو پر ټاکنیزو مرکزونو یرغل وکړ، چې د موقت لپاره تړلي پاته سوه . په پایله کي ډېر مخالیفین مړه سوه . د (ZDF) له خولي چې د الماني سرتیرو په دغه پېښه کي ونډه نه لرله .

د اولي ګاک (Uli Gack)خبرنګار له نظره :
طالبانو په شمال کي خپلي موخي ته ورسېدل . د ده له انډوله داسي څرګندیږي ، چې په کندوز کي پنځه په سلو کي د ټاکنو رښت لرونکي به د ټاکنو مرکزو ته ورغلي وي . په شرق او په جنوب کي چې ناارامه منطقې دي د یرغلونو او تاو ترخوالي خبر ورکړه سوی دی . د ټاکنو پرمهال یرغلونه، چاودني او د راکېټونو پیرونه سوي ، د مرګ ژوبلي خبر نه دی راغلی . طالبانو خبر ورکړ ، چې پر ۱۶ ټاکنیزمرکزونو ئي یرغلونه کړي .خود دغه خبر پخلی نه دی سوی .
(۲۸۰۰۰۰)داخلي او بهرني سرتیرو د امنیت لپاره د( ۶۷۰۰) ټاکنیز مرکزونو د ساتلو لپاره بوخت وه . طالبانو د ټاکنو بایکاټ اعلان کړی وو او ویلي ئي وه، چې یړغل به پرې وکړي .

د ټاکنو پایله پر ۱۷مه د سبتمبر څرګندیږي .
د ولایتي جرګې او د ولمشرۍ د ټاکنو لپاره ۱۷ ملیونه افغانان و ټاکنو ته رابلل سوي وه . وروسته د طالبانو د ځواک د را پرځولو څخه دا دویم ځل ټاکنه ده، چې په اوسنۍ ټاکنو کي د خلکو خوښ اوسنی ولسمشر حامد کرزی دی . خو کېداسي، چې د ده رقیب پخوانی د بهرنیو چارو وزیر عبداله دي دی د دویم ځل ټاکنولپا ره مجبور کړي .