کور / هراړخیز / د نــوبــل ستره نړیواله افتخاري جایزه

د نــوبــل ستره نړیواله افتخاري جایزه

د نوبل ستره جایزه په سويډن کي ورکول کېدونکې نړیواله افتخاري جایزه ده چي په
۱۸۹۵ زېږدیز کال کښي د سويډني کېمیا پوه او اختراع کوونکي الفرېډ نوبل په غوښتنه
يې بنسټ ایښودل سوئ دئ . په ۱۹۰۱ عيسوي کال کښي دا جایزه يوازي د فزیک، کیمیا،
فيزیولوژي يا طب، ادبیاتو او سولي پر ډګر وتلو پوهانو ته په انعام کښي ورکول کېده
. ددې جایزې د اقتصاد دبرخي بنسټ د سويډن د مرکزي بانک لخوا په ۱۹۶۸ میلادي کال
کښي ايښودل سوئ دئ او په ۱۹۶۹ ميلادي کال کښي د لمړي ځل لپاره انعام کړل سوه .
جایزه د تل لپاره د سويډن د رایکس نومي بانک لخوا د کیمیاپوه الفرېډ نوبل په یاد د
” نوبل جایزه د اقتصاد لپاره ” په نامه تر پوهانو پوري د رسمي مراسمو په ترڅ کښي
رسيږي . اصلا نوموړې جایزه د ۱۹۰۱ ميلادي کال راهيسي تر ګټونکو پوري رسيږي خو
داقتصاد برخي یې د ۱۹۶۹ میلادي کال راهیسي په کار پېل کړئ دئ .


د نوبل د سولي جایزه چي زیاتره وخت د سياست سره تړاو لري په رښتیا سره د جایزې
وګټونکو ته په نړیواله توګه سره ټولنیز شهرت او حیثیت ورپه برخه کوي . د نوبل د
سولي جایزه د يوې سويډنۍ پنځه کسيزي کمېټې (د نوبل کمېټه) لخوا او د پاته نورو
برخو د نوبل جایزې د بېلابېلو سويډني علمي ټولنو لخوا انعام کيږي .


جایزه په اوسني وخت کښي ۱۰ ميلیونه سويډني کروڼه دي چي تقریبا یو میلیون یورو
کيږي . پیسې د څېړني د لا پرمختګ لپاره دي څو د جایزې ګټونکي ته کوم اقتصادي
مشکلات رامنځته نه سي او دپیسو ګټلو د غمه خلاص سي او د یادولو وړ ده چي تر اوسه
پوري ددې جایزې ډيرو ګټونکو اخیستي پیسې په خیریه کارونو لګولي دي .


د ۱۹۰۱ زېږدیز کال څخه بیا تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پوري ۸۰۹ د نوبل جایزې اعلان کړل
سوي دي چي شلو ټولنو د سولي جایزې، ۷۸۹ (نارینه) پوهانو او شلو مېرمنو په بېلابېلو
برخو کښي دنوبل جایزې ترلاسه کړي دي .ديادوني وړ ده چي د سره صلیب سازمان تراوسه
پوري ۳ د نوبل د سولي جایزې ګټلي دي چي لمړۍ یې په ۱۹۱۷ زېږدیزکال، دوهمه یې په
۱۹۴۴ زېږدیزکال او درېېمه جایزې يې په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کښي ترلاسه کړې ده .
همداشان د ملګرو ملتونو کډوالي ادارې UNHCR دوه ځلي د نوبل دسولي جایزې ګټلي دي چي
لمړۍ یې په ۱۹۴۵ زېږدیز کال او دوهمه یې په ۱۹۸۱ کال کښي ترلاسه کړه .


فزیک پوه او کېمیاپوه مېرمن ماري کیوري دوه ځلي د نوبل جایزې ګټلي دي چي لمړی یې
په ۱۹۰۳ زېږدیز کال کښي د نوبل فزیک جایزه او دوهمه یې په ۱۹۱۱ زېږدیز کال کښي د
نوبل کېمیا جایزه وه .


تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پوري دنړۍ په ۶۵ بېلابېلو هیوادونو کښي د نوبل جایزې پوهانو
او ټولنو ګټلي دي چي له دې جملې څخه ۲۸ ځلي په سويډن کښي، ۳۰۹ ځلي د امريکا په
متحده ایالاتو کښي، ۱۱۳ ځلي په انګلستان کښي، ۱۰۲ ځلي په جرمني کښي، ۵۷ ځلي په
فرانسه کښي او په همداسي نورو بېلابېلو ملکونو کښي د نوبل جایزه ګټل سوې ده .


دافغانستان د ګاونډي هیوادونو څخه يو ځل په پاکستان کښي ، دوه ځلي په اېران کښي
او څلور ځلي په چین کښي د نوبل جایزه ګټل سوې ده خو له بده مرغه تر اوسه پوري په
افغانستان کښي کوم چاته دا جایزه نه ده ورکول سوې .


د
جایزې اړوند مراسم :


د نوبل دسولي جایزې څخه په استثنا سره د نوبل د اقتصاد جایزه او د نوبل نوري
ټولي جایزې همېشه د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د ډسمبر دمياشتي پر لسمه نېټه چي د
الفرېډ نوبل په یاد کليزه وي د جایزې د قضاوت په مراسمو کښي و خپل ټاکل سوي شخص ته
سپارل کيږي .


د ۱۹۰۲ زېږدیز کال راهيسي د نوبل د سولي جایزې څخه په استثنا سره نوري ټولي
جایزې د سويډن ولسمشر “کارل XVI ګوستاف” په لاس و ګټونکو ته ورکول سوي دي .


د نوبل د سولي جایزه هم هر کال د ډسمبر د میاشتي پر لسمه نېټه د ګټونکي ترلاسو
پوري رسيږي خو ددې جایزې د قضاوت مراسم بیا د ناروی هیواد په مرکز اوسلو کښي
ترسره کيږي چي دمراسمو په ترڅ کښي د جایزې ګټونکی خپله وینا هم ويناوالو ته اوروي
.


دا چي د الفرېډ نوبل د کوچېدو پر وخت د ناروی او سويډن هیوادونو ترمنځ يوه شخصي
اتحادیه چي د سويډني – ناروېژي اتحادیې په نامه سره یاديږي موجوده وه نو اوس په دې
خاطر سره د سولي د جایزې يوڅه مراسم د سويډن پر ځای د ناروی په هیواد کښي
ترسره کيږي او په دې توګه سره دا دوه هيوادونه یو دبله خپل ګاونډيتوب پالي .


خو هېره دي نه وي چي د ناروې هیواد ولسمشر” اوسکار ټو” په لمړیو وختونو کښي په
دې نه وو راضي چي د نوبل سولي جایزه دي په ناروې کښي ترګټونکو پوري ورسيږي خو کله
چي نوموړي ته دا معلومه سوه چي دا یوه ډېره مهمه او مشهوره جایزه ده نو یې په
ناروې کښي ددې جایزې اعلانول او ترګټوونکو پوري رسول قبول کړل .


د جایزې مراسم او ټولنيزي مېلمستیاوي دومره مهمی او مشهوري دي چي په اوسني وخت
کښي نړیوالي مهمي پېښي بلل کيږي .



دنوبل جایزې رسمي مراسم




د
الفرېډ نوبل هیله :


د نوبل پنځه جایزې دسويډني کيمياپوه، دلوړ چاودېدونکي ډیناميټ (چاودونكې ماده چي
د تېزابو او ګلسرين څخه جوړيږي .) مخترع او کمپنۍ لرونکي الفرېډ بېرنهارد نوبل د
اخري هيلي پر بنسټ منځته راغلي دي . که څه هم الفرېډ نوبل په خپل ژوند کښي ډيري
هيلي درلودلې او ليکلي يې وې خو وروستی هیله يې د مرګ څخه یو کال مخکي لیکلې وه او
نوموړې هیله يې د ۱۸۹۵ ميلادي کال د نومبر دمیاشتي پر ۲۷ نېټه د پاريس ښار په
سويډني – ناروېژي کلب کښي پسي لاسلیک کړې وه . الفرېډ نوبل د خپلي شتمنی څخه ۹۴
فیصده چي ۳۱ ميلوینه سويډني کروڼه کيږي د پنځو نوبل جایزو د بنسټ او چمتو کولو
لپاره خراباته کړې وه . خو هېره دي نه وي چي دده څخه وروسته نورو پر ادب مینو
شخصیتونو دا لاره پاللې او له برکته يې په ۲۰۰۸ میلادي کال کښي جایزه پر ګټونکي و
۱۸۶ ميلیونه امريکايي ډالرو ته ورسېده .


که څه هم د الفرېډ نوبل دا لوی پلان بشپړ نه وو خو دبېلابېلو ټولیو د برکته د
الفرېډ نوبل دهيلي له امله ددې جایزې د بنسټ او د هغه دپلان دبشپړولو کارونه ترسره
سوي دي او د نوبل موسيسې د بنسټ ايښودلو څخه دمخه ۵ کاله تېر سول چي په ۱۹۰۱
میلادي کال کښي د ډسمبر دمیاشتي پر لسمه نېټه اوله دنوبل جایزه دنړۍ په سطحه
اعلان کړل سوه .


په ۱۸۸۸ زېدیز کال کښي په يوه فرانسوي ورځپاڼه کښي سهوا په “د مرګ سوداګر د نړۍ
څخه وکوچېد “ عنوان سره یو خبر خپور سو چي پکښي ليکلي وه : “د مرګ سوداګر نوبل
پرون ومړ. هغه د انسان د له منځه تللو پر ډيرو طریقو کار کړئ وو (مطلب یې د
ډينامټ کشفونه وه) چي له دې امله ډېر شتمن سو .”


کله چي ډاکټر نوبل په دې خبر سو نو یې سخته خوا بده سوه او خواشینی سو . دپوهانو
په وینا دا ددې علت وو چي مبتکر نوبل په وصيت نامه کښي د نوبل موسسې د غوښتني
يادونه وکړه .


دجایزې دګټونکي ټاکنه
:


د بعضو نورو جایزو سره په پرتله د نوبل ستري جايزې لپاره دګټونکي ټاکنه نه یوازي
دا چي ډېره پېچلې، سخته او مغلقه ده بلکي ډېر زیات وخت نیسي . دا ځکه چې چي د
نوبل د ستري جایزې مهم والی، شهرت او دروند لیاقت د کلونو په جریان کي ډېر سوئ
دئ او دخلګو پام يې ځانته رااړولئ دئ .


د نوبل جايزې ګټونکي د نوبل د بېلابېلو کمېټو لخوا ټاکل کيږي . د فزیک، کېمیا او
اقتصاد د نوبل جایزو ګټونکي د يوې پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کیږي چي نوموړې
کمېټه د سويډن دشاهي کورنۍ د ساینس اکاډمۍ لخوا انتخابه سوې ده . دادبیاتو دنوبل
جایزې ګټونکي هم دیوې پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي دې کمېټې ته بیا
دسويډنۍ اکاډمۍ لخوا صلاحیت ورکول سوئ دئ . دفيزیولوژي يا طب دنوبل جایزې ګټونکي
بیا د یوې بلي پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي نوموړې کمېټه بیا د نوبل
دجرګې لخوا په کار ګمارل سوې ده . ذکر سوې دنوبل جرګه پنځوس غړي لري چي هغوی بیا
د کېرولینسکا ټولني لخوا انتخاب سوي دي او وظيفه ورته سپارل سوې ده .د سولي د
نوبل جايزې ګټونکي دپنځه کسيزي ناروېژي نوبل کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي ددې کمېټې
غړي بیا د ناروې هيواد دپارلمان لخوا په کار ګمارل سوي دي .


دجایزې دګټونکي په لومړۍ مرحله کښي د سل ګونو تنو څخه پوښتنه کيږي چي کانديدان
انتخاب کړي . په هره برخه لکه ادبیات، فزیک، کېمیا او داسي نورو برخو کښي پر
کاندیدانو باندي د بېلابېلو ماهرانو،استادانو او متخصصینو لخوا کره کتنه کيږي څو
دټولو کاندیدانو څخه يو کاندید او یا کله کله دوه او تر دوو زیات کاندیدان پاته سي
چي جایزې و نوموړو کاندیدانو ته ورکول کيږي . دغه کراره او بشپړه پروسه ددې شاهده
ده چي نوموړې جایزه بې اندازې زیاته مهمه او مقام يې ډېر لوړ دئ .


ورپسې تقريبا۳۰۰ شخصیتونو ته بلنلیکونه لېږل کيږي څو په دې سره هغوی دعوت کړي او
د نوبل جایزې د ټاکل سويو خلګو معلومات تر هغوی پوري ورسوي . دنوبل دسولي جايزې د
کاندیدانو تحقیقات دهر یوه په هیواد کښي د هغه هیواد وحکومت ته، په هالنډ کښي
دنړیوالي محکمې وغړو ته، دپوهنتون په سطحه و پروفیسورانو او مدیرانو ته، و
پخوانيو سولي جایزو ګټونکو او د ناروېژي نوبل کمېټي اوسني او پخوانيو غړو ته لېږل
کيږي څو هغوی په دې اړه خپل نظر او يا نیوکه د ناروېژي نوبل کمېټې ته ورکړي .


له دې څخه وروسته دناروېژي نوبل کمېټه د فبروري دمیاشتي د ۳ نېټې څخه مخکي خپل
قضاوت کوي او د فزیک، کېمیا،فيزیولوژي يا طب، ادبیاتو او اقتصاد د نوبل جایزو
قضاوت د جنوري د میاشتي د ۳۱ نېټې څخه مخکي په هري برخي پوري د اړوندي کمېټې يا
جرګې لخوا کیږي . د يادوني وړ ده چي د جایزې ګټونکی د یوه شخصیت لخوا او يا د یوه
له منځه تللي شخصیت لخوا نه ټاکل کيږي .


د کانديدانو نومونه هيڅکله په آزاده توګه سره په مطبوعاتو کښي نه اعلانيږي او نه
و کاندیدانو ته دا خبر رسيږي چي هغوی و جایزې ته کاندیدان دي چي ددې خبر له امله
دهغوی پام و جایزې ته واوړي . د نوبل ستري جايزې د ګټونکو سوانح د ګټلو د وخت څخه
پوره ۵۰ کاله تړلي پراته دي او د کتلو او ویلو اجازه یې نسته .


د کانديدانو د انتخابولو څخه وروسته چي کانديدان د اړوندو کمېټو سره ثبت سوي وي
نو د تقریبا د ۲۰۰ کانديدانو یو لومړنۍ لیست جوړيږي او بیا هغه لیست په هره برخه
کي و انتخاب کړل سویو ماهرانو او متخصصینو ته لېږل کيږي .نوموړي ماهران او
استادان د لیست څخه تقریباټاپترین ۱۵ کاندیدان ټاکي او ورپسې دنوموړو کانديدانو
د ستايني ګزارش او راپور د هري برخي وکمېټې یا جرګې ته لېږي . له دې څخه وروسته د
نوبل جایزې دګټونکي د ټاکلو وخت رارسېدلئ دئ او ددې کار د ترسره کولو لپاره هره
کمېټه یا جرګه د بېلګي په توګه د فیزیولوژي يا طب جرګه چي د پنځوسو تنو څخه تشکیل
سوې جرګه ده د نوبل جایزې دګټونکي د ټاکلو لپاره هر یو خپله رایه ورکوي او ډیري
رايې وړونکی د نوبل د ستري جایزې ګټونکی دئ .


په هره برخه کښي د جایزې دګټونکي دټاکلو پروسه له اوسه څخه نوره کراره – کراره
بېليږي او فرق پيدا کوي . د نوبل دادبیاتو جایزه په انتخابي توګه سره په کال کښي
تر یوه کانديد زیاتو کانديدانو ته ورکول کيږي په داسي حال کي چي دنوبل نوري جایزې
و دوو يا دریو کانديدانو ته ورکول کيږي .


کله چي یو کاندید دکانديدۍ او دکمېټې لخوا دقضاوت کولو په منځ کښي مړسي نو که
هغه څه هم ددې پروسې په پای کښي ګټونکی راووزي نو د نوبل جایزې د قوانینو له مخي
اجازه نسته چي دهغه و خپلوانو ته دي جایزه وسپارل سي . خو په ۱۹۳۱ زېږدیز کال کښي
د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی “اېریک اکسیل کارلفېلدت” او په ۱۹۶۱ زېږدیز کال
کښي د نوبل سولي جایزې ګټونکی د امريکا متحده ایالاتو منشي “ډاګ هاممرېکیوولډ” د
جایزې د ورکولو مخته ددنیا څخه سترګي پټي کړي دي او ددوی وخپلوانو ته جایزه
ورکول سوې ده په داسي حال کښي چي د ۱۹۹۶ زېږديز کال د اقتصاد نوبل جایزې ګټونکی
ویلیم ويکرۍ د نوبل جایزې داعلانولو څخه وروسته او و ده ته دجایزې دتسلیمولو مخکي
مړ سو چي خپلوان يې دجایزې څخه بې برخي پاته سول .


جــایـــــــزه
:


د نوبل جایزې ترلاسه کول دسروزرو مډال، یوه ډيپلومه او د يو مبلغ پيسو ترلاسه
کول دي . په اوس وخت کښي د نوبل جایزې وګټونکي ته ۱۰ میلیونه کروڼه چي ۱،۲
امريکايي ډالره کيږي ورکول کیږي .کله کله داسي هم پېښیږي چي دوه يا درې ګټونکي وي
نو په هغه صورت کښي بیاد کمېټې لخوا پيسې په عادلانه توګه سره پر دریو او يا دوو
نفرو وېشل کیږي خو داسي هم پېښه سوې ده چي کمېټه دي و اصلي ګټونکي ته د مبلغ
نيمايي برخه ورکړي او پاته نیمايي برخه پر پاته دوو ګټونکو باندي وویشې او ور یې
کړي .


په تیرو وختونو کښي کله کله د نوبل کمېټې او نورو کمېټو او جرګو لخوا داسي حکم
هم صادر سوئ دئ چي که چيري تر یوه زیات کاندیدان جایزې ته بریالي سي نو باید هغوی
نوی اختراعګاني وکړي چي ښه اختراع کونکي ته به جایزه ورکول کيږي او د پاته
کاندیدانو نومونه بیا ددوهم ځل لپاره د راتلونکي کال د کاندیدانو په لیست کښي
ليکي .


د نوبل جایزو مډالونه د نوبل موسسې ثبت کړل سوي تجارتي علامې دي چي د ۱۹۰۲
زېږدیز کال راهيسي په سويډن کښي د ماینټوېړکټ نومي کمپنۍ او د ناروې د پیسو جوړولو
کمپنۍ لخوا توليديږي .


ټوله مډالونه د ۱۹۸۰ ميلادي کال څخه مخکي په ۲۳ قیراطو سرو زرو کي جوړ سوي دي خو
د نوبل اوسني مډالونه د ۱۸ قېراطو یو رقم سرو زرو او د ۲۴ قیراطو بل رقم سرو زرو
څخه جوړ سوی دي . هر مډال تقریبا ۲۰۰ ګرامه وزن او د ۶۶ ميلي مترو په اندازه قطر
لري .



دادبیاتو دنوبل جایزې ګټونکي ډېرېو فو ډيپلومه



د نوبل جایزې دسرو زرو مډال



د
نوبل دسروزرو دمډال پوښ


د
جایزې منفي اړخ :



  • موهاندس
    کارامچاند ګاندي چي د ۱۸۶۹ زېدیز کال د اکټوبر دمیاشتي په ۲ نېټه په هندوستان کښي
    زېږېدلئ دئ د ۱۹۳۷ زېدیز کال او ۱۹۴۸ زېږدیز کال ترمنځ پنځه ځلي د نوبل سولي جایزې
    ته کاندید ټاکل سوئ دئ خو هيڅکله یې جایزه لاس ته راوړې نه ده . ناروېژي نوبل
    کمېټې په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کښي فیصله وکړه چي دنوبل سولي جایزه به و ګاندي ته
    ورکوي خو په دې کال ګاندي دمرګ په خوب بیده سو . له دې څخه وروسته دناروېژي نوبل
    کمېټې اعلان وکړ چي په ۱۹۴۸ زېږدیز کال هيڅ چاته هم د نوبل جایزه نه ورکوي او له
    دې امله د نوبل دسولي جایزو په لیست کښي تر ۱۹۴۸ زېږدیز کال ترڅنګ
    هيڅ څوک نویشته دي .



  • پوښتنه
    کيږي چي ولي د نوبل ریاضي جایزه نسته ؟ دا ځکه چي نوري ټولني موجودي وې چي د ریاضي
    جایزه يې ورکول د بېلګي په توګه د فیئلډز مډال يادولائ سو چي خلګ ورته د نوبل
    رياضي جایزې په سترګه ګوري خو دا جایزه په څلورو کلونو کښي يو ځل اعلانيږي په شرط
    ددې چي د جایزې ګټونکی به تر څلويښتو کلونو څخه کم عمر لري
    .

د سويډن
دشاهي کورنۍ د ساینس داکاډمۍ لخوا د ۱۹۸۲ زېږدیز کال راهيسي د کرېفورډ په نامه سره
هم درياضي جایزه ورکول کيږي . یوه بله جایزه هم سته چي د آبېل په نامه سره ياديږي،
دې جایزې ته هم خلګ د نوبل رياضي جایزې په سترګه ګوري . دآبېل جایزه د ۲۰۰۳ زېږدیز
کال راهيسي په کال کښي يو ځل دناروې د حکومت لخوا ترګټونکي پوري رسيږي او همداشان
د ګوتو په شمار نوري د ریاضي جایزې سته .




  • په ۱۹۷۳
    زېږدیز کال کښي دوه کسان د نوبل سولي جایزې ګټونکي وه :

۱ . سیاستمدار هېنري الفرېډ ولفګېنګ
کيسینګر

د ۱۹۲۳ زېږدیز کال د مۍ دمیاشتي په ۲۷ نېټه په جرمني کښي
زېږېدلئ دئ .


۲ .
سیاستمدار، ډګر جنرال او په ويټنام کښي
انقلاب راوستونکی
له
دوک تو
د ۱۹۱۱ زېږدیز کال د اکټوبر
دمیاشتي په ۱۴ نېټه په ويټنام کښي زېږېدلئ دئ
. دوک تو د ۱۹۷۳ زېږدیزکال د نوبل
سولي جایزه ګټلې وه خو هغه دا جایزه ونه منله ولي چي په هغه وخت کښي لا په ويټنام
کښي جګړه ختمه سوې نه وه، بد حال وو او سوله لا نه وه راغلې
.



د ذکر
سویو پېښو له امله د بېلابېلو ټولنو لخوا نیوکي سوي دي چي کله کله دنوبل کمېټې او
جرګې وړ کاندیدانو ته دګټونکي په سترګه نه ګوري .


 


سرچينه : د انټرنيټ دبېلابېلورسمي ويبپاڼو څخه –
انګليسي ويکیپيډیا



اړوند
سرلیکونه:

د دوکتور، انجينر
او نامتو کېمیاپوه الفرېډ نـوبـل پېژندنه | ژباړن: مختار احمد احسان