کور / شعر / غزل

غزل

د وختونو دومره لويه مجبوري ده
له تنه د ګرېوان چي جدايي ده
هوسه د زړګي مي سره لمبه شوې
دلته په راتلو مي پېښماني ده
پرې وزر بر بنډه تن ترېنه ځمه
په ازل كي د قسمت دا خواخوږي ده
هسي ما به كله دلته وې پرې ايښې
افسوس چي مي تقدير ته ناتواني ده
د سترګو په لېمو كي به يې ساتمه
چي يادونه يې د ميني نښاني ده
ګرېوانه اوښكو ته ځان جوړ كړ
راغلې راته ستړې ستوماني ده
زړه به زما حكيم پرې لږ صبرېږي
غوره كړې ستا په ياد چي ملنګي ده

۱۰/۱/۱۳۷۳