کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د انګریزي استعمار څخه د خپلواکۍ د ۹۰یمې کلیزې په ویاړ

د انګریزي استعمار څخه د خپلواکۍ د ۹۰یمې کلیزې په ویاړ


آزادي پالو افغانانو!


په دې وسیله زمونږد هیواد تاریخي افغانستان د ویاړمن تاریخ په بهیر کې، د یوې ارزشمندې ورځې او عظیمې پېښې ته په درنښت، تاسو هر یوه ته مبارکي وایم. دا ستره ورځ د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د زمري (اسد) د میاشتې  ۲۸ د ۱۹۱۹ م کال د اګست ۱۸ نیټه ده. دا هغه یوه تاریخي او نه هیرېدوونکې نیټه ده، چې د افغانستان هیواد پال ملت په یوه اتفاق، د خپل محبوب لارښود اعلیحضرت غازي امان الله خان په مشرۍ، نه په عذر او زاریو بلکې د سراو خپلو وینو په ورکولو، یعنی د تودې جګړې په ترڅ کې د هغه وخت زورور نړیوال امپراتوري قدرت د میز تر شاه کیناوه او خپله بشپړه سیاسی خپلواکي یې رسما پرې لاسلیک کړه.


د افغانستان آزادي پال ملت هر کال دا ویاړمنه ورځ ځکه په مینه او درنښت سره یادوي، چې دا ملت خصلتا حریت پال او ملي غرورلري ، له ځان څخه لوړ نه زغمي، نه سر ورته ټیټوي او نه یې مریتوب قبلوي. دلته  ده چې استعمارد زورد استعمال څخه په مایوسي، بیا د توطعې تیوري ته مخه کړې او تر ډېره خپل مرام ته که څه هم په موقتي توګه، خو رسیدلۍ دئ. زمونږ یو تاریخی او مکار دښمن انګریزي استعمار لومړی ځل په کال ۱۸۳۹میلادی کې زمونږ په هیواد یرغل وکړ، چې د افغان ملت د مبارزې په نتیجه کې ناکام او په ۱۸۴۲ م کال له هیواده وشړل شو. دوهم یرغل یې د کال ۱۸۷۸م نه تر ۱۸۸۰ م پورې دوام وکړ، چې بیا هم د دې خپلواکی پال ملت د کلک سوک په ذریعه بیرته برتانوی هندوستان ته په شاه شو. اما د افغان او انګریز دریمه جګړه چې د استقلال په جنګ مشهوره ده، ځانګړتیا یې پدې کې ده چې دا عادلانه یرغل په غاصب دښمن باندې لومړی افغانانو د خپل یو ملی اتل اعلیحضرت امان الله خان په مشرتوب د خپلې سیاسی خپلواکۍ د بیرته اخستلو لپاره پیل کړ.


د ۱۹۱۹ م کال د فبروری د میاشتې په ۲۳ نیټه کله چې شهزاده امان الله خان د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کیدو څخه پس  رسما د افغانستان بادشاه شو، پنځه ورځې پس یعنې د فبروری په ۲۸ نیټه یې افغان ملت ته لاندې خطابه ورصادره کړه:


اې د افغانستان معظم ملته! زه د خپل د پلار د شهادت په وخت په کابل کې د پادشاهۍ د مقام وکیل وم او اوس دغه دروند ملی امانت متوکلا او د الله پاک په نصرت په غاړه اخلم. کله چې زما ملت دغه شاهی تاج ماته راپه سر کړ، ژمنه مې وکړه، چې افغانستان لکه نور مستقل نړیوال قدرتونه یو مستقل او خپلواک هیواد اووسي. افغان ملت په د ننه او بهر بشپړه آزادي ولري، او سیوا د هر تیري څخه خلک باید یواځې د قانون متابعت وکړي. له دې شیبې اجباری کار او بیګار منع دي، زما حکومت هغه څه کوي، چې زمونږ ملت او هیواد وکړای شي، د نورو قوی دولتونو په کتار کې خپل مناسب موقعیت حاصل کړي.د ملت په چارو کې به مشوره کوم.


پر ما ګران ملته! د خپل دین او دولت او هیواد په حفاظت کې هوښیار اووسۍ. زه له لوی الله څخه تاسو، اهل اسلام او ټول بشریت ته د خیر او سوکالۍ استدعا کوم. (غبار مخ۷۵۲)


اعلیحضرت امان الله خان د ۱۹۱۹ م کال د مارچ په ۳ متجاوز انګریز ته د خپل هیواد د سیاسی خپلواکۍ د تضدیق لپاره لیک ولیږه. لیکن انګریز دا لیک ته اهمیت قایل نشو. رښتني آزادي غوښتونکي باچا د اپریل په میاشت کې پوځي سوقیات د جنوب په طرف پیل کړل. په دښمن باندې د تعرض لپاره درې استقامتونه لکه: خیبرد جنرال صالح محمد خان، چترال د جنرال عبدالوکیل خان او لوی خان میر زمان خان، پکتیا اوخوست د جنرال نادر خان او ورسره خان ببرک خان ځدران او قندهار د سردار عبدالقدوس خان د قوماندانیو سره تثبیت شول. افغانی قواء د می د میاشتې په دریمه نیټه د خیبر په مورچل کې د جنرال صالح محمد خان تر قیادت لاندې لومړنۍ یرغل په انګریزانو ورپیل کړ.دې نابرابرې جګړې په مجموع کې یو میاشت دوام وکړ، که څه هم سیواء د ټل د جبهې نه نورو جبهاتو د ټاکلي مرام سره پر مختګ ونکړ، خو چون دښمن د افغانانو سره د دوو تیرو جګړو څخه سخت ډار له ځانه سره لاره، نو یې اعلیحضرت امان الله خان ته د اوربند درخواست وکړ، پاچا د افغانانو د زیاتو وینو تویدو د مخنیوي او د د دیپلوماسۍ د پلان پر بنسټ  انګریزي دولت سره اوربند ومانه او د جون د میاشتې په دریمه نیټه دا اوربند د فریقو تر منځ لاسلیک شو. نتیجه د جنګ د ګران افغانستان د مکمل سیاسي استقلال د حصول سبب شوه. اما د افغانستان متباقي غصب شوې خاوره یعنې د چترال څخه تر ګوادر پورې، پښتونستان او بلوچستان لا هم د برتانوي استعمارچیانو تر ولکې لاندې پاتې شوه. دلته داسې نظریات موجود دي، چې غازي اعلیحضرت امان الله خان او مشاورینو یې د وضعیت او خپل جنګي وس د ارزیابۍ څخه پس، پلان لاره چې په لومړي سر کې به موجوده افغاني جفرافیه له غلیم څخه آزادوي او په تعقیب به یې په بل پړاو کې د دیورند پورې غاړه افغانی خاوره باندې به په غالب ګمان د خبرو له لارې موضوع حل کوي. د دې حساسې مسلې په باب د مرحوم غازي امان الله خان یو وراره، جناب سردار کبیر الله خان سراج چې اوس هم حیات دۍ، لاندې توضیح لري:


په کال ۱۹۵۱م کې زه ایټالیا ته د خپل کاکا اعلیحضرت امان الله خان د لیدو لپاره ورغلم، او ټول ۴۲ ورځې د هغه غازي سره په کور کې وم. غازي اعلیحضرت د افغاني غصب شوو خاورو په باب داسې وفرماییل: کله چې زه په ۱۹۲۸ م کال کې د خپل اروپایی سفر په ترڅ کې انګستان ته ورسیدم، ما د افغانستان د یوه غالب او مستقل بادشاه په توګه انګریزي دولتی مقاماتو سره په رسمي کتنو کې هغوی ته وویل: پښتونستان یعنې د دیورند د کرښې هغه خوا خاورې د افغانستان حدود دي او تاسو باید دا منطقې مونږ ته بیرته راتسلیم کړئ!!، انګریزي اړونده مقاماتو ماته وویل، چې مونږ دا موضوع منو او دا بهیر وخت غواړي. په دې اړه مو یو تحریري سند هم تبادله کړ او سند زما د دولت تر وروستۍ شیبې پورې په بهرنیو چارو وزارت کې موجود وه. په تعقیب جناب سراج وایي: زما د استوګنې پر وخت په روم کې، ما د غازي اعلیحضرت یو فوټو د پاچا محمد ظاهر سره ولید، چې ظاهرشاه د لاس په اشاره غازی امان الله ته څه وایی…! ما خپل کاکا نه وپوښتل، چې د دې فوټو په باب که تشریح ورکړي!، غازی امان الله خان وفرماییل: کله چې ظاهرشاه یو وخت روم ته په سفر راغلۍ وه او زما سره یې ملاقات لاره، په همدغه صحنه د فوټو کې ما هغه ته وویل، چې هغه د پښتونستان د مسلې اړوند سند چې ما د خپل اروپایی سفر پر وخت له انګریزانو څخه اخستۍ او په بهرنیو چارو  وزارت کې قید وه، هغه اوس چیرته دۍ؟ ظاهرشاه د لاس په اشارې سره وویل: د څه شي سند؟ داسې سند په هغه وزارت کې نشته..!؟.(شفاهي توضیحات)


په هرحال، له قراینو داسې تحلیل کیدلای شي، چې غازی امان الله خان د محکوم پښتونستان خاورو ته متوجه وه او زه عقیده لرم، که د هغه غازي خپلواک دولت سقوط نه وای کړۍ، غصب شوې خاورې به بیرته افغانستان تر لاسه کولې.که


مونږ د هیواد نژدې تاریخ ته نظر واچوو، په ۱۹۱۹ م کال کې د اعلیحضرت امان الله خان غوندې یو ملی او ترقی پال شخصیت پاچا کیدل او بیا د افغانستان د سیاسی استقلال تر لاسه کول، دا پخپله یو عظیم او خورا مبارک پیل وه. په ۱۳۰۳هجری کال کې د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اساسي قانون جوړ شو. څه د پاسه ۷۸ نظامنامې د افغانانو د ټولنیز ژوند د قانوني کولو او منظمولو لپاره تصویب شولې. په امانی دور کې د هیواد اقتصادی حالت هم سلامت او حتې قوی وه، کبیر الله سراج وایی: په امانی لس کلن دور کې هیواد په ځان بسیا او بهرنۍ مرستې بالکل افغانستان تر لاسه نه کړې، افغانستان په یوه نوبت کې ۱۳۰۰۰ ټنه غله د روسیې شوروي دولت ته د هغوی د احتیاج پر اساس د مرستې په نوم وړیا ورصادره کړله.(شفاهي توضیح)


ملت د خپل ملی قهرمان تر قیادت لاندې د ترقی نوی پړاوونه ورپسې وهل. اما تاریخی دښمن انګریز یوه شیبه هم کرار نه وه او هر هغه څه یې چې له لاسه پوره کیدل د غازی امان الله خان د نابودۍ لپاره یې پکارول. لومړۍ یې په ۱۹۲۴م کال دوه اجنټان لکه ملا رشید او ملاعبدالله په پکتیا او بیا په ۱۹۲۸م کال کې د ننګرهار د شینوارو بغاوت او ورپسې په دسمبر او جنوری د ۱۹۲۸-۱۹۲۹ م کال د سقوي شورش، د همدغه تاریخی دښمن انګریز په ابلیسي لاسونو عملی شول.چې بالاخره امانی دولت چې د هیواد د بهترینو بچیانو د وینې په بیه رامنځ ته شوۍ وه، د ۱۹۲۹ م کال د جنوری په ۱۴ له سقوط سره مواجه او له منځه ولاړ.البته باید ووایم، چې انګریزی نړیوال استعمارد امانی دولت په لس کلن شتون کې هیڅ وخت جرعت ونکړ، چې مخامخ په غازی امان الله خان ورشي او له منځه یې لرې کړي، بلکه د توطعې د تیوري پر بنسټ یې هغه لوی وطنپال افغان زعیم د شاه له خوا په کاري تبر وواهه. د توطعې پلان داسې وه، چې لومړی به د هیواد په ختیځ کې مشکل جوړ کړي، شاه طبعا د پایتخت پوځي قواء شرق ته سوق کوي او مرکز په دفاعی لحاظ ضعیف کیږي. بیا به د خپل بل لاس پوڅي یعنی حبیب الله بچه سقو، په ذریعه د شمال له خوا په کابل یرغل کیږي،او امانی دولت به له منځه وړي. د سیاسي قدرت تشه یا خلا به ایجادوي، په دې عین کې به ملت په شوک کې لوېږي،او خصوصا د افغانستان لوی قوم (پښتانه) په هیڅ ډول دا حالت نه زغمي. تر څو په لوی مهارت سره خپل اصلي او دایمي اجنت جنرال نادر خان د جنوب (پکتیا) له لارې افغانستان ته ورداخل کړي، او د امان الله خان پر ځای یې نصب کړي، او د افغانستان له خوا د تل لپاره ځان بیغمه کړي. پس کله چې مونږ تاریخی بهیر ته ګورو، ماهر دښمن  دا پلان کټ مټ قدم په قدم پلي کړ.


له دې چې دلته ‌ذکر د دوو لویو ملی مجرمینو غله حبیب الله او نادر خان راغی، غواړم د سقوي حرکت په باب ووایم چې، دا پاڅون په هیڅ وجه د امانی دولت پر ضد د اسلامی اصولو د تخطی لپاره نه وه، بلکې دا کاملا یو قومی حرکت وه. افغان لیکوال فضل غنی (مجددی)، په خپل کتاب (افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله خان) په۲۸۲-۲۸۳ مخونو کې داسې لیکي: کله چې غازی امان الله خان د بادشاهی مقام د ۱۹۲۹ م کال د جنورۍ په ۱۴ نیټه خپل ورور عنایت الله خان ته ورتسلیم کړ، نوي بادشاه یو هئیت د حضرت صادق مجددی او سردار عثمان خان په مشرۍ د مذاکرولپاره حبیب الله ته د کابل د باغ بالا سیمې ته ورواستاوه. د هئیت مشرصادق مجددي لیکي: ،،باغ بالا ته نژدې مې د امان الله خان یو ورورامیر عمر جان ولید، ومې پوښتل، چیرته تلي واست؟ هغه وویل: دامیر صاحب؟ حبیب الله د بعیت لپاره تللی وم، پداسی حال کی چې د سقو زوی لا رسما شاه نه وه اعلان شوی؟؟.دا حضرت مخکې لیکي: د باغ بالا د قصر د دروازې ته په رسیدو مې د انګستان د سفارت شرقي سکرتر ښاغلۍ محبوب علي خان ولید، چې د قصر څخه د وتلو په حال کې وه…؟!.ډېر پریشان شوم. د قصر دننه ولاړم، حبیب الله بچه سقو زما د درنښت لپاره له ځایه پورته شو، او وې پوښتل: حضرت صاحب! پدې خطرناک وخت کې دلته څنګه راغلې؟ ما وویل، چې امان الله خان استعفاء کړې او ورور یې عنایت الله خان پاچا شوۍ دۍ. حبیب الله ساکت وه، حضرت عبدالحلیم جان مجددی چې د بچه سقو مرشد کیده، وویل: د محمد زایانو کورنۍ سل؟ کاله حکومت وکړ، اوس د غیر پشتون قومونو وار دۍ، چې حکومت وکړي، آیا نور نوبت نلري، چې په افغانستان کې حکومت وکړي…؟!.،،


پس دلته په واضح توګه ګورو، چې مسله د غازی امان الله خان د کفري اصلاحاتو؟ پر سر نه بلکې د قومي نوبت؟ د توطعې پر بنا انګریزانو د داخلي خاینانو سره مطرح کړې وه.


د نادر شاه د افغان دښمنه شخصیت په باب زما پلار د افغان پوځ پخوانۍ لیوامشر مرحوم نورالله خان خوستي خپله یوه خاطره داسې بیانوله: ؛؛دا ۱۳۱۱ هجری شمسي کال وه، زه ۱۵ کلن او د کابل د حربیې مکتب مقیم د (شهر آراء) محصل وم. یوه ورځ د وخت بادشاه نادر خان د معاینې او کنترول لپاره زمونږ ښوونځي ته تشریف راووړاو مستقیما زمونږ ټولګي ته را داخل شو. هغه پوځي یاورانو بدرقه کاوه. مغرور او ناآرامه معلومیده. له قسمته په صنف کې یې ماته ګوته ونیوه. زه تیارسی شوم او پس له ځان ورپیږندلو… د پکتیا د ولایت څخه طلابه امر ته حاضر یم…! بادشاه وپوښتل، البته په دری ژبه: مونږپنځه ډ بیه غوړي لرو، چه هر ډبۍ پنځه پاوه غوړي لري، ټول مونږ څومره غوړي لرو؟ ما د پنځو ضرب زبانی تیره کړه او ومې ویل: صاحب مونږ ټول۲۵ پاوه غوړي لرو!!، نادر شاه په تمسخر سره خپلو یـاورانو ته مخ کړ او وې ویل: ایرا ببي، دیروز از کوه (پکتیا) تا شده، آلې باز ضرب زبانی را هم یاد ګرفته… او ورپسې له ټولګي څخه خارج شو.؛؛ (شفاهي توضیح)


دا پداسې حال کې چې د همدې وحشي (د اعلیحضرت نادر خان په قضاوت)، د پکتیا خلکو د خپلو بچو په قربانولو، دې نا خلفه پادشاه ته تاج او تخت تقدیم کړي ول. په هر حال،


په دې صورت د افغانستان باتورملت مفت او وړیا خپل یو لوی قهرمان او سیاسي زعیم غازي امان الله خان د تاریخي دښمن انګریز او د افغانی ملی خیانت ګرو په مستقیم ګډون د تل لپاره له لاسه ورکړ، او نتیجه یې تر نن پورې هر وطنپال او خاین افغان د سر پهّ سترګو ویني.


زما په تحلیل افغانستان د ۲۰ پېړۍ څخه تر نن پورې یواځې لس کاله یو خپلواک او د خپل ملی حاکمیت خاوند وه، چې غازی اعلیحضرت امان الله خان یې بادشاه وو. د امانی دولت د سقوط نه پس، انګریزانو د ریشخند حبیب الله بچه سقو، نادر خان او ظاهر شاه په وجود کې، ورپسې روسي سوسیال امپریالیزم د سردار داوود خان، نور محمد تره کي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او نجیب الله په ذریعه، په تعقیب یې، بیا تاریخي دښمن انګلیس دا وار شریک د امریکا او روسي امپریالیستانو سره، د صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، محمد عمر آخند او حامد کرزي په وجود کې پر مونږ افغانانو حکومت چلولۍ دئ.


درنو افغانانو! د ګران افغانستان جاري مصیبت د پورتني تاریخي پسمنظر قانونمنده نتیجه ده. دا له تصوره وتلې کرغیړنه ورځ بـاید په افغانستان راغلی وای، تعجب مه کوۍ!!. د دې جاري لویې بربادئ د راتګ لپاره تیارۍ، د امانی مستقل دولت د سقوط له شیبې څخه د غوایي د کمونیستي پوځي کودتا پورې نیول کیده، چې لومړنۍ مسوول یې حبیب الله بچه سقو او په دوام یې اساسي زمینه جوړونکي د نادري کور، چې پخپله نادر شاه ، زوی یې ظاهر شاه، هاشم خان، شاه محمود خان، داوود خان او نعیم خان په دې بهیر کې لوی مجرمین ګڼل کیږي. البته انګریزی استعمار ګرو هغوی پوی کړي ول، چې افغان ملت تاسو باید وږی او ډیر جاهل وساتی، که دا آزادی دوست ملت په نس موړ او سیاسی پوهه یې تر لاسه کړه، ستاسو څخه هرومرو خپل لوی غازي، امیر امان الله خان غواړي…!؟. نادري کور ۴۹ کاله یعنی نیمه پېړی په مونږ افغانانو حکومت وکړ. همدا د خلق او پرچم ملت پلوروونکي او افغان وژونکي او د جهادي؟ تنظیمونو اسلامي شیاطین د همدې خایینې او افغان دښمنه کورنۍ له نس نه د نیمې پېړي په بهیر کې راوزیږېدل. بالاخره د هیواد سیاسی حالات د استعمار او افغاني قاتلانو په ذریعه په پلانیزه ډول داسې وضعیت ته ورداخل شول، چې د امریکې د متحده ایالاتو امپریالیستانو او تاریخي دشمن انګریز، د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ نیټه د تروریزم سره د مبارزې تر بهانه لاندې په کاملا غیر قانوني ډول، بیا زمونږ په هیواد او ملت باندې پوځي یرغل ورووړ او بیا یوه بله لویه غمیزه په حاد شکل کې پیل او تر نن پورې دوام لري. ورپسې شړل شوۍ د هیواد وروستئ بادشاه محمد ظاهر د ۲۰۰۲ کال د  اپریل په میاشت کې د استعمار په مستقیمه رهبري د ایټالیا د هیواد څخه افغانستان ته انتقال او ورپسې یې له دې چې زمونږ حقیقي ملی اتلان لکه: میرویس خان، احمد خان، اکبر خان او امان الله خان توهین کړي وي، محمد ظاهر شاه ته یې په یوه غیر ملی لویه جرګه کې د ملت د بابا؟؟ لقب ورکړ. د یوه افغان سیاسی شخصیت او خبریال الحاج محمد داوود د رپوټ پر اساس پخواني ټولواک او داړې یې افغانستان ته په رسیدو ګویا د خپلو غیر منقولو جایدادونو او ځمکو؟ په خرڅولو پیل وکړ او ټول ټال یې د ۱۵۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزش ځمکې او کورونه په پایتخت کابل او شاه او خوا کې خرڅ او پیسې یې بهرنیو بانکونو ته انتقال کړلې …؟!. زه وایم ظاهر شاه به د بابا ملت په هیڅ صورت، (د ملت حقیقي بابا غازی امان الله خان دئ)، خو یو ملی قهرمان وای، چې د خپل پلار نادر خان د وژلو نه وروسته یې د عبرت په اخستلو، توبه باسلې وای او غازي اعلیحضرت امان الله خان یې په پوره عزت او درنښت بیرته هیواد ته رابللی وای او شاهي مقام یې ورته تسلیم کړي وای.همداء راز د دې کورنی یو بل مجرم، سردار داوود خان به هغه وخت یو ملی اتل ګڼل شوی وای، چې د خپل دولتي صلاحیت څخه په استفاده یې لوی غازی امان الله خان بیرته هیواد ته رادعوت او د بادشاهي مقام یې ورته تسلیم کړئ وای. لکه څنګه چې یو افغان لیکوال پوهندوی ښاغلۍ  عبدالروف خپلواک، چې محمد داوود خان ته نژدې پاتې شوې، پخپلو خاطراتو کې لیکي، چې په کال ۱۹۴۲ م کې کوم وخت چې سردار داوود خان د کابل د مرکزي قول اردو قوماندان وه، ورته وړاندیز شوی وو، چې د یوه پوځی حرکت په ذریعه، ظاهر شاه له قدرته لرې او اعلیحضرت امان الله خان بیرته له ایټالیا څخه هیواد ته رادعوت کړي، اما هغه دا اقدام نه وه منلۍ…!؟. (لیکلې توضیح)


د غازي اعلیحضرت امان الله خان لویتوب او حقانیت ته همدومره کفایت کوي، چې نن د هغه عظیم انسان مخالیفین او موافقین دواړه په افسوس سره وایي، چې که هغه ترقي پال او نیک فطرته زعیم له منځه نه وای تللۍ، نن به دا حال په افغانستان نه راتللی…؟!.


محترمو حاضرینو! نن زمونږ ګران افغانستان د استعمار له خوا د اویاوو زرو عسکرو په موجودیت، اشغال او مونږ افغانان خپل ملی حاکمیت نلرو. زمونږ په بی ګناه ملت باندې قصابی روانه ده، او نژدې علت یې هم هغه د جرمنی د بن بی منطقه او متجاوزه غونډه وه، چې د ۲۰۰۱ م کال د دسمبر په ۲۲ دایره شوله. امریکایی او انګریزي استعمار ګرو په عمدي او پلانیزه ډول د افغانستان د نیولو اوهلته د نظامي هډو لپاره د امکان د حاصلولو لپاره په قهری ذریعه د طالبانو مسلط حکومت له منځه یووړ، او له دوو مجرمواو بد نامو افغاني ډلو یعنی د شمال اتحاد جنګیالیو او د ظاهرشاه د داړې څخه یې د افغان ملت په غیاب کې، یو ضدو نقیض دولتي تشکیل جوړ او درې سیاسی قوتونه یعنی د طالبانو د حکومت سیاسی رهبران، د حکمتیار ګوند او جلال الدین حقاني یې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون د دوام لپاره، په قصدي توګه له دې پروسې څخه محروم کړل، چې نتیجه یې نن تاسو د سر په سترګو ګورئ. پس نن دا هر څه چې په افغانستان باندې تیرېږي، لومړی درجه مسوولین او مجریان یې بهرني یرغلګر او په تیره امریکا یي او انګریزي استعمارګر دي. تر څو چې په هیواد کې وسله واله جګړه روانه وي، د هیڅ مثبت بدلون انتظار باید ونکړو. موجوده افغان حکومتي تشکیل، چې نشي کولای د خپلو وګړوامنیت تامین کړي، پس سیاسي مشروعیت هم نلري. نن یو ګروپ افغانان د دې دولت پر ضد وسله واله مبارزه کوي. تر څو چې دا حکومت د افغان وسله والو مخالیفینو سره ، چې مشري یې محمد عمر آ خند کوي، رښتني سولې ته غاړه کشې ندي، افغان ملت به فقط وینې ورکوي او بس…؟!. زه دلته خپله وینا رالنډوم، یوازې ستاسو پاملرنه زما دوو وړاندیزونو ته رااړوم.


د ګران افغانستان د اوسني لویې غمېزې د بنسټیز پای لپاره ما د ۴ کالو راپدې خوا افغانانو سره په تماس او خپلو لیکنو کې مشروطه شاهي سیستم غوره ګڼلۍ. د تخنیکي اړخ لپاره یې ما وړاندیز کړئ چې یوه ملي افغاني لویه جرګه دې د هیواد په دننه کې راوبلل شي،پدې لویه جرګه کې باید افغاني معلوم الحاله خاینان او هیواد پلوروونکو ته د ګډون امکان ورنکړل شي، په دې ملي مجلس کې دې د مرحوم اعلیحضرت غازي امان الله خان زوی عالي جناب ډاکټر احسان الله خان (د افغانستان)،هم ګډون وال او د جرګې افتخاري مشروي. د دې تاریخي لویې جرګې د فیصلې پر اساس دې، والاحضرت ډاکټر احسان الله خان د افغانستان د شاهي مشروطه دولت د بادشاه په حیث وټاکل شي. یو موقت حکومت او صدراعظم دې د یوه مناسب وخت لپاره چارې سمبال کړي. پدې ترتیب به نوی دولت د بهرنیو پوځونو د وتلو لپاره محل ويش تنظیم کړي او افغان ملت به د تل لپاره د سیاسی قدرت د تشې له بلا څخه خلاص شي.


که څوک وایی، چې دا یو واهي اوغیرعملي وړاندیز دئ، زه وایم، نه!! دې سپیڅلی ارمان ته رسیدل د بهرنیو قواوو په موجودیت کې لا آسان دي، دلته شرط دغه دئ، چې بهرنیان باید صادقانه دې ملی اقدام ته زمینه جوړه کړي او د جرګې په بهیر کې لاس وهنه ونه کړي.


دوهم وړاندیزمې رښتینو آزادي پالوونکو افغانانو ته دا دئ، چې اوس هم لا ډېره ناوخته نه ده، راځی د داسې یوه اماني سیاسي ګوند په جوړښت پیل وکړو، چې بنسټ اېښودوونکۍ اوعمومي مشر یې د غازی اعلیحضرت امان الله خان د اولادونو څخه چې اوس هم ژوندي دي، وي. زه دا د افغانستان د خپلواکي پال ملت د اوسني او راتلوونکو نسلوونو لپاره یو اساسي او ډېر ارزښتناکه اقدام بولم.


مونږ د افغانستان ناکام او ملت ته ملامت ړوند اندي او روشنفکران که نورهیڅ نشو کولای، حد اقل باید د هیواد د ژغورنې لپاره، یو سوچه اماني ګوند خو تاسیس کړو…!!.


په پای کې وایم: 


درود او درنښــــت د امــــــــاني اســــــــــتقلال د شـــــــهید او غــــــازي ســــپیڅلو روحــــــونـو تـه، 
 مــــــــړه او مــحکوم دې وي، پــخواني او اوسني مــلي خــاینان او افغانســـــتان پلـــــــــوروونکـي، 
 


د مــــــــــستــقـل او خـپــــــــــــلواک افغانـستــــــــان په لـــــــــــور… 


نـــا هــــیلي مــــه اووســـــــئ……!!