ته یې زموږ د عظمتونو څلی
د سرشیندنو غیرتونو څلی
زه په تا ویاړم په تا فخر کوم
ته یې زموږه د ویاړونو څلی
* * *
ته د نیکونو د غیرت نښه یې
د افغانانو د عزت نښه یې
څومره په برم او په عظمت ولاړیې
ته مو د واک ته دحریت نښه یې
* * *
ته چې اباد شوې ، زموږ د ویاړ څلی شوې
له هغې ورځې موږ هم ودریدو
لکه چې ته مو وروستنی هدف وې
بس موږ خپل لوی مقصد ته ورسیدو
* * *
ګوره خپه نه شې یوازې نه یې
دا موږ چې ګورې ، موږه ټول څلی یو
دا دومره وخت که دې لیدلي نه یو
موږ پر مخ نه ، موږ په شا تللي یو
* * *
چې ته آباد شوې زموږ د ویاړ لپاره
موږ له پخوا څخه نور هم مغرور شوو
پخوا خو ښه و، ګوزاره مو کیده
اوس چې مغرور شوو، لانور هم مجبور شوو
* * *
نوره نړۍ ولاړه پخپله مخه
ځانته ته یې خپله یوه دنیا جوړه کړه
خو موږه تا غوندې ولاړ پاتې شوو
موږه تیاره، نورو رڼا جوړه کړه
* * *
موږ چې تا ووینو نور هم مغرورشو
فکر کوو موږ آتلان یو رښتیا
اته اتیا کاله بس له تا راګرځو
موږه سکه وایو چې رښتیا روان یو
* * *
هریو غاصب راشي زموږ وطن ته
زموږ سرونو څخه جوړ کړي څلي
کلي ښارونه مو ویجاړ کړي راته
سیلاب وي موږ ورسره یوسي خلي
* * *
خپله مدعا چې سرته ورسوي
د خپل وطن په لوري دوی روان شي
موږ وایو دادی بل قدرت مو مات کړ
اوس به مو بیرته وران وطن آباد شي
* * *
بس یو دوه،دری څلي نور هم آباد کړو
وطن مو هغسې ړنګ بنګ پاتې شي
غاصب په روغو پښو ووځي رانه
راته میراث یې یو بل جنګ پاتې شي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه