کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / درې کاندیدان او یو تاریخي چانس

درې کاندیدان او یو تاریخي چانس

ډیروګرانوهیوادوالو
ستاسوحضورته په ډیردرناوی اوپښتنی مینه داڅوټکی وړاندې کوم. نن ورځ تاسوته یوه تاریخی موقع درپه برخه شوې ده. اوبایدچه ددې موقع څخه په سالمه اوپاکه توګه استفاده وکړۍ. یعنې اوس چه ولسمشرۍ ته دټولټاکنودکمپاین ورځې دی، ځینې نوماندان چه په عادی وخت کې تاسوته حتی دانسان په سترګه نه ګوری ، خواوس تاسوته درځی ، زارۍ درته کوی ، پیسې درکوی ، اویویی وایی ماته رایی راکړۍ اوبل یی وایی ماته رایی راکړۍ. اولدې چه په ټولونوماندانوکې ددرې تنونومونه ډیریادیږی ،نوپکارده چه ددوی دهریوه په هکله معلومات ولرۍ اوبیانودخپل ځان اوایمان سره سلا اومشوره وکړی اوچه هر یوستاسو په نظردولسمشرۍ وړوی نوهماغه ته خپله رایه ورکړۍ.
1ـ ښاغلې حامد کرزۍ :
څه کم اته کاله وشول چه ښاغلی کرزی ولسسمشردۍ خوپښتنوته یی اته کوره هم جوړنکړل . برعکس دبیوزله کوچیانومځکې یی نوروقومونوته بیله استحقاقه په وړیاتوګه ورکړې .اوداخوار کوچیان حتی خیمې هم نلری. دهیوادپه شمال کې په سلګونو کورنۍ چه دجنګونوله وجې مهاجرې شوې وې اودکرزی صاحب په ولسمشرۍ کې بیرته هیوادته راستنې شوې خوتراوسه یی دشمال توپکماران اودکرزی صاحب سیاسی مصلحتی ملکری خپلوکورونوته دبیرته ورتګ اجازه نه ورکوی . اوهمدې ټوپکمارواودکرزی صاحب ملګرودسیمې دوکانداران دغوپښتنوکورنیوباندې دسودااومالونو دخرڅولوبندیزهم لګولۍ دۍ. اوکه ډیره یی واضح کړم نو دا پښتنی کورنۍ په شمال کې دمارشال فهیم ، دوستم اوقوماندان عطا لخوا په یوه کلا کې زندانی دی.
د څلوروزروپه شاوخوا کې تسلیم شوی طالبان ډتولوملی ، اسلامی اونړیوالوقوانینوپرخلاف ددوستم په کانټینرونوکې ژوندی وسوځول شول اوپه ګولیو سوری سوری شول ، خوعاملین یی تراوسه دکرزی صاحب دمهربانئ له وجې آزادګرزی اونه داچه ددې پیښې هیڅ ډول پلټنه نده شوې بلکه ددې وژنواصلی سازمان ورکوونکې ، عبدالرشیددوستم، دکرزی صاحب لخوا وبخښل شواوپه ګډه سره کمپاین کوی.
همدااوس دطالب په نوم پښتنی سیمی بمباریږی اوبیګناه پښتانه شهیدانیږی اوکرزۍ صاحب یی په اړه هیڅ عملی اودافغانانوپه ګټه اقدام ندۍ کړۍ.همدااوس په هلمندکې دړندوبمباریو له وجې ځینی پښتنی کورنۍ کابل ته راکډه شوی اودومره څه نلری چه ویی خوری اوله لوږې خپل نازولی ماشومان خرڅوی ترڅوپاته کورنۍ ورباندې ژوندۍ وساتی ،خوکرزۍ صاخب اودکمپاین ملګری یی په آخری موډ ل لکسو موټروکې ددې کورنیوترڅنګ داسې تیریږی چه ګواکې نه یی وینی. خوپه مقابل کې له 80 میلونوزیاتی افغانۍ خلکوته ویشی ترڅو ده ته رایی ورکړی .
داهل تشیع دشخصیه خصوصی احوال قانون یی په پټوسترګوامضا کړاودټولې نړۍ غوصه یی راوپاروله .لنډه داچه خلیلی ګان اومارشالان چه هرڅه ورته وایی په پټوسترګویی منی .خوپښتانه یی داسی ایسی لکه دسترګواغزی.همدااوس یی دټوپکمارانو خلیلی اومحقق سره دپنځووزارتونو اودوه نوو هزاره ولایاتووعدې کړی دی اودمارشال صاحب قوم ته یی هم په شمال کې ددوونوو ولایتونو وعده ورکړیده.
کرزۍ صاحب دهیواد لپاره هیڅ ډول پروګرام نلری. دده یوارینۍ پروګرام دادی چه ټوپکمارمارشال فهیم یی لمړۍ اوټوپکمارضدافغانی څیره خلیلی یی دوهم معاون وی .دانودامعنی لری لکه شاه شجاع اودسقاوزوی چه په ګډه پرافغانو حکومت وکړی . خودکرزی صاحب دې په یادوی چه دګټلوپه صورت کی به یی مرګ اوژوند دمارشال صاحب په لاس کې وی .(تاریخ ته مراجعه وکړۍ).

2- ډاکټرعبدالله :
اصلا دطب ډاکټردی . خودطالبانوترسقوط وروسته دطالبانودډله ایزی وژنې په بدل کې یی دکرزی صاحب دولسمشرۍ په حکومت کې دبهرنیوچارودوزیرڅوکۍ ترلاسه کړه. ددوی دکار په موده کې دبهرنیوچارووزارت له لوړزتبه مامورینونیولې بیاترډیرټیټ رتبه مامورینوپورې دیوه قوم څه چه آن دیوه ولایت یعنی پنجشیرخلک وه .دهیواد څخه بهر دافغانستان د60 څخه زیاتو دیپلوماتیکو نمایندګیو کې یوازې 5 پښتانه وه. ډاکټرعبدالله دوزیرپه توګه هیڅکله هم په پښتوژبه رسمی یاغیررسمی بیان ندې ورکړۍ .اوبه لنډه توګه له پښتواوپښتنوسره نه پخلاکیدونکۍ دۍ .خواوس چه دپښتنورایوته اړدۍ په پښتوخبرې کوی او ملی جامې هم اغوندی ، پښتنی سیمو ته پیسی درایودجلب لپاره استوی . خوموږپوهیږوچه په پښتنی سیمو کې دډاکټرعبدالله په کټه کمپاینونه دتنظیمی یعنی جمعیت اسلامی ، (چه پخپله ډاکټر عبدالله یی غړی دی )،ته دوفادارۍ داصل پربنیاد ترسره کیږی اوله ملی مفهوم سره هیڅ اړخ نه لګوی ، ځکه دادجمعیت اسلامی دتنظیم زاړه اواوسنی ټوپکماردی چه خپل جمعیتی عبدالله ته کمپاین کوی. داښاغلۍ ډیموکراسی بالکل په رسمیت نه پیژنی چه په 1371 او 1375مو کلونو کې ددوی دشورای نظاراوجمعیت اسلامی دحاکمیت دکلونو جنایات یی ښې نمونې ګڼل کیداې شی. حتی ځینی داسې هم وایی چه دخپل مشر یعنې مسعود په وژنه کې هم لاس لری. داښاغلۍ دافغانانوپه ګټه ددې هیواددراتلونکې لپاره هیڅ ګټور پروګرام نلری .یوازینۍ کړنلاره یی دایران اوروسیی د کلتور اوسیاستونوپلی کول ، دافغانستان فدرالی کول اوبیا تجزیه ده اوبس.
ډاکټرعبدالله هیشه سرې سترګې کرزی اوداسې فکرکیږی چه څه به څښلی وی .

3- ډاکټراشرف غنی :
داښاغلۍ دانسان پیژندنې یا انتروپولوژی ډاکټر اودنړۍ په کچه پیژندل شوۍ عالم دۍ . ډیر کتابونه یی لیکلی اودهیواد اونړۍ لپاره یی ډیرې څبړنې کړیدی. په پښتو، دری اوانګلیسی ژبوپوهیږی ، دفساد، رشوت اوجنایت څخه پاک دې. کله چه دمالیی وزیر وو دداړه مارانودګواښونوسره سره یی یومنظم پولی واحد سیستم رامنځته کړ. اولدې چه دښاغلی کرزی مصلحتی انډیولانو یعنی ټوپکمارو به له بانکونو په زور اوناجایزه توګه پیسی ایستلې اوهمدارنګه صرافان اوصرافیانې به یی چورولی اودښاغلی اشرف غنی دپرمختیایی ملی اقتصادی پلانونو اوکړنو خنډ ګرزیدل.. نومجبور شو چه استعفا ورکړی. خوتل یی دهیواددسوکالئ لپاره خپلې نه ستړی کیدونکې هلې څلې جاری ساتلی دی .
اوس چه دولسمشرۍ کاندید دې، دهیواد اوولس لپاره ډیر ګټور علمی اوعملی بروګرام لری چه په پلی کیدو به بیله شکه افغانان دډیرو ستونزو څخه خلاص شی. اودادافغانستان په تاریخ کې لمړۍ چانس دۍ چه داسې یوپوه اوعالم شخص ولسمشرۍ ته کاندید دۍ.

دپورته خبرو په رڼا کې اوس نوزه له هیوادوالوڅخه هیله کوم چه دملت دلوړوګټوپه نظرکې نیولوسره هغه چاته رایه ورکړی چه واقعا افغانستان اوافغان ملت ته خدمت وکړی ، دوطن لپاره ښه پروګرام ولری ، پرافغانانواوپښتنو په وړاندې دبې عدالتیو اوبمباریوته دپای ټکۍ کښیږدی اونړیوال کومکونه اوداخلی عواید بیرته دهیواد پرسوکالۍ ولګوی اونه داچه دداړه ماروجیبو ته ورشی.
بله خبره داده هغه روپۍ چه ځینی کاندیدان یی تاسوته درکوی ترڅوتاسوخپلې رایی هغوته ورکړی ، دادهغوروپۍ نه بلکه دادملت یعنې ستاسو پیسې دی اورښتیاخوداده چه داسې فکروکړۍ چه لکه ستاسودحق دبرخې څخه یی یوڅو روپۍ درکړی وی اوبس اوتاسو مجبورنه یی چه دا پیسې بیرته ورکړئ. تاسوبایدپدې ښه پوه شئ چه هغه کسان چه غواړی دپیسوپه بدل کې ستاسوغیرت اووجدان واخلی ،همداسې یی خپل ایمان ، وجدان اووطن په پیسو خرڅ کړیدې . دوی له خپلوبادارانوډیرې پیسې اخیستی خوغواړی تاسې اوستاسورایه په ډیروکموپیسوواخلی . اوپدې ډول افغانان اوپښتانه بدنامه کړی . نوداکسان به څنګه تاسواووطن ته خدمت وکړی. ځکه دوی خولاډیرپخوا وطن خرڅ کړیدی.
کرانو هیوادوالو
په یوغږاوزوږراپورته شۍ اوښاغلی ډاکټراشرف غنی ته خپلې رایی ورکړۍ. اولکه څرنګه چه دتاریخ په اوږدوکې افغانانوتل دښمن ته په توره ماته ورکړیده ، داځل دوطن داخلی اوخارجی دښمنانوته په خپلورایوسره ماته ورکړی . دټولټاکنوورځ ستاسولپاره یوه تاریخی ورځ ده اوخپله رایه په یوه مړۍ ډوډۍ اوڅوافغانیو خدای مکړه خرڅه نکړۍ.
همدارنګه دنوروښاغلو کاندیدانوڅخه هم هیله کوم چه دښاغلی اشرف غنی په ګټه دهیواددلوړوګټولپاره تیرشی ترڅودافغانانورایی بیځایه ونه کارول شی . اوکرزی صاحب ته هم په درناوی یوخبردارۍ ورکوم اوهغه داچه اوس چه لاوخت شته دښاغلی اشرف غنی سره هیواداوافغانانو ته دتاریخی چوپړلپاره یوځای شی ځکه دښاغلی اشرف غنی په ولسمشرکیدوبه ستاسو حیثییت هم خوندی وی که نه نو دخلیلی ګانو اومارشالانو په لوبه کې به خدای مکړه په ډبره بده سزا ونه رسیږۍ .ما خپلې غاړې درباندې خلاصې کړې . نورتاسو اختیارلری.
ګرانو هیوادوالو
دیوپرمختللی اسلامی ،بډای ، هوسا اوسرلوړی افغانستان لپاره ښاغلی ډاکټراشرف غنی ته درایو لپاره مخ په وړاندې.

په درنښت