غزل
پرېږدئ ستوري سره لمبه شي يو ټکور څراغ په بل شي
د دې تورو شپو په غېږ کې د يو کور څراغ په بل شي
کرۍ ورځ مو مغرور لمر ته وايي دا چې بس همدومره
اور را پرېږده چې ماښام پرې ستا د خور څراغ په بل شي
ته! زموږ د شهيد وينو ته بس دومره تاثير ورکړې
چې په کور کې يې د کونډي او د ورور څراغ په بل شي
چې را لېږې دا د اوښکو تېل د خاورو په پياله کې
هسې نه وي چې جانانه د پېغور څراغ په بل شي
ته زما د زړه باروتو ته اور مه راوړه وېرېږم
د دې کلي په لېمو کې نه وي تور څراغ په بل شي
د الفاظو له دې ورا سره (( کوچۍ)) هم ده راغلې
د غزل ناوې را باسي چې د شور څراغ په بل شي