په زابل کې فرهنګي چارواکې وايې چې دژورناليزم ديوه پيل شوي کورس په پايته رسيدوسره به ددغه ولايت په مطبوعاتي ډګرکې دپام وړبدلون رامنځ ته شي .
په يادشوي ولايت کې نږدې پنځوس تنه ځوانان له تيرو درومياشتوراهيستې په ژورناليزم کې دابتدايې زده کړولپاره تر روزنې لاندي نيول شوي .
دغه شمېرځوانانوته دچاپي ،ږغيزواوتصويري رسنيو لپاره د راپورجوړه ونې دبيلابيلوډولونو ،مرکې اوګردي مېزونودجوړولو اوپه ټوليزډول دژورناليزم داساساتودپيژندنې په برخوکې زده کړې ورکول کيږي.
دزابل داطلاعاتواوکلتورياست چارواکې وايې چې په ژورناليزم کې به ددغه ابتدايې کورس څخه فارغه شوي کسان وکړاى سي چې ددغه ولايت مطبوعات پياوړي کړي .
دامهال په درست زابل کې يوازي يوه ايف ايم راديو اودزابل- کلات په نامه پنځلس ورځنى جريده فعاليت لري .
دزابل داطلاعاتواوکلتورريس بسم الله خان لودين لراوبرته وويل چې ددمسلکي کارکونکونشت والى يوازنى لامل دى چې پدغه ولايت کې مطبوعاتي فعاليتونه په نشت حساب دي .
دنوموړي په وينازابل ته له يوه پلوه لازمه پاملرنه نده شوې اوله بلې خواڅخه پدغه ولايت کې دزده کړې کچه دومره نده چې وګړي يې وکړاشي فرهنګي اومطبوعاتي فعاليتونه ترسره کړي .
نوموړي زياته کړل چې دژورناليزم دابتدايې کورس څخه فارغه شوي کسان به ډيرژرپه نده وګماري اوهغه تشې به پرې ډکي کړي چې دامهال ددغه ولايت په مطبوعاتي ډګرکې ليدل کيږي .
ښاغلي لودين وويل چې هڅه به وکړي دمرستندويه ټولنوپه مالي مرسته ددغه ډول روزنيزوپروګرامونولړۍ جاري وساتي .