کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د کابل مطبوعاتو ته کتنه :

د افغانستان راروان انتخابات او د هغو په وړاندې شته ستونزې بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو غټ سرلیکونه او د بحث مهم مطالب جوړوي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

اراده :

دې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان په امنیتي وضعه کې د مثبت بدلون په اړه د پنټاګون وروستیو څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې ایا امریکایان د وضعې ښه والې په زیاته مرګ ژوبله کې ګوري، که نه نو د ورځپاڼې په وینا اوس مهال په افغانستان کې امنیتي پیښې په لوړه کچه کې دي.

ورځپاڼې به یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړې استازې ریچارډ هالبروک د انتخاباتو د بهیر د څارنې لپاره کابل ته راځي، ځکه د ورخپاڼې په وینا ولسمشر اوباما له نوموړي غوښتي دي، چې د انتخاباتو په مهال په افغانستان کې واوسي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طالبانو په وړاندې د پاکستان پالیسي دوه مخې بللې او لیکلي دي، چې پاکستان نه د طالبانو ملاتړ له لاسه ورکول غواړي او نه هم د نړیوالې ټولنې فشارونه زغملې شي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې د انتخاباتو نږدې کیدو ته په اشارې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې تاریخي اونۍ پیل شوه، ځکه د ورځپاڼې په وینا د زمري په اتمه ویشتمه خلک د خپلواکۍ جشن لمانځي او په نهه ویشتمه نیټه انتخابات ترسره کیږي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې په پاتې پنځو ورځو کې خلک باید په انتخاباتو کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالې ونیسي.

ورخباڼې په یو بل مطلب کې د اروپايې ټولنې د څارونکو ډلې دا غوښتنه راخستې، چې له انتخاباتو وروسته د تاوتریوالي د مخنیوي لپاره ټول کاندیدان باید د انتخاباتو نتایج ومني.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي دي، چې یو باثباته افغانستان یوازې د افغانانو په لاس جوړیدلې شي.

په ورځپاڼه کې دا خبر هم ورکړل شوې دې، چې ډاکټر عبداله له حامد کرزي او ډاکټر غني سره هغې مناظرې ته نه حاضریږي، چې د ازادۍ راډیو او ملي ټلویزیون لخوا په ګډه جوړیږي.

ورځپاڼې د ځینو سیاسي کارپوهانو په حواله لیکلي دي، چې پدې مناظره کې د ډاکټر عبداله د نه ګډون یو اساسي علت ښايي په تیرو دوو مناظرو کې دده ټیټ دریځ وي.

په ورځپاڼه کې د امریکايي چارواکو په حواله یو ځلې بیا لیکل شوي دي، چې ایران له طالبانو سره د وسلو محدوده مرسته کوي.

په ورځپاڼه کې وړاندې لیکل شوي، چې ایران ښايي ددې لپاره طالبانو ته وسله ورکوي، چې امریکایانو ته زیان واړوي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات په بیلابیلو مطالبو کې راخستي دي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي، چې په انتخاباتو کې د خلکو پراخه ګډون به دا ثابته کړي، چې اکثره خلک د خپل سیاسي راتلونکې ټاکلو لیواله دي.

خو اصلاح بیا د انتخابات ورځ د ملي وفاق ورځ بللې او لیکلي دي، چې خلک باید په پراخه کچه په هغو کې ګډون وکړي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د دوستم د سلګونو پلویانو دا خبردارې راخستې، که چیرې دوستم له انتخاباتو نه مخکې هیواد ته ستون نشي نو راروان انتخابات به تحریم کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا لیکلي دي، چې په نورستان کې د انتخاباتو د سیمه ایز دفتر پولیسو په مظاهره کوونکو، چې د خپلو حقوقو غوښتنه يې کوله ډزې کړي او دوه مظاهره کوونکي يې وژلي دي.

دې ورځپاڼې یو ځلې بیا د بیت اله محسود د وژنې موضوع راخستې او د افغانستان په روانو حالاتو يې د هغې اغیزې څیړلي دي. 
 


نړيوالو مطبوعاتو ته کتنه :

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې په چټکۍ سره د امريکايي ځواکونو د زياتېدو په اړه په يوه مطلب کې لیکي: افغانستان ته لا په زيات شمېر نوي سرتېري نه و رسېدلي، چې لومړنۍ ډلې ته يې مرګ ژوبله واوښته. ورځپاڼه د امريکا د اپاچي هېلېکوپټرې د سقوط پېښې ته اشاره کوي چې د مې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندانانو ته ټکان ورکړل.

د ورځپاڼې په وينا امريکايي ځواکونه تراوسه پورې ډېر د افغانستان په ختيځ کې دېره وو، خو اوس د هېواد د جنوب او لويديځ ناارامه سیمو ته، چې له يوې خوا د طالبانو مرکزونه پکې دي او له بلې خوا د دې سيمې له سوځوونکو دښتو څخه تېرېدل، په تېره په اوړي کې اسانه کار نه دی، هم ځي.

ورځپاڼه زياتوي: د امریکا پوځي چارواکي ډېر ښه پوهېږي چې افغانستان ته د نورو عسکرو له رسېدو سره به د دوی تلفات هم ډېر شي، ځکه چې دوی د خپل دښمن زړه ته ورننوزي او طبعاً مقابل لوری به هم د دوی پرضد له خپلو ټولو موجودو امکاناتو څخه کار واخلي، خو لاس انجلس ټايمز زیاتوي راتلونکې میاشتې به د جګړې د لوري د بدلون لپاره امريکايي ځواکونو ته ټاکونکی اهميت ولري.

بل خوا د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو انتخابات د اګست په میاشت کې، چې په بهير کې يې د امنيت د ټينګولو لپاره د بهرنيو ځواکونو زياتول خاص اهميت لري په پام کې دي. د لويديځو چارواکو په نظر د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم انتخابات د ډیموکراسۍ پرلور د دې هېواد د کړکېچنې لارې لپاره ځانګړی اهمیت لري، نو ځکه لویدیځ هېوادونه باید د امکان ترحده هڅه وکړي چې بې امنيتي د انتخاباتو بهیر ګډوډ نکړي.
افغانستان ته د روانو نویو امريکايي ځواکونو يوه برخه هوايي ځواک دی چې له جنګی هیلیکوپټرو سره دې هېواد ته ځي. ورځپاڼه ليکي دا به دې ځواکونو ته دا امکان برابر کړي چې د ځای پرځای شويو ماینونو او انفجاري موادو په کشف او موندلو کې له هیليکوپټرو څخه کار واخلي او په دې ډول د طالبانو فعاليت چې يوازينۍ وسله يې له ماینونو او انفجاري موادو څخه کار اخيستل دي، هم محدود کړي.

يوه بله موضوع چې د افغانستان پر وضعيت بې اغېزې نه دی، په قبايلي سيمو کې چې افراطي ډلې پکې راغونډې شوې دي د پاکستان د پوځ عملیات دي.

ايکونومیست مجله په دې اړه لیکي چې په دې عملياتو زيات شمېر افراطي وسله وال ووژل شول، خو دې جګړو په پاکستان کې دننه يو بشري بحران راوستی او په نتيجه کې يې میلیونونه کسان بېځايه شوي دي.

د ایکونومیست په وينا که دا حالت دوام وکړي، ښايي د پاکستان په حکومت کې هم بې ثباتي راشي، چې دا وضع به پر افغانستان هم بې اغېزې نه وي.