ليکوالي دويمه برخه:
ليکنه په لومړي سر کې ( املا ) ده .
املا: په لغت کې مهلت ورکولو او ډکولوته وايي ، خو په اصطلاح کې : ( خپلې يا د بل خبرې په درست ډول ليکلو ته املا وايي) نو لازمه ده چې په املا کی لاندې ټکي په پام کې ونيسو :
١_ د څه په باره کې ليکنه کوو؟
٢_ د کومې اړتيا له مخې يې ليکو؟
٣_ ليکنه څېړنيزه ( تحقيقي ) بڼه لري او که ذوقي ؟
٤_ د ليکنې لپاره مخکې له مخکې ذهني اماده ګي .
٥_ د فاکټونو راټولول .
٦_ ليکنه بايد د درست تلفظ له مخې وليکل شي ؛ لکه : دا کتاب ده. بايد داسې وليکل شي چې ( دا کتاب دی ) يا پښتو ژب ده ، بايد داسې وليکل شي چی ( پښتو ژبه ده ) .
٧_ ګرامري ارونه بايد مراعت کړو . لکه : ( څيکی ؟ بايد داسې وليکل شي ( څه يې کوئ ؟ )
٨_ دوه بېلې کلمې بايد يو ځای ونه نښلوو . لکه : ټولسړي – بايد داسې وليکل شي ( ټول سړي )
٩_ که يوه کلمه له دوو مورفيمونو څخه جوړه شوې وي ، بايد سره ګډ ونه ليکل شي لکه : لويکور ، بايد داسې وليکل شي ( لوی کور ) او هغه کلمې چې سره ګډې ليکل کېږي بايد بېلې ونه ليکل شي لکه : نيکي ، مستي – داسې ونۀ ليکل شي ( نېک – ي ) ( مست – يی ) .
١٠_ يوه کلمه د بلې په شان ونه ليکو لکه : پوښتنه – ( پښتنه ) ټپوس ( ټپس ) .
١١_ پۀ پښتو ليکنه کښې د نهۍ توري ( نه _ مه ) بايد له افعالو جلا وليکل شي ، لکه : ( نه ځي _ نه ويني _ مه وايه ) بايد داسې ونه ليکل شي لکه : موايه _ نځي _ نويني .
١٢_ د خپلې ژبې هر توري ته بايد هويت ورکړو ، يعنې په ليکنه کې يې بايد سم وکاروو ، لکه : ( خ _ ښ او ش )
١٣_ د ” ږ“ توری بايد سم وکارول شي ،چې د ” ژ “ او ” ګ “ توپير وشي.
١٤_ د ( ځ )او ( ز ) توپيربايد وشي ( ځ ) دروند لکه: ځان _ ځنډ او ( ز) لکه : زوړ …
١٥_ د ( څ ) توری په ( س ) ونه کارول شي،لکه: ( څپلۍ ) سپلۍ ونه ليکل شي او داسې نور…
١٦_ د ( ټ _ ړاو ډ ) توري بايد په خپل خپل ځای وکارول شي .
١٧_ ( و ) بايد سم وکارول شي ، لکه : په ځينو کلمو کې ( غنډ ) بايد داسې وليکل شي : غونډ .
١٨_ په پښتو ژبه کې د يا ګانو ( ي ) کارول بايد په سمه توګه وي ، يعنې پېنځه ډو له ( ي ) په خپل خپل ځای کې په اره بڼه وکارول شي.
١٩_ ګرامري او عرفي قواعد بايد پهپام کې ونيول شي .
٢٠_ دسترو استادانو اثار بايد ولوستل شي .
٢١_ په ليکنه کې بايد ډېر تمرين وشي .
٢٢_ د ليکلو او لوستلو په مهال باي دډېر صبر او حوصله ولرو .
٢٣_ په ليکنه کې بايد پرلپسې والی په پام کې ونيول شي .
٢٤_ ترتيب او تنظيم ته بايد ډېره پاملرنه وشي .
٢٥_ فصاحت ، بلاغت او صراحت بايد په پام کې ونيول شي .
٢٦_ په وړ ( مناسب ) ځای کې بايد ليکنه وشي .
٢٧_ ليکنه بايد نوښت ولري ، يو نواخته ونه اوسي .
٢٨_ سليقه ، پاکي او صفايي بايد په پام کې ونيول شي .
٢٩_ استراحت ته پاملرنه وشي .
٣٠_ پۀ پای کې بايد ليکنه پاکه او له سره وليکل شي .
نوربيا