د يمن په شمال كي د يوې باغي ډلې, الحوثې او حكومت تر منځ جګړه د تيري دوشنبي له ورځي پيل شوې چي تر اوسه يې په لړ كي لسګونه تنه وژل شوي او تر يو لك ديرش زره, ولسي وګړې كډو ته اړ شوي, د يمن پلازمينه صنعا كي د الجزيره عربي تلويزون خبريال احمد الشلفي دشمالي ولايت صعده د مقامي سرچينو له خولي واي چي نښتي د الملاحيظ , المهاذر, الحفجي , الحصامه , په سيمو كي رواني دي , حوثي باغيان واي چي حكومت په ننې هواي بريد كي 15 ولسي وګړې وزلې دي او تر 20 ولسي وداتۍ ېي لړنګي كړي دي , خو حكومت دا ردوي او واي چي په بريد ونه د حوثي باغيانو په اډو شوي او 20 حوثيان ېي وزلي , ديمن حكومت واي كه چيرې حوثيان د صعده سيمو نه په شاشي او پاټكونه له منځه يوسي او بهرنې سيلانيان خوشي شي نو حكومت به ډزبندۍ ته غاړه كيدي , د ياده دوي چي حوثې باغي ډله له ډيرو كلونو نه ديمن نه د خپلواكي لپاره هلي ځلي كوي خو د 2004 كال نه رپه ديخوا دغي ډلي په وسلوالو بريدونو لاس پوري كړي دي , چي په وار وار د يمن حكومت او حوثي ډلي ترمنځ د سولي تړونونه هم لاس ليك شوي چي اخيري ېي په دوحه لاسليك شوي وو خو دغه تړونونو عمر ډير كم وي او زر ماتيږي .