کور / تازه خبرونه / استاد رباني له مرګوني حملې خلاص سو

استاد رباني له مرګوني حملې خلاص سو

د افغانستان پخوانۍ ولسمشر برهان الدين رباني له يوه وژونکي بريد څخه روغ ووتئ.


دغه حمله چي پر استاد رباني او ملګرو يې په شمالي ولايت کندز کي سوې نوموړي ته پکښي زيان نه دئ رسېدلئ خو ځيني ملګري يې مړه او ټپيان سوي دي.


د چين د زينهوا آژانس وايي دغه حمله د کندز په علي آباد ولسوالي کي د طالب جنګياليو له خوا پر نوموړي سوې ده، چي له امله يې د هغه څلور ساتونکي وژل سوي او ١٦ نور ملګري ټپيان سوي دي.


بلي خواته د طالب جنګياليو وياند ذبيح الله مجاهد دغه حمله پر غاړه اخيستې او وايي د رباني ملګرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.