که ّڅه هم اسلام سپّڅلی دین د ښځو ټولنیر، سیاسی حقوق په څرګنډ ډول جوته کړی ده خو په اسلامی هیوادونو کې او ځانګړې توکه زموږ په ګران هیواد افغانستان کې افغان ښځې د ګن شمیر ټولنیز او سیاسی حقونو څخه بې برخې پاتې شوې دي.سر بیره پردې چې اسلام سپڅلی دین پوهنه(علم) پر نارینه او ښځینه باندې فرض کړی خو په افغانستان کې کله چې د امیر حبیب الله خان د حکومت پر مهال د لومړی ځل د پاره د معاصر علم بڼست کیښودل شو او د حبیبیی ښوونځی ور پرانستل شو، د حبیبیی ښوونځی هلکانو ته ّځانکړې شو او افغان انجونو د پوهنې له نعمته بې برخه پا ته شوی ترڅو چې د مرحوم محمد ظاهر شاه د حکومت پرمهال د ښوونحي ور د افغان انجونو پرمخ پرانستل شول. سر بیره پر دي چې افغان یو متدین ملت ګڼل کیږي خو لیدل کيږي چې د اعظیم الشان هغه ايت له پامه وغورځول چې د علم زدکړې پر مومن او مومنه باندې فرض کړی. که چیرې د امیرحبیب الله خان د حکومت پر مهال د ینی پوهاند د علم فرضیت په افغاني ټولنه کې تفهیم کړی وی نو تراوسه پورې د افغان ښځې د ټولنې تر نیمایی ډیره برخه د علم او لوستې(سواد) خاوند وی. نو په ډاګه ویلی شو چې د دې ناخوالي مسؤلیت د دینی پوهانو، سیاسی واکدارانو او افغان کورنیو پرغاړه دي چې دافغان انجونو پر مخ د ښوونځي ورپه پراخه پیمانه نه دې پرانستلی دي. دلته په ټولیزه توګه افغانان یو دلیل وړاندې کوي ٔ[چې زموږ په کلیو ، باندو او سیمو کې د انجونو ښوونځئ دود نه دی]. دینی پوهاند ټولنې پام د ُقران اعظیم الشان دغه لومړنی آیت ته نه راګرځوي
[ اقراء بأسم ربك الذى خلق] نو په دې توکه که يوه مومنه د سواد خاوند نه وي نو څنګه علم زده وکړي او عبادت په سمه توګه کولای شي نو د ډې ناخوالې مسؤیت د چا په غاړه ده چې له پیړیو پیړیو راهیسې افغان انجونو نا لوستې پاتې شول او ناپوهی په لمبو کې لولپه ْشول.
دبلې خوا سربیره پر دې چې افغانان د لوړ اسلامیت ادعا کوی خو ګڼ شمیر کورني د نکاح په مراسمو کې د خپلې لونې سره په څرګند ډول سلا مشورې نه کوي او یا په زور واده وي او یا حتی په بد ورکوي. نو له دې کبله د نکاح بڼست یعنې د کورنۍ بڼست په ناسم ايښودل کیږي سربیره پر دې چې موږ د پنځه زره کلن تمدن او غښتلې اسلامیت د درلودو او ادعاکوو.
د ٍثور د کرغیړن کودتا وروسته خلقی او پرچمی حکومتونو د ښځې څخه ناوړه سیاسی ګټه واخستل او په استخباراتی ادارو ګډ کړل او د ښونځيو انجونو د کودتا په ویاړ په ډله اییزه توګه ونڅول او دهغه په وړاندې په لومړی سر په ټول افغانستان کې تر خپله وسه پورې د انجونو ښوونځي وسوځول.
د ربانی د حکومت پر مهال د نظار شورا ، د دوستم او د وحدت ګوند جنایت کارې ډلې د لومړی ځل لپاره په سیستماتیکه توکه د افغان ښځي پر ناموسو جنسی باندې تیری وشول او د دې ګرغیړن ډلو جنایات ېه ڼړیواله توګه ٍراجستر شوي دي او د همدې جنایت کارانو تیرئ د ا فغان ښځو پرناموس سبب شو چې د طالبانوغورځنګ را وخیږی او د نظار شورا، د وحدت ګوند او د دوستم د جنایت کار ډله بیخ وباسي ، خو طالبانو خپله دومره کړئ پر ښځو تنګه کړل چې د وحدت ګوند او د نظارا شورا او د دوستم مخونه سپین شي. له بده مرغه طالبان د ښوونځیو ور د افغان انجونو په وړاندي د تل لپاره وتړل اوافغان ښځي او انجونو د ټولو ټولنیزو حقوقو بې برخه کړل خو طالبانو تر اوسه پورې دا جوته کړی نه دی چې ولي دا آیت نه منی چې وایی د پوهنې زدکړې پر مومن او مومنه فرض دي.
په دودیزه توګه افغانی ټولنه يوه محافظه کاره ټولنه ده چې تر اوسه پورې په هغه کې نیمه فیودالی دودونه، قومی جوړښتونه او د هغه سیاسی او کلتوری اړیکې ټینګ دي. د فیودالی کلتور پربڼست دی چې د قتل په وړاندې د قاتل کورنۍ خپل پیغله انجلۍ په بد ورکوي ددغي ښځي څه گناه ده جنايت او قتل نارینه کړي خو پیغله انجونی یی په بدۍ ورکړل شي؟
د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته او د نړیوالې ټولنې د برید وروسته په افغانی ټولنه کې ډیر بدلون منځ ته را غلی او په اساس قانون د افغان ْښځي حقوق په څرګند ډول جوته شوی ده خو اساسی قانون تر اوسه پورې په بشپړه توکه نه دې پلې شوی ځکه چې د کرزی د حکومت بڼست پخوانی شمالي تلواله جوړوي او په هغه کې د نظار شورا ، د وحدت ګوند او د دوستم جنایت کارې ډلي ګډون لري متاسفانه دښځو دحقوقو ددفاع او هغوي ته په ټولنيزژوند کې دآزاد او فعال گډون دامکاناتو برابرولو تر ډیره بریده نارې سورې او يوازي سطحی بڼه لرې. زيات شمير ښځې چي ليک اولوست يې زده دۍ بيا هم بيکاره دي او ياداسي کارو ته گمارل کيږي چي سرته رسول يې هغو ته گران وي .
له بده مرغه دنړې ۳۷ هيوادونه دافغان ولس په غميزه کي راښکيل او پاته راغلی دي. هغوی په افغانستان کي نه یوازې سياسي حضوربلکې په څنگ کښي پوځی ځواکونه هم لري ،اوهغوي تل دا وايي چي دوي به په افغانستان کي دښځوله حقوقونه دفاع اوملاتړ کوي تر څو چې د افغان ښځې حقوق په ټولنه کې تل پاتې شي. خو سره له دې هم ملګري ملتونه وایی چې په افغانستان کې دښځو پروړاندې تاوتريخوالى لويه ستونزه ده. د ملګرو ملتونو يوه تازه راپور وښوده، چې اوس هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى يوه لويه ستونزه ده او د ژوند په بیلا بیلو برخو کې يې، ژورې ريښې ځغلولې دي. د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې، نورا نايلنډ د ياد شوي رپورټ د خپرولو پرمهال د ښځو د حقونو له يو شمیر افغان فعالينو سره د ناستې پرمهال وويل : (( د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى که څه هم يوه نړيواله مساله ده، خو دغه ستونزه په افغانستان کې په پراخه کچه ده او ژورې ريښې يې ځغلولې دي)).
د نوموړې په وينا، کومې ښځې چې د سياست ډګر ته راځي او يا په نورو برخو کې کار کوي، نو له ګواښونو سره مخ کیږي او همداراز، هره ورځ پر ښځو او نجونو جنسي تیري کیږي، چې ډيرى کورنۍ ددغه شان پیښو ثبتولو او په ډاګه کولو ته زړه، نه ښه کوي .
هغې وويل : (( ښځې او نجونې په خپلو کورونو، ټولنو او توقيف ځايونو کې د جنسي خشونت او تیري تر خطر لاندې دي)).
نايلنډ زياته کړه چې د هیواد په ځينو برخو کې د جنسي تیريو د پیښو مجرمين له زورواکيو، قوماندانانو، ناقانونه وسلوالو او جنايت کاره ډلو سره تړاو لري او هغوى تر هیڅ عدلي تعقيب لاندې نه نيول کېږي او بلخوا دپیښې قربانيان، د بدنامۍ د ختمولو لپاره هم وژل کیږي او هم تر عدلي تعقيب لاندې نيول کیږي
د يوناما ددغه رپورټ له مخې، د هیواد په شما لي ولايتونو کې، چې پر ښځو د جنسي تیريو ٣٩ پیښې ددغه دفتر د بشري حقونو د کارکوونکيو لخوا څیړل شوي، مجرمينو يې په مستقيم ډول له زورواکيو کسانو سره تړاو درلود، چې محاکمه شوي نه دي.
د يا د شوي رپوټ پربنسټ، په افغانستان کې د نجونو ٤٣ فيصده يې له ١٨ کلنۍ څخه په کم عمر کې وديږي، چې دغه کار وروسته د هغوى د عمر د لنډوالي لامل، ګرځي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسيون مشرې سيما سمر، د يوې پوښتنې په ځواب کې پژواک خبري اژانس ته وويل : (( که څه هم اوس مهال نړيواله ټولنه په افغانستان کې قوي شتون لري، خو بيا هم د ښځو پرضد تاوتريخوالي زور موندلى، د دې مخنيوى په خپله افغانان ښه کولاى شي او ددې لپاره بايد د ولس دپوهې کچه لوړه شي . )) هغې وويل : (( کله چې يوه ښځه د جنسي تیري قرباني شي، ددې لپاره چې پوليس هغې ته پناه ورکړي، هغوى پرې هم تیرى کوي، پر وړاندې يې تاوتريخوالى کوي او هغه فاحشه بولي، خو نارينه ( مجرم ) ته هېڅ نه ويل کیږي )).
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسيون د شمیرنو له مخې، د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١١٦٨ پیښې ثبت شوې، چې ٤٨٧ يې د وهلو او ډبولو دي . د يوناما له دفتره خپره شوې، د کاى ايډه له قوله په کې راغلي : (( ستونزه دا ده، چې تراوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پرضد نه جدي مبارزه شوې او نه تاوتريخوالى غندل شوى، همدا لامل دى، چې دغه شان پیښې نه يواځې زياتې شوې، بلکې د هیواد پراختيا يې هم، له ګواښ سره مخ کړې ده )).
نږدې یوه میاشت وړاندی افغان ولسمشر حامد کرزی د اهل تشیع د شخصي احوالو قانون (احوال شخصیه اهل تشیع) لاسلیک کړ. دغه قانون چې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۳۱ مادی بربنسټ تدوین شوی، د افغانستان د ملي شورا له لوری تصویب او وروسته د ولسمشر له لوری توشیح شو، د دغه قانون د توشیح پرمهال ډیرې لانجې په ملی او نړیواله کچه رامنځ ته شوي او میاشتې کیږي چې ټولیزه مطبوعات د دغه قانون په اړه بیلابیل موضوعات نشر او خپروي خو زما په اند دا تر ټولو لویه توهین د ښځې په وړاندې ګڼل کیږي چې باید په ملی او نړیواله کچه وغندل شي او باید په سنی او تشیع افغان ښځي یو مدنی قانون چې د اسلام سره په ټکر کې نه وی وچلیږي.
اهل تشیع د شخصي احوالو قانون چې زیاتره په کورنیو چارو ېې رڼا اچولې ځینو مادو یې لانجه او کرکیچ رامنځته کړې دې. دغه مادی عبارت دي له ۱۳۲ او ۱۳۳ مادو څخه. د ۱۳۲ مادی په یوه برخه کې راغلي دي: ” پر ښځې واجب دي چې د میړه جنسي اتسمتاعات پوره او ومني”، دغه راز د ۱۳۳ مادی په پنځم بند کې راغلې دي چې: ” ښځه نشې کولای د میړه له اجازی څخه پرته له کوره بهر ووځي، اما غیر له دی څخه چې عسر، حرج او یا ستونزه ولري”. زما په اند دا ښځو ته څرګند توهین ، تحقیر او حتی بشری جنایت ګڼل ګیږی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه