که ډاکټر عبدالله ټاکنې و ګټي !
په خواشېنۍ باید ووایو چې په یوې جګړه ځپلې ، بې وزلې ، دود پالې ، د تنظیمي جګړه مارو او د اورپکي روحانیت په اغیزو کې په یوې ډوبې ټولنې کې چې ډیري وګړي یې نالوستي دي ، د ډیموکراسۍ پلي کول ګران کار دی ؛ په افغانستان کې د نن ورځې له ډیموکراسي څخه د انارشیزم ، سړي تښتونو ، ژب – توکمنیزو ، بیلتونپالومذهبي او ستمي شخړو ، د وګړو پر پت او ناموس د تیریو ، د عامه او شخصي شتمنیو د شوکو، د تأریخي آثارو او ملي شتمنیو د لوټ او تالا ، د نړیوالو مرستو د اختلاس ، د اداري فساد او نیشه توکو د قاچاق ، د ښځو د سپکاوي او د ټولو مدني مظاهرو د سپکاوي په مانا ، یو تعبیر اخسیتل کیږي.
په هیواد کې د ډیموکراسۍ د پلي کوونکو د مدعیانو په ډله کې د بهرنیو چار پخوانی وزیر او د ولسمشرۍ د نوماندانو په کتار کې یو نوماند ډاکټر عبدالله دی چې د خلیفه [ بهرنیو ملاتړ والو] له کڅوړې څخه د بې خرتو پیسو په لګولو ، څو زریزو کسانو ته د مېلمستیاوو په جوړلولو او یا د فدرالي نظام [ د افغانستان د تجزیې د پیلامې ] د نغارو په ډنګولو د پردیو په مرسته دومره په ځان غره شوی چې مخکې له مخکې یې کرزي او نړیوالو څارونکو د ګواښ په کولو ویلي : که په ټاکنو کې بریالی نه شي نو د هغه پالیاله کسان به د اله ګولو په جوړلولو سړکونو ته را و دانګي . ( سره له چې عبدالله دغه خبرې په خپله نه دي ویل ، خو دغه ګواښ د عبدالله د ټاکنو د کمپاین ویاند د رسنیو ، کرزي او د ټاکنو د کمیسیون له غوږونو د یوې وېنا له لارې و ایست. ٭ )
د ولسمشرۍ د ټاکنو په کمپاین کې که د یوه نوماند پوهه او جاج تر دې کچې ټېټه وي که ټاکنې ونه ګټې نو اله ګوله به را وپارَوي ، نو په زغرده ویلای شو چې نوموړی نوماند لا تر اوسه د لسواکۍ یا ډیموکراسۍ په سمه مانا نه دی پوه شوی او ګومان یې کړې چې ډیموکراسي باید له نغښتې وینو بهولو سره ملګري وي. د دغسې څرګندونو سرچینه د هغو اندیښنو په جرړو کې پرته ده چې عبدالله د کرزي د کمپاین پر وړاندې ځان ناتوانه او تر ټولو او بایلونکی ویني. ډاکټر عبدالله ډیر ښه پوهیږی چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ټول نوماندان نه شي بریالي کیدای ، یو تن به هرو مرو د نورو په پرتله ډیرې راﺌـیې تر لاسه کړي او د ګټونکي په توګه به اعلان شي او پاتې کسان اړ دي چې خپله بایله ومني ، که د دوه وو نوماندانو ترمنځ د راﺌـیو کوشنۍ توپیر ولیدل شي ښايي د دویم پړاو لپاره د ټاکنو بل کمپاین پرانیستل شي. د نوماندانو د استازو او د ټاکنو د لړۍ د څارونکو په ګډون او هم د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون د همدغې موخې لپاره جوړ شوی چې په ټاکنو کې د درغلیو مخه ور ډب کړي ، د طالبانو د بریدونو د ګواښونو په پام کې نیولو ، که په یو شمیر سیمو کې درغلنه کیږي نو قانوني مراجع شته ترڅو د سرټکونو د هوارۍ لپاره لارې چارې و پلټي. دغو ناپازوالو څرګندونو ته اړتیا وه چې مخکې له مخکې د اوبو په خړولو د نړیوالو څارونکو او عامه وګړو ذهنیت له خړ پړ والي سره مخامخ کړي؟
په تیرې نویمې لسیزه کې دده او جهادي تنظیمونو له پلوه د افغانستان د ولس وژنه د افغانستان اوو ( ۷ ) نسلونو ته بس نه وه چې اوس یې بیا د هماغه دور را ژوندی کولو ته ملاتړلې او ولس یو ځل بیا د ناورین پر ټغر کښینوي؟ د همدغو نا سنجشو او ناپازوالو څرګندونو پربنسټ وه چې د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو په نامه یوه اعلامیه خپره کړه. د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ [۵ – ۸ – ۲۰۰۹ ] په لندن کې وویل چې د طالبانو د رژیم له ړنګیدا سره سره د افغانستان میلیونونه وګړي د بشري حقونو له څرګندو سرغړونو څخه لا تراوسه کړیږي. د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو نوماندانو څخه غوښتنه وکړه چې د ملکي وګړو د ژوند د خوندي ساتلو په ګډون دې د بشري حقونو د حالت د ښه والي په موخه ددغې ډلې طرح چې په لسو ټکیو کې وړاندې شوې په پام کې ونیسي. د بخښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي : ” افغانان لا تر اوسه د ناپایه بې وزلۍ ، د نیشه یي توکو د مخ په ودې قاچاق چې د قانون نشتوالي ورسره ملګری دی ، د بې واکه حکومت ، د داسې اداري فساد له امله چې اوس یې تر ډیرې لوړې کچې دود موندلی ، د بیکاره او ضیعفه حقوقي نظام او د قانون د سیستماتیک نه پلي کیدلو له امله کړیږي. ” په اعلامیه کې ټینګار شوی چې : ” د ولسمشرۍ نوماندانو ته ډیره اړینه ده چې د خپلو کمپاینونو په لړ کې ټولنو ته د ویناوو د څرګندلو پر مهال ، له نورو کاندیدانو سره د کره کتنو او شننو پرمهال او له رسنیو سره د مرکو پرمهال په هیواد کې د بشري حقونو بوږنوړي حالت ته ګوته ونیسي. .”( دويچه ويله ۵/ ۸/ ۲۰۰۹)
آیا ښاغلي ډاکټر عبدالله هیره کړې چې د طالبانو ګواښ د دموکلس د تورې په شان دده او د راتلونکي دولت پر سر لا تر اوسه نه دی لیرې شوی ؛ دی چې په خپله د امن د خوندي کولو او له طالبانوسره د راتلونکي چلند په اړه هېڅ ډول عملي وړاندیز او طرح نه لري ، که په ټاکنو کې بریالی هم شي بیا به هم حکومت د ټینګښت او امن جوګه نه وي. ځکه دی او دده ملګری وو چې د اویا میلیونو ډالرو په بدل کې یې لاس د پردیو پر لاس کښیښود او د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په مېاشت کې یې د هیواد په شمالي سیمو کې ډیري عادي او غریبکاره پښتانه د طالب د نامه په پلمې ونیول ، لاسونه یې ور وتړل ، په کانتینرونو کې یې واچول او و یې وژل او لا تر اوسه په همدغې پلمې وژل کیږي. که عبدالله دا خوب لیدلی وي چې په ټاکنو کې به بریالی شي او په تکبر او ځان غره توب به پر پښتنو واکمني وچلوي ، په یاد دې ولري چې د ټولو پښتنو له ستر پاڅون سره به مخامخ شي ، ځکه د تیرو ۸ کلو په اوږدو کې پر افغانستان د امریکا د برید له پیله د هیواد په ټولو لویدیځو او ختیځو سیمو کې د پښتنو د کلیو او بانډو بمباریو ، د هیواد په شمال کې د میشتو پښتنو پر ناموس او مال ٭٭ د شمالي ټلوالې تیري نور له حده وتلي ، چاړه یې تر هډوکو پورې رسیدلې ، او اوبه یې له ترخځه اوښتي دي. پښتنو یوازې د کرزي له شامته د شمالي ټلوالې هر ډول زورواکي او ناروا زغملې چې ګڼې نوموړی یو پښتون توکمه ولسمشر دی ، کرزي د خپلې واکمنۍ پرمهال د پښتنو د هوساینې او د بهرنیو ځواکونو له بمباردونو څخه د هغوی د ژغورنې په اړه هېڅ کار نه دی کړی ، کرزي که هر څه کړي د شمالي ټلوالې د لا واکمنو لپاره یې کړي او همدا لامل دی چې پښتانه له کرزی څخه په کلکه خوا بدي دي ؛ خو که دا ځل بل داسې څوک د واک واګې په لاس کې واخلي چې بیا د پښتنود پوپنا کیدنې اود تباهۍ لپاره یې ملا تړلې وي ګومان نه کوم پښتانه دې دومره خوار او بې ننګه وي چې ددریمې سقاوۍ دور دې بیا پرې را ژوندی شي. د داکټر عبدالله د یارانو د کړۍ له ګواښونو داسې بریښي چې هغوی د دریمې سقاوۍ د حکومت بیا راژوندي کیدلو ته لیواله دي. داکټر عبدالله د کابل د ښار د ویجاړوونکو له ډلې څخه یو تن او د ملي شتمنیو د غلو په ډله کې یو غل دی …..
تأریخ شاهدي ورکوي چې هزاره وګړو تل د تاجیکانو د واکمنۍ په پرتله د پښتنو واکمنۍ ته لیوالتیا ښودلې ده. د افغانستان د معاصر دولت د بنسټ له ايښودلو وروسته تاجیکانو دوه ځله د پردیو پر مټ د واکمنۍ پر ګدۍ ډډه لګولې ده. لومړی ځل په ۱۹۲۹ز کال کې وروسته له دې چې انګلیسانو د اغیزمن روحانیت په مرسه اماني رژیم ړنګ کړ او د سقاو زوی یې پر ځای کښیناوه . خو هزاره ګان تر آخره سقاوي رژیم ته غاړه کښینښودله او د لوټګر او تیریګررژیم له ځواکونو سره یې تر پایه جګړه وکړه. دویم ځل کله چې د پاکستان په مرسته رباني د کابل د واکمنۍ پر ګدۍ ډډه ولګوله ، بیا هم هزاره ګانو د رباني له توکمپاله رژیم سره سازښت ونه کړ او همدغه لامل وو چې هزاره ګان د رباني او مسعود د بیرحمه برید او خښم ښکار وګرځېدل ، د ۱۳۷۳ زکال د سلواغې په ۱۰ نېټه یې په افشارو کې څلور زره بې ګناه هزاره وګړي د خپلو توپونو په مرمیو والوزول او ټول وژنه تر سره شوه. د وحدت د ډلې مشر عبدالعلي مزاري د مسعود د دسیسو له امله د طالبانو په لاس ووژل شو ، ځکه کله چې مسعود په میدان ښار کې له طالبانو سره ولیدل ، طالبانو ته یې وړاندیز وکړ چې زه تاسو ته د تسلیمیدلو لپاره چمتو یم خو شرط مې دا دی چې تاسو لومړی هزاره ګان بې وسلې کړی بیا ما. مزاري له طالبانو سره د لیدلو په موخه ریشخورو ته روان وو چې ونیول شو او کندهار ته د وړلو پر مهال یې له چورلکې څخه لاندې را وچاوه خو کله چې وار د مسعود راغی ، مسعود له مقاومته لاس واخیست او له کابله و تښتید.
داکټرعبدالله چې د کابل په افشارو کې د هزاره وګړو له وژونکو څخه یو وژونکی او د احمدشاه مسعود د تګلارې یو ملهم دی په یاد لري چې دده رهبر او مرشد دواړو په خپلو ټولو چلوټو او درغلیو ونه شوای کولای د څو تنو لوڅ سرو او پښو لوڅو طالبانو سوکانو ته ټینګ شي او له یوې درې څخه بلې درې ته ، له یوه سوري څخه بل سوري ته له یوه کلي څخه بل کلي ته تښتیده ، ترڅو چې خپلو بهرنیو حامیانو ته یې د افغانستان په سلګونو شوبلې او جنګي الوتکې ورکړې او په دې توګه یې وکولای شول د تاجیکستان په کولاب کې خپلې پښې ته د پل خاپ ومومي ، آیا ډاکټر عبدالله هغه تیرې ورځې هیرې کړي دي چې نن بیا د اله ګولې د را پارولې سندرې وايي او په خپلو ګواښونو غواړي کرزی او ټول پښتانه دغه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا سپیڅلي لمسیان و بیروي. ویل شوي چې تأریخ بیا تکراریږي خو که دا ځل تکرار شو، دا ځل دې عبدالله او د هغه د کړۍ یاران په ډیر ډاډ پوه شي چې هزاره وګړي به بیا د پښتنو ترڅنګ و دریږي او دا ځل به په هیواد کې د ملي شتمنیو د لوټمارو او غلو ټغر په بشپړ ډول ټول شي.
د هغې ورځې په هیله چې د افغانستان د ځپل شوي او کړیدلي ولس له سره د هیوا د د ملي شتمنیو د لوټګرو او پردیو ته د چوپړمارو مرییو سیورې د تل لپاره ورک شي. پای ۶ /۸/ ۲۰۰۹
٭ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د حامد کرزي د کمپاین ویاند وحید عمر رسنیو ته د خبرو اترو په لړ کې یوې عربي ژبې ویبپاڼې ته په نغوتې د ډاکټر عبدالله د کمپاین د ویاند خبرې رایادې کړې چې په هغو کې له ټاکنو وروسته د اله ګولې د راپارولو خبره یې وړاندې کړې وه چې وحید عمر دغه خبره یوه ناپازواله طرح او له اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله. د وحید عمر نغوته ، د داکټر عبدالله د کمپاین مشر عبدالستار مراد څرګندونو ته وه چې ویلي ول که ” عبدالله د افغانستان راتلونکی ولسمشر نه شي ، نو هغوی به اله ګولې او لاریونونو ته لاس واچوي.” دغه خبرې داګست په څلورمه نېټه د آریانا د ټلویزیون نړیوالې ځالګۍ د وحید عمر له خولې خپرې کړې چې له هغه وروسته د کابل په رسنیو کې په پراخ ډول غبرګون وموند او د خلکو داندیښنو د راپارولو لامل وګرځېد، ان د کورنیو چارو وزرات د سپیناوي لپاره مټې رابډ وهلي . دغه خبرې په داسې حال کې را پورته شوې چې ډاکټر عبدالله پرون له رسنیو سره د یوې ناستې پر مهال پړه د حامد کرزي پر پلویانو و غورځوله او تور یې و لګاوه چې هغوی ولسي افکار تحریفوي ، نوموړي وویل : ” په خواشینۍ چې د ښاغلي کرزي یو شمیر استازي په تیرو دوه وو ورځو کې د عمومي افکارو په تحریفولو کې لاس په کار شوي دي او له همدې امله مې وغوښتل چې دغه خبره سپینه او روښانه کړم. موږ په افغانستان ټینګښت د هرډول خوځښت او نوښت اړین توکی بولو او په هېڅ ډول شرایطو کې به هېڅ داسې کار ونه کړو چې په افغانستان کې امن او ټینګښت ته تاوان ورسوي.” (ژباړه : رحمت آریا)
** د طالبانو د جنایاتو بېه : په شمالي افغانستان کې د پښتـنو کړول او ځورول
د ۲۰۰۱ ز کال د نوامبر د مېاشتې له پیله را په دیخوا چې په شمالي افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدا له نېټې سره سمون خوري ، د شمالي افغانستان په ډیریو برخو کې پښتانه د وژنو ، وهلو ، ټکولو ، کړېدلو ، جنسي تیریو ، لوټ او شوکو په ګډون د ځورونو او کړاوونو له بیلا بیلو ډولونو سره مخامخ شول. پښتانه ځکه و ځورول شول چې له طالبانو سره همپیونده وبلل شول ، د طالبانو د مشرتابه د ډلې ډیري غړي له سویلي افغانستان څخه دي.
په شمالي افغانستان کې د ځورولو او کړولو د پازوالۍ نېغه ګوته درو توکمپالو یا توکم بنسټو ګوندونو او د هغوی ملیشو ته نیول کیږي :
– وزبک واکه ملي اسلامي جنبش
– تاجیک واکه اسلامي جمعیت او
– هزاره واکه د وحدت ډله
همدا رنګه یو شمیر وسله والو وزبکو ، تاجیکو او هزاره ګانو ته چې له پورتـنـیـو پوځي ډلو سره په ټلواله کې نه ول ګوته نیول شوې چې د بې وسو ، بې وسلو شویو پښتـنو په غوره کولو او د هغوی له بې وسـۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې یې تیریو ته لاس اچولی دی.
د پـښـتـنـو پر وړاندې نوموړو ځورونو ته په کـتـنې او ځواب کې د بشري حقونو د څار ټولنې د ۲۰۰۲زکال د مارچ په مېاشت کې خپل څلور تنه پــلټـونکي شمالي افغانستان ته ولیږل. پلټونکې ډلې د شمال په څلورو ولایتونو بلخ ، فاریاب ، سمنګان او بغلان کې له یو شمیر پښتون میشتو کلیو او ټولنو څخه لیدنه وکړه ؛ همدا شان دغې ډلې د افغانستان د لنډمهالي دولت له استازو ، د دیپلوماتیکي ټولنې له استازو او د بشري مرستو له کارکوونکو سره ولیدل.
زموږ پلـټونکې ډلې د خپلو پلـټـنـو په لړ کې په سیمه کې د پښتـنـي تولنو د شتمـنـیـو د لوټ او تالا او په وچ زور د هغوی د ځمکو او ځایونو د نیولو د پـیـښـو په اړه مالومات په لاسوند شوي ډول راټول کړل. د فاریاب ولایت د شور دریا په سیمه کې هم د لوټ او تالا پېـښـې په وَرته ډول رامنځته شوې. سیمه ییزو کلیوالو ویل چې د نوامبر په نیماییو کې له جنبش سره همکارو وزبکو وسلوالو ( پرته له دې چې د نورو توکمونو له وګړو څخه وسلې را ټولې کړي ) د هغوی وسلې یې په زور راټولې او د څو راتلونکو اونیو په لړ کې یې ددوی کلي لوټ او تالا کړل ، څاروي یې ورڅخه واخیستل ، غنم او دانه باب یې ولوټـل ، د کورنو د اړتیا وړتوکي او شتمني ، غالۍ ، پیسې او سره زریې ټول را ټول کړل –یوه کلیوال د دغه لوټ او تالا لړۍ ” څلویښت ورځنۍ ترهګري ” وبلله.
د بغلان په ولایت کې د جمعیت یو بولندوی یوه پښتانه کلیوال ته : تاسو پښتانه یاست. تاسو د دغې سیمې نه یاست. تاسو باید کابل ته ولاړ شـﺊ او سیمه موږ ته راپریږدﺉ.یو پښتون سپین روبی د وحدت د ډلې د جنګیالیو د ځورونو په اړه وایي : طالبانو جنایات وکړل خو سزا یې اوس موږ وینو. یو بل پښتون توکمه سپین روبی چې کوریې د جمعیت ځواکونو لوټ کړی وایي :
زما ګیله یوازې له الله څخه ده. آیا زموږ غږ اوري؟ خو کله چې له خدایه ګیله کوو همغومره سزا وینو. موږ وسه نه لرو. دلته توپکوال وسه او زور لري. د توپکوالو او بولندویانو د کړاو له لاسه ، اوبه زموږ ترخځ ته را رسیدلي دي. دوی له دغه ځایه ورک کړي ، پریږدﺉ چې خپله بزګري وکړو. ( ژباړه : رحمت اریا )
اخځ :
HUMAN RIGHTS WATCH APRIL 2002 VOL. 14, NO. 2 (C)