کور / تازه خبرونه / عراق : د بمي چاودنو له امله ۴۷ تنه وژل سوي دي

عراق : د بمي چاودنو له امله ۴۷ تنه وژل سوي دي

د عراق د حکومتي چارواکو په وینا په بغداد او د عراق په شمال کښي د بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۴۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړﺉ او تقریبا ۱۶۴ تنه زخميان سوي دي.


ويل کيږي چي د عراق په شمال کښي د موسیول نومي ښار ته نژدې د شايیتي کلي په منځ کښي دوې د بمو څخه ډکي سوي لارياني والوزېدې چي له کبله يې نه یوازي دا چي لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل سوي او تقريبا ۱۵۰ تنه زخميان سوي بلکي د موسیول څخه په ۲۰ کیلومتري کښي په خازه کښي ۳۵ کورونه هم سخت زیانمن سوي دي .


د پولیسو په وينا په بغداد کښي د دریو بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه له منځه تللي دي او تر ۹۴ تنو زیات زخميان سوي دي. ۱۶ تنه په دوو هغو چاودنو کښي ووژل سول چيري چي ورځني مزدوران د کار پلټلو لپاره سره راټول سوي وه. درېېمه چاودنه د جنوبي بغداد د سعيدیه نومي په سیمه کښي ترسره سوه چي له امله يې ۲ تنه له منځه تللي او ۱۴ نور زخميان سوي دي .


په عراق کښي د تیرو کلونو په جریان کښي زور او تشدد ډېر زیات کم سوﺉ دﺉ خو تازه ترسره سوي حملې په عراق کښي و ناامنی ته اشاره کوي .


د بمي چاودنو له امله ۴۷ تنه وژل سوي دي