په کندهارښارکې دکاناډاهيوادپه مالي مرسته دپنځه کيلومتره فرعي سړکانو درغاونې کارپيل سو.
دغه فرعي سړکونه دکندهارښارپه بيلابيلوبرخوکې موقيعت لري .
دکندهاروالي توريالي ويسادښارددغوسړکانودکاردپرانيستې پرمهال وويل چې پردې پروژه ټولټال (شپږسوه اوپنځوس) زره ډالره مالي لګښت راځي چې دکاناډاهيواددپرمختيايې ادارې سيډاله لوري ورکول کيږي .
دکندهارښاروال غلام حيدرحميدي دښارددغې پروژې په اړه وويل چې درغاونې چاري به يې له دووڅخه ترڅلورمياشتوپوري وخت ونيسي .
تردې څلوورځي مخکې په کندهارښارکې دسړک يوه بله پروژه چې دلويې ويالې دواړو غاړوته پروت دولس کيلوميتره سړک دى هم ګټې اخيستنې ته وسپارل سو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه