لكه څرنګه چي افغانستان په جنګونو كي ډوب دي او زخمي زخمي دي، لاس او ګريوان يي د بهرنيانو او ګاونډيانو څخه په امن كي نه دي، او نه مو څوك پريږدي چي خپل هيواد جوړ كړو، په اغه او دغه مو وژني.
اوسني حكومت په رشوت او چور كي ډير بوخت دي، بعضي له دوي څخه دي ته هم چمتو دي چي څرنګه ګران هيواد افغانستان وپلوري، دهغي جملي څخه به زه د هغي قاچاقبرو ياد وكړم كوم چي د افغانستان په اوسپنه تجارت پيل كړي.
يقينن چي په افغانستان كي ډيره زياته اوسپنه شته ځكه په دي ۳۰ يا زياتو كلونو كي افغانستان د اسپني څخه نه دي خالي شوي او نه داسي د اسپني فابريكه په دي ۸ كلونو كي جوړه شوي او نه د حكومت لخوا چاته دنده وركړي شوي تر څو دغه اوسپنه راټوله او په كوم چا يي وپلوري.
نن سبا داسي كړي پيدا شوي دي چي دننه په كابل ښار او بيرون كي اوسپنه د يو ځاي او بل ځاي څخه جمع وي دا اوسپنه اكثره د هغي ځاي څخه راجميږي كوم ځاي كي چي د روسانو له وخته پاتي اثار وي لكه ټينكونه، موټري او كانتينرونه….د اوسپنه په بعضي آلو يا ماشينانو باندي برخه برخه يا وړه وړه كيږي او بيا په ټيلرو (غټ غټ يا اوږده اوږده موټران) په ذريعه پاكستان ته وړل كيږي.
دا اوسپنه اكثره جمع كيږي چرته…
دا اوسپنه اكثره د باګرام پر سړك او هم د كابل په تره خيلو سيمه كي جمع كيږي ځكه دغه سيمه هر وخت ددي وړ ده چي غټي موټري ورشي او بار شي.
دا اوسپنه څرنګه كابل څخه جلال اباد ته ځي او بيا پاكستان ته اوړي…
څرخي پله كي پراته پوليس او هغه دولتي چاروكي چي د حكومت له خوا په دندو ګمارل شوي دي چي صرف د ۳۰۰ يا ۵۰۰ افغانيو په بدل كي پريښودل كيږي او په لور د جلال اباد ځي…كله چي جلال اباد ته ورسيږي نو په رينګ روډ د ثمرخيلو پاټك ته بيا رسيږي، په ثمرخيلو پاټك كي بيا يو په زړه پوري تخنيك ته اوګوري…پوليسو او هغه دولتي چارواكي چي همدغلته شتون لري او له حكومت له خوا د ټيكس د اخيستلو لپاره ګمارل شوي دي يو وړوكي ماشوم چي عمر يي ۷ يا ۸ كالو دي په سړك درولي دي او هغه ټيلري چي همدغه اوسپنه پكي بار ده ۳۰۰ يا ۵۰۰ كالداري اخلي او بيا يي دغي پوليسو او چارواكو ته سپاري.
دغه كار كيداي شي چي په هر ولايت كي شواي وي يا كيږي خو دا هغه څه دي چي پري خبر يم. نو چارواكو نه مي دا هيله ده چي د اوسپني فابريكي جوړي كړي تر څو دغه اوسپنه په همدغو فابريكو كي ولګول شي…او هغه اوسپنه چي پاكستان ته ځي په ډير لږ قيمت سره ځي…هغوي پري سامان الات جوړوي او بيرته يي پر موږ پلوري…
د يو سر لوړي او ودان افغانستان په هيله