په زابل کي د راتلونکو ټاکنو د عامه پوهاوي په اړه یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو .
دغه ورکشاپ چي د زابل ولایت په مرکز کلات کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په نوښت جوړ شوي وو تر دوه سوه زیاتو میرمنو پکی ګډون درلود .
دغه میرمني چي د زابل د بیلابیلو ولسوالیو څخه مرکز ته رابلل شوی وي پر راتلونکو ټاکنو او د هغې پر ارزښت وږغیدی.
د زابل دښځو چاروریسه رحمي په دغه سیمینار کی د وینا پر مهال دیاسویو میرونو ګډون په غونډه کی ددوی دښه پوهاوی په مانا وبلی او له هغوی څخه یی وغوښتل چی په ورته غونډو کی برخه واخلی .
اغلي رحمی همداراز له میرمنو وغوښتل چی په راتلونکو ټاکنو کي په پوره توګه ونډه واخلي او خپل درایي ورکولو له حق څخه کار واخلي .
د زابل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر قدرت الله نقشبندي دخبلي وینا پرمهال وویل چي دغه غونډه يي په راتلونکو ټاکنو کي د میرمنو د پراخ ګډون او د هغوي د تشویق په موخه جوړه کړې وه .
نقشبندي زیاته کړه چي دوي په پوره ډول تیاری لري چي دز ابل په ټولو برخو کي د ټاکنو پروسه سرته ورسوي
په ورته وخت کی یو شمیرمیرمنو په غونډه کی د عامه پوهاويدا سمينار ګټوروباله اوزیاته یی کړه چی ددی سیمنار په جوړولو سره یی دټاکنو په اړه ډیرڅه زده کړل .
په زابل کي دمیرمنو لپاره د ټاکنو د عامه پوهاوي دا غونډه پداسي حال کي جوړیږي چيراتلونکو ټاکنو ته یوازی ځو ورځی پاته دی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه