د نيويارک ټايمز اخبار د اګسټ پر شپږمه پخپل ويب سايټ کي د خپلي مشهوري ژورنالسټي، اليزابت روبين، خورا اوږده مقاله خپره کړې ده چي د اګسټ پر نهمه به د ورځپاڼي په اونيزه مجله کي خپره سي. هڅه سوېده چي مقاله څه رالنډه سي او اجمال يې درنو لوستونکو ته وړاندي کوم.
د جون مياشتي په یوه ورځ چي لمر ځلېده، زه د کابل د ودونو په يوه لوکس سالون کي په هغه انتخاباتي غونډه کي ناسته ومه چي د حامد کرزي د بيا انتخابېدو په منظور د کندهار او هلمند خلک پکښې راغونډ سوي ول. که څه هم په کندهار او هلمند کي جنګ د پخوا په شان روان وو، خو دلته د واده په هال کي هر څه د جشن ترا کوله، او د سالون کارکونکو د وریجو او غوښو ډک پتنوسونه، غابونه، او د کوک او فانتا بوتلونه پر مېلمو باندي وېشل. ددې مجلس ناظم شير محمد اخوندزاده وو. هغه يو وخت د هلمند والي وو، او په عين زمان کي یې د مخدره موادو قاچاق هم کاوه. هغه له خپل بخملي کوچ څخه پر حضارو او ويناوالو باندی ږغ وکړ: “یارانو! شعرونه او وينا مو رالنډوﺉ.” مګر هیچا د هغه پر خبرو غوږ و نه نيو.
په مجلس کي، يو کندهاری چي يو اکا او ورور يې وژل سويدي، وايي، “ګرده درواغ وايي. ما پر هغه بل مېز باندي ناستو کسانو ته وويل، تاسو ټول دلته پدې منظور راغلي ياست چي عکس مو په ټیلویزیون کي راسي او که سبا حامد کرزی بيا انتخاب سي، امتيازات ترې واخلی. ” هغه کټ کټ و خندل او ادامه يې ورکړه. “دوی راته وويل موږ د ډوډۍ لپاره راغلي يو.” کله چي ما له هغه څخه وپوښتل چي په کندهار کي به په انتخاباتو کي څه پېښ سي. هغه يو په يوه را ته وويل،”ټګي برګي او تقلب.” هغه ادعا کوي چي د انتخاباتو لپاره ۸۰۰۰ جعلي کارټونه لري، او هر يو په شل ډالره خرڅوي.
د واده په سالون کي، د شیر محمد اخوندزاده سره مخامخه سوم. دی په جنوب کي د حامد کرزي لپاره کمپېن کوي. هغه راته وویل په ۲۰۰۵ کي چي زما په کور کي نهه ټنه مخدره مواد پیدا سول، انګريزانو زما په کور کي ځای پر ځای کړي ول. مګر شير محمد اخوندزاده سمدستي خپله کيسه بدله کړه. “که چيري څوک ما قاچاقبر بولي، هو کې زه قاچاقبر وم. خو حداقل ما خپلي پيسې پر عسکرو لګولې. اوس پيسې طالبانو ته ځي، او هغوی انګریز، امريکايي او افغان عسکر په وژني.” حامد کرزي غوښتل چي شير محمد اخوندزاده يو ځل بيا د هلمند والي مقرره کړي، خو برتانويانو ورته نه وویل. شير محمد اخوندزاده وايي،” هغوی ولي فهيم له انتخاباتو څخه نه ايسته کوي؟ ولي دوستم يو جنايتکار ندی؟ ايا محقق يو غل او ډاکو ندی؟ يوازي زه بد سړی یم؟ زه قسم خورم چي ما تر اوسه پوري پشي هم نده وژلې.”
په افغانستان کي، دمګړی د حامد کرزي ټیم د “جنګسالارانو د ټکټ” په نامه شهرت لري. حامد کرزي وايي چي د هغه تر چتر لاندي هر څوک ځايېدلای سي. د جمهوري رياست کانديد اشرف غني وايي، “که چيری هدف دا وي چي د نسبي ارامۍ لپاره په حکومت کي قاچاقبران هم داخل کړای سي، نو بيا ارمان او ماموريت څه شی دی؟ ايا يوه شل کلنه افغانه پېغله چي غواړي د کمپوټر انجينره او يا ډاکټره سي، ایا هغه داسي يو حکومت غواړي؟ ايا پداسي يو حکومت کی چي شير محمد اخوندزاده يې چلوي د دغه راز ځوانانو لپاره ځای سته؟” کله چي ما د جمهوري رياست له بل کانديد ډاکټر عبدالله څخه وپوښتل چي څرنګه به د مخدره موادو سره مبارزه وکړﺉ. هغه وویل، “زه به خپل ورور ته اجازه ور نه کړم چي قاچاق وکړي. واقعا، مشروعيت هله له مينځه ځي چي ستاسو ورور د قاچاقو له لاري په ميلونهاوو ډالره جېب ته کړي وي.” د عبدالله مطلب د حامد کرزي کشر ورور احمدولي کرزی وو.
ښاغلي اشرف غني په خپل ويب سايټ کي د حامد کرزي وروڼه د مافيا کورنۍ په نامه يادوي. هغه وايي، ” د افغانستان لپاره تر ټولو ستر خطر خپله همدا حکومت دی. زه د جمهورريس پر هيلو باندي قضاوت نه کوم، زه د هغه پر ريکارډ او سابقې باندي قضاوت کوم. موږ په نړۍ کي تر ټولو فساد او بېکاره حکومت لرو. همدا ريکارډ د حامد کرزي په پېر کي ټينګ سو. اوس، هغه غواړي چي يو ځل بيا جمهورريس سي. په کوم ريکارډ؟ د هغه حکومت او انډيوالان د خلکو پر ضد اعلان سوي جنګ دی.”
د تېر ژمي په ترڅ کي، ما څو ورځي د حامد کرزي سره په ارګ کي تېري کړې. ما غوښتل چي حامد کرزی له نژدو وګورم څو پوه سم چي هغه څرنګه سړی دی. ايا هغه د خپلو وروڼو هرڅه زغمي؟ ايا نه سي کولای چي دهغوی مخه ونيسي؟ ايا غرب د حامد کرزي په باب غولېدلی وو؟ له دغو ټولو کمزوريوسره سره ولي هغه بيا ځان کانديد کړی دی؟
ما همدا وروستۍ پوښتنه له هغه څخه په ارګ کي چيري چي هغه کار او ژوند کوي، وکړه. حامد کرزي په جواب کي وويل، “زه نه پوهېږم چي څه پېښه سوه. بس يوه ورځ مي فيصله وکړه چي انتخاباتو ته ور داخل سم. زه یو ساده سړی يم. زه پيسې او جايداد نلرم. زه ستړی او ستومانه يم. زه ۲۲ کاله کېږي چي پدې مسايلو باندي لګيا یم. ما هيڅ خصوصي ژوند ندی کړی، زه استراحت او خصوصي ژوند ته اړتيا لرم. ” حامد کرزي يو تياتري او فلمي کرکټر لري. د هغه عقايد او نظريات معلوم ندي او يا يې بېخي نلري. د هغه روغتيايي وضع هم سمه نده. ملګرو يې راته وويل چي د هغه صحت ښه ندی. تل ستړی، کسل، بې حوصلې، او خوشک وي. چاپلوسان او غوړمالان يې خوښېږي. له حقیقت او ښو خلکو څخه کرکه لري. له خپلو دښمانانو څخه ډارېږي، او د خپلو ملګرو سره بد چل چلند کوي. هغوی وايي دحامد کرزي د سترګي رپېدل او سترګګ وهل په غير عادي توګه ورځ په ورځ ډېرېږي.
حامد کرزي په عين زمان کي د زورورو خلکو زړونه لکه د اروپایانو، امريکايانو، ايران، او اسلامي هېوادونو خيال وساتي. ددغو ټولو طاقتونو سره ګوزاره کول د حامد کرزي لپاره ډېر ګران تمام سوی دی. هغه د يوزايتوب څخه رنځ وړي. هره ورځ چي له خوبه راپاڅي، د غربي دپلوماتانو، مطبوعاتو، او سياستوالو له انتقادونو او څپړو سره مخامخ وي. هر ه ورځ پخپل دفتر کي د ټيلويزيون ريموټ کنټرول پلاس عصبي او خواشنی له يوه چېنله بل چېنل ته ځي. د جنوري په میاشت کي، د حامد کرزي او د هغه د مرستیال تر مينځ د کابينې په غونډه کي سپکي سپوري ردي او بدلي سوې. حامد کرزي تهديدکاوه چي غرو ته به وخېژي او خپله به د اشغالګرو پر خلاف وسله واخلي. لدې وروسته په ارګ کي اوازه سوه چي هغه بيا لېونی او باوله سوی دی، او اعصاب يې د پخوا په شاني له لاسه ورکړي دي. يو غربي دپلومات وايي هغه يوازي دی. هيڅ ملګری نلری. هغه په ارګ کي کلابند او خپلي کورنۍ راايسار کړی دی. د حامد کرزي ملګري وايي هغه د ارګ په سنډروم اخته دی.
پدې وروستيو ورځو کي ما د حامد کرزي له انډالانو څخه وپوښتل چي ولي هغه فهيم خپل مرستيال وټاکی؟ هغوی راته وویل، “کرزي ګومان کوي چي د هغه دوې ستري اشتباګاني د فهيم او شير محمد اخوندزاده ليري کول ول.” دواړه د غربيانو تر فشار لاندي برطرفه سول. فهيم او کرزی زړه سابقه سره لري. او د مجاهدينو په اړو دوړ کي د شمال ايتلاف ګومان کاوه چي حامد کرزی د حکمتيار لپاره جاسوسي کوی او په همدې خاطر يې بندي او ډبولی وو. د فهيم تر لګاو وروسته، حامد کرزی بيا پاکستان ته پراري سو. په ۱۹۹۶ کي طالبانو د شمال ايتلاف ډاګيان مات او له کابله پسي واخيستل. په لمړي سر کي، طالبانو غوښتل چي حامد کرزی يو ځای سفير کړي، خو ژر تر ژره ترې تېر او ایله يې کړ.
خو په ۲۰۰۱ کي چی د طالبانو رژيم د امریکا په زور ړنګ سو، د حامد کرزي ستوری وچت سو. که څه هم هغه په جنوب کي هيڅوک نه لرل، خو د( سي اې ې) انتخاب حامد کرزي وو. هغه په يوازي سر کابل ته ولاړ. کله چي فهيم هغه ولېد په تعجب يې پوښتنه ترې وکړه، “ستا خلک چيري دي؟” حامد کرزي په جواب کي وويل، “تاسو زما خلک یاست. ” فهيم په زړه کي خوشحاله مګر هک پک وو. سمدستي د حامد کرزي او فهيم تر مينځ روابط خراب سول.
کله چي د جمهورريس مرستيال حاجي قدير په ۲۰۰۲ کي ترور سو، حامد کرزی دونه پر فهيم بې اعتماده سو چي په امريکايي محافظينويې ځان ساتی. په همدې وخت کي، د کابينې په غونډو کي د پخواني جنګسالارانو او تکنوکراتانو تر مينځ هر ه ورځ اخ وډب روان وو. د کابينې په غونډو کي اشرف غني او قيسم فهيم مدام ښکر په ښکر ول.
په پولنډ کي د افغانستان سفير، ضيا مجددي، د حکومت د کمزورۍ پړه پر بين المللي ټولني باندي اچوي. ” د ناټو هر هېواد په کابينه کي يو وزير لري او هر هېواد خپل چوبکی ساتي.” ددې خبري يو ښه مثال جنرال دوستم دی. هغه يو ظالم، فاسق، او شرابي سړی دی. هغه تل په روسي شرابو مست او د کينګ کانګ چمونه کوي. کله چي دوستم په کابل کي پر خپل يوه حريف حمله وکړه، له حکومت څخه د هغه د ايستلو او محاکمې ته د راکشولو لپاره غوښتني راپورته سوې، خوترکيې د هغه پلوي پيل کړه. حامد کرزي هم د ترکيې د خوشحاله کولو په منظور دغه مفسد او جنايتکار ازاد پرېښود.
بل مثال د کورنيو چارو پخوانی وزير، ښاغلی مقبل، دی. د ملګرو ملتونو عالي رتبه مامورين وايي چي هغه په جنايت او غلا کي لاس لري، خو پر مقبل باندي د يوې امريکايي ښځي لاس پروت دی. جاويد لودين وايي،” تر کومه حده تاسو کرزی ملامتولای سی؟ له يوې خوا، انګريزانو د مقبل برطرفي غوښتله، خو له بلي خوايې امريکايانو ملاتړ کاوه . او امریکايان تر نور زياتي پيسې ورکوي .”
بله مهمه مسله د حامد کرزي د ليډرشیپ طرز او سټایل دی. د هغه د مشرتابه يو اړخ قومي دی. علي احمد جلالي وايي، ” د ده پلار يو قومي مشر وو. په قبايلي کلتور کي د موسساتو پر ځای د افرادو او اشخاصو پر وفادارۍ باندي تکيه کېږي. په قبايلي سياست کي تل د نژدې خپلوانو او اشنايانو خيال ساتل کېږي.” حامد کرزي د ليډرشیپ دوهم اړخ د پېښور د جهادي مشرانو فرقوي او سکتوري سياست او دسیسې دي. ښاغلی جلالي وايي، “جهادي سياست پر معاملو او چنو راڅرخېده. پدې سياست کي، هيڅ ستراتيژي نوه، بلکي سراسر ټول تاکتيک وو. مانا دا چي يوځای ځينی خلک خوشحاله وساته، بل ځای يې خرڅ کړه. نن ژمنه وکړه، سبا يې ماته کړه. ” د قومي سياست بل بعد ديموکراسي ده. جلالي وايي حامد کرزی په ديموکراسي عقيده لري، خو له موسساتو څخه کرکه لري. د جمهورريس يو بل ملګری وايي، “هغه د بشر حقوق، د مطبوعاتو ازادي، د قانون حاکميت، او اساسي قانون پخپل لاس او پښو کي ځنځيرونه بولي. ”
بلخوا، حامد کرزی د خپلو فيصلو پر عواقبو باندي هيڅ سوچ او فکر نه کوي. تېر کال، د جمهورريس مېرمن، محترمه زينت کرزۍ، پر يوې مړوښي ښځی باندي د جنسي تجاوز پېښي سخته متاثره کړې وه. ددغو ځناورو متجاوزينو پر خلاف شواهد په پېخر ول. مګر حامد کرزي د ځينو سياسي ملحوظاتو په خاطر درې واړه خوشي کړل. دا بېچاره او مسلمانه مېرمن له ډېره غم، ظلم، او بې کسۍ څخه ليونۍ سوه، او د هغې مېړه هم ووژل سو. کله چي ما له حامد کرزي څخه پوښتل، “ولي تاسو دوی ازاد کړل؟” هغه په جواب کي وويل، “کيسه بل ډول وه. ” د هغه د کيسې جزييات په ياد نه ول.
د جمهورريس يو کندهاری ملګری وايي،” په موږ کي يو متل دی چي وايي، کله چي سړی قدرت ته ورسېږي، د هغه سترګي ړندې، غوږونه کاڼه ، او سد يې کوره سي.”
حامد کرزي د خپلو وړونو پر معاملو باندي هم سترګي پټي کړيدي. د هغه خپلوان او ملګري وايي، حامد کرزی په کوچينوالي پر پلار ګران نه وو. پلار يې د ” لېوني” په نامه باله. هغه په ماشومتوب کي لا باوله او ګنګس وو. امين ارسلا چي د حامد کرزي مشاور وو، جمهورريس ته خبرداری ورکړ چي وړونه يې شهرت او نوم ور خرابوي. مګر حامد کرزي هيڅکله د خپلو وړونو مخه و نه نيوله.
د هغه يو ورور قيوم کرزی دی چي په متحده ايالاتو کی څو رستورانونه لري. قيوم خپل ورور حامد امريکايي مقاماتو ته ور معرفي کړی دی. قيوم کرزي د حامد کرزي سياسي استاد او ګورو دی. قيوم کرزي اوس زياتره په سعودي عربستان وي، او غواړي چي طالبان په حکومت کي ورګډ کړي. د حامد کرزي بل ورور، محمود کرزی دی. د هغه د ژوند عالي هدف پيسې پيداکول دي. محمود کرزي په کابل کي ماته وويل چي زما ورور نه په اقتصاد او نه په حکومت پوهېږي. زياتره افغانان وايي چي محمود کرزی د خپل ورور د حاکميت په ترڅ کي ډېر پيسې جېب ته کړې. هغه د افغانستان د ټويوټا موترانو په بزنس کي ۵۰ فيصده سهميه لري. محمود کرزی په کابل بانک هم مهه سهميه لري. هغه په کندهار کي د کورونو د جوړولو په پروژې کي د امريکا د حکومت څخه پيسې اخيستي وې. محمود کرزي له حکومت څخه همدا مځکه يو جريب په ۲۵۰ ډالره واخيسته او بيا يې هر جريب په ۲۸۰۰ ډالره خرڅ کړ.
مګر د حامد کرزي بل ورور احمد ولي کرزی دی چي تر بل هر چا يې خپل ورور ته ډېر مشکلات او د سردرد جوړ کړی دی. په کابل کي د دپلوماتانو په مينځ کي يوه کیسه ده چي تل تکرارېږي. دوی وايي حامد کرزی له احمد ولي څخه په يوې غونډي کي پوښتنه وکړه: ” ايا ته رشتيا د مخدره موادو په کاروبار لګيا يې؟” احمد ولي له مجلسه په قهر ولاړېږي او خپل ورور ته وايي: ” هو، حامده، زه لږ تر لږه يوازي کندهار خرابوم. مګر ته ګرده ملک خرابوې. ”
په کندهار کي، يوه غربي استخباراتي مامور راته وويل، ” د حامد کرزي کورنۍ د اپيمو په خرڅولو او په وژلو کي لاس لري. په ولاياتو کي داسي خلک مقرروي چي د مخدره موادو په قاچاق کي ورسره مرسته وکړي. کله چي د حامد کرزي او د هغه د کورنۍ تاريخ تحليل او تجزيه کېږي، ادارې فساد، بډي، او د مخدره موادو قاچاق به تمامه دوره احتوا کړې وي. همدا کورنۍ غربيانو تحمیل او ساتلې ده.”
کله چي اوباما انتخابات وګټل او د حامد کرزي ستوری پر لوېدو سو، د هغه ذهني حالت لا خراب سو، او د پاګل چمونه يې شروع کړل. هغه پر خپلو ټولو ملګرو باندي نهايت بې اعتماده سو. هغه په هر ګوټ کي دسيسه لېدله. کله چي په کابل کي د متحده ایالاتو سفير د مخکښو کاندیدانو سر ملاقات وکړ، حامد کرزی تبي واخيست. د امريکایانو همدې تاکتيک کار ور کړ. افغانانو سمدستي اوازې خپرې کړې چي امريکايان یا اشرف غني او یا عبدالله غواړي. دپلوماتان عموما د حامد کرزي سره په ارګ کي مجلس کوي او هغه ته سوغاتونه ورکوي، خو خپلو رپوټونو کي هغه پاګل بولي. یو دپلومات وايي،” کرزي د مينځنی ختيځ په مشرانو کي تر ټولو زيات په دسيسو باور لري. ”
د ۲۰۰۶ په پسرلي کي، د حامد کرزي حکومت پر حالاتو کنټرول له لاسه ورکړ. پدې وخت کي، په یوې ټرافيکي پېښه کي، يوه امريکايي پنځه کسه ووژل او څو نور يې ټپيان کړل. سمدستي په کابل کی بلوا جوړه سوه، او اوازه سوه چي يوه مست امريکايي بېګناه افغانان ووژل. کابليانو په ښار کي د “مرګ پر امريکا” او “مرګ پر کرزی” شعارونه پيل کړل. همدا بلوا شپږ ساعته دوام لاره. کرزی په ارګ کي ناست او سخت وارخطا وو. هغه فکر کاوه چي همدا بلوا دهغه د برطرفه کولو لپاره ترتيب سوې ده. هغه فکر کاوه چي دا د فهيم کار دی، ځکه فهيم وزارت دفاع له لاسه ورکړی وو.
د امريکاپخوانی سفير رونالډ نيومن وايي، ” هر پښتون عقيده درلوده چي د کابل بلوا د شمال ايتلاف دسيسه وه. ” اکثر کابليان په همدې عقيده ول. د طب د پوهنځۍ محصلينو راته وويل چي د شمال ايتلاف مشرانو دوي تشويق کړل چي په بلوا کي برخه واخلي. د رباني زوی له خپل هوټل څخه بلوا څارل او منظموله یې. حامد کرزی د استخباراتو پر ريس امرالله صالح باندي هم بدګومانه سو. صالح د امريکايانو لاسي سړی دی. حامد کرزی پدې وخت کي سخت ډارېدلی وو، او صالح يې توروی. صالح خپله استعفا وړاندي کړه، خو حامد کرزي له ډاره د هغه ا ستعفا ونه منله.
پدې وخت کي، په کابل کي د (سي اې ې) مشر د حامد کرزي د روزګان د وختونو ملګری وو. حامد کرزي له هغه او سفير رونالډ نيومن سره وکتل. حامد کرزي هغوی ته وويل که چيري د کابل بلوا پخپله او ناببره پېښه سوې وي، هغه به استعفا وکړي، ځکه ددې بلوا مانا دا ده چي افغانان نه امريکايان غواړي او نه هم هغه. د (سي اې ې) مشر حامد کرزي ته وويل. نه، ريس صاحب، تاسو استعفا نه سی کولاﺉ.
حامد کرزي په همدې وخت کي ټولو پښتنو ته شا کړه او پر تاجيکو او نورو اقليتونو باندي يې تکيه لا زياته سوه. هغه پوه سو چي پرته له حزب څخه يوازي او بې کسه دی. همدا وجه وه چي حامد کرزي جهادي قومندانانو ته مخه کړه. هغه ورو ورو دلته او هلته پر امريکايانو باندي هم انتقادونه پيل کړل. هغه انګريزان په دسيسو تورنول. پدې وخت کي، هغه دوه انګريز له وطن څخه اخراج کړل. د پډي اشډاون د مقررولو سره يې مخالفت پیل کړ، ځکه هغه فکر کاوه چي د هغه برطرفه کولو لپاره کومه دسيسه تړل سوې ده. د حامد کرزی فکر او دماغ په دسيسو چلېږي.
د اشرف غني د کمپېن مشاور جمېز کارويل وايي، ” منفور مشران د انتخاباتو د رارسېدو سم باوله او هر څه خرابوي. ” هغه دخپلو ملګرو او نويو انډيوالانو سره د دونه چوکيو وعدې کړي دي چي په حکومت کي هډو سته نه. د افغانانو لپاره تر ټولو ترخه خبره دا ده چي حامد کرزي د ديرش کلن ناورين ټول جنايتکاران پر ځان راغونډ کړيدي. د کابل په شيرپور کي، د همدې قوامندانانو قيمتي مګر بې خونده مانۍ ولاړي دي. په همدې ښار کي په ميلونهاوو خلک، ښځي، او ماشومان له لوږي، فقر، او ناروغيو سره هره ورځ لاس او ګريوان دي.