د استراليا د دفاع وزارت نن د جمعې په ورځ په يوې خپرې سوي اعلاميه کښي ويلي چي دوی د هالنډي پوځيانو سره په ګډه د اروزګان ولايت د ترينکوټ ختيځ پلو ته د ميرآباد په سيمه کښي د طالب وسلوالو پر ضدد تېري اوونۍ راهيسي ګډ پېل سوي عمليات پای ته رسېدلي دي .
د اسراليايي پوځيانو يو وياند وويل چي په ترسره سويو عملياتو کښي يې د طالبانو د څلورو مشرانو تر څنګ يو نامعلوم شمېر طالب وسلوال او ورسره يو لړ مهمات او د بم جوړوني وسايل هم نيولي دي چي د لا زياتو تحقيقاتو دپاره يې افغان مقاماتو ته سپارلي دي خو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته پدې اړه څه نه دي ويلي .
په اروزګان کښي د هالنډي کمانډويي پوځیانوسره په څنګ کښي دهالنډ د سمندري سپېش فورس ۷۶ افراد هم شامل دي چي د استراليايي پوځيانو سره چي شمېره يې ۳۰۰ تنو ته رسيږي؛ په سيمه کښي د ايساف چي مرکز يې د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کښي قرار لري؛ تر قومندې لاندي اجراء ات تر سره کوي .