امريكايي او پاكستاني چارواكي وايي چي دوي د هغو راپورونو په هكله
پلټني كوي چي وايي دپاكستان د طالبانو مشر بيت الله مسود وړمه
ورځ (چهارشنبي شپې) په امريكايي هوايي بريد كښي وژل شوئ دئ .
يو امريكايي چارواكي له خولې ويل سوي چي
ددغو راپورونو تر شا ضرور څه شته چي بايد راڅرګند شي خو نوموړي وويل چي زه په باوري
ډول څه نشم ويلائ چي دا راپور به تر كومه حده پوري سم
دي .
دوې ورځي وړاندي د چهارشنبې د شپې په هوايي بريد کښي چي دهدف يې د
بيت الله د خسر پر کورګرځول سوئ ؛ په تلفاتو کښي يې د بيت الله مسود د يوې
مېرمني د وژل کېدو خبر هم ورکړل سوئ وو .
د يادوني وړ ده چي د بيت الله مسود د وژني اړوندراپور دبي بي سي د
عربي برخي ترڅنګ چي نن دجمعي د سهار پر ۵بجو يې خپور کړ؛ په زياتو
نورو وتلو انلاين رسنيو کښي هم خپور سوئ دئ .
د جرمني شپېګل ژورنال هم یو د هغو له جملې څخه دئ چي د نوموړي د
وژني خبر يې تائيد کړئ او پخپل خبر کښي وايي چي د طالبانو د تحریک مشر او د پاکستان
د حکومت سر سخت مخالف بیت الله محسود د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د یرغل په
ترڅ کښي وژل سوئ دئ .
د بيت الله محسود د وژني په اړه بېلابېل بهرني راپورونه
:
د بيت الله محسود لنډه پېژندنه د ډاون نيوز په راپور کښي :