" /> " /> " /> " /> تهران : احمدی نژاد د دوهم ځل ولسمشر په توګه لوړه وکړل  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / تهران : احمدی نژاد د دوهم ځل ولسمشر په توګه لوړه وکړل  video

تهران : احمدی نژاد د دوهم ځل ولسمشر په توګه لوړه وکړل  video

د اېران مخکنی ولسمشر محافظه کار محمود احمدي نژاد نن چهارشنبه د پارلمان له لوري د لوړي په رسمي جوړو سويو مراسمو کښي د جمهوري اسلامي اېران د دوهم ځل ولسمشر په توګه خپله لوړه ترسره کړل او اېراني ولس ته يې په انتخاباتو د خپل بري څخه خوښي وښودل .

نوموړي د تهران د بهارستان په تاريخي ماڼۍ کښي د اېران د اساسي قانون سره سم د پارلمان د غړو په حضور کښي چي قاضي القضات او د اېران د نګهبان شورا غړي هم حاضر وه؛ د ولسمشر په توګه لوړه وکړل او وروسته يې سوګندنامه يا لوړه-ليک لاسليک کړ .

د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه لا له وړاندي د تهران په ټولو برخو کښي امنيتي کسان ځای پر ځای سوي وه، د تهران څخه راپورونه وايي چي د احمدي نژاد د دوهم ځل لوړي کولو سره-سره د احتجاج په توګه په زرګونو لاريون کوونکي چي د پارلمان څخه دباندي يې د الله اکبر نارې وهلې؛ د امنيتي کسانوله خوا په شديد ډول تيک او پرک سوي دي .

برطانيې، فرانسې او المان اعلان کړئ چي احمدي نژاد ته به د اېران د دوهم ځل ولسمشر کېدو په صفت هيڅکله هم د مبارکۍ پيغام وا نه ستوي، د رويترز د راپور پر اساس که څه هم د برطانيې سفير د احمدي نژاد د لوړي په مراسمو کښي برخه اخيستې ده خو د برظانيې لومړی وزير وايي چي دی به هيڅکله هم احمدي نژاد ته مبارکي و نه وايي اود برطانيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چي خپل سفير يې د اروپايي اتحاديې سره دهمږغۍ په موخه د لوړي مراسمو ته لېږلئ دئ .


د رويترز په حواله د فرانسې د ولسمشر نيکولا سرکوزي دفتر هم ويلي دي چي احمدي نژاد ته به د مبارکۍ پيغام ونه ليږي .


د سپيني ماڼۍ وياندپه يوې خبري ناسته کښي پدې اړه وويلي چي د اېران انتخابات او د هغه مشروعيت او نه مشروعيت د اېران په ولس پوري اړه لري خو رويترز پخپل راپور کښي د سپيني ماڼۍ له خولې څخه هم وايي چي سپينه ماڼۍ به اېران ته خپل د مبارکۍ پيغام ور و نه ليږي .


 


د احمدي نژاد د لوړي مراسم د اسوشېټيډ پريس په لاندي وېډيوکښي کتلائ سئ :