د اروپاپه يوغربي هيواد هالنډ کښي د لومړي ځل لپاره د مکسیکو څخه د خوګ د خپاره سوي زکام له امله یو ۱۷ کلن تنکی ځوان مړ سوئ دئ .
ويل کيږي چي نوموړی ډېر سخت ناروغ وو چي د خپلي ناروغۍ سره ترڅنګ په زکام هم پسي اخته سو او له دې امله يې د سه شنبې په ورځ ژوند دلاسه ورکړ.
د هالنډ د آر ټي اېل ټلوېزيوني شبکې د راپور له مخي دا تراوسه نه ده معلومه چي نوموړی کس په وروستيو کښي له کوم بهرني ځايه څخه راغلئ وو، خو د خوګ په زکام د اخته کسانو زياتي پيښي په لومړي ځل د مکسيکو څخه په راستنېدونکو کسانو کښي څرګندي سولې چي همدې زکام هم له همهاغه هيواد څخه سرچينه اخيستې ده او اوس د نړۍ نورو هيوادنو ته مخ په خپرېدو دئ .
د نورو تائید سویو راپورونو له مخي په هالنډ کښي اوس پوره ۶۶۳ تنه هالنډیان په دې زکام اخته دي چي دا شمېره د جمعې په ورځ د ۵۰۰ تنو په شاوخوا کښي وه او له هغه وروسته چي په هالنډ کښي دا زکام رامنځته سوئ دئ ۹ تنه تر روغتونه پوري رسېدلي دي .